
شپږم څپرکى
په شخصيت کې ګډوډۍ ( Personality Disordrs)
مخکې له دې چې په شخصيت کې دګډوډيو
په اړه څه وليکو تر هغې وړاندې بايد دې پوښتنې ته ځواب پيدا کړو چې نارمل (Normal)
يا عادي شخصيت څه ته وايي ؟ خو دې سوال ته ځواب پيدا کول دومره اسانه هم نه
دي او له ستونزه سره مل دى ، ځکه ستونزمنه ده چې
نارمل يا دعادي شخصيت يوه ځانګړې قاعده پيدا کړو .
ځينې کسان وايي : هغه څوک چې
دټولنې له دودونو ، ارزښتونو او ټولنيزو نورمونو څخه رعايت کړي
او په ځان يې عملي کوي نو عادي او
ترې سرغړونکى يې غير عادي شخصيت وي ، دټولنيزو علومو له نظره کولى شو ووايو
: هر هغه کس چې له چارپېريال سره جوړښت
( سازش ) ولري ، له خپل ژونده راضي
او قانع وي ؛ عادي شخصيت دى ، خو دلته يوه پوښتنه پيدا کېږي هغه داچې ځينې کسان کله له چارپېريال سره ځان جوړوي او کله بيا ورسره
جوړښت نه کوي ؛ نو ايا ويلي شو چې دغه کس کله دعادي او کله
هم دغير عادي شخصيت خاوند دى ؟
ځواب به مو نه وي ، ځکه که چېرته داسې تصور کړو چې يو څوک کومه
موخه ( هدف ) ولري او دغه موخه يې په ټولنه کې منلې او ستايل شوې وي نو عادي شخص
دى نو په دې صورت کې هره موخه په هر ځاى کې دهر چا لپاره دارزښت وړ نه وي .
نو څرګنده شوه چې دعادي شخصيت دتلنې لپاره ديو خاص واحد پيدا کول اسانه کار نه دى ، که له
يوې خوا يو کس له بدني اړخه عادي او نارمل شخصيت فرض شي نو دده دشخصيت
په بشپړتيا کې له بل اړخه دهغه
ټولنيزې اړيکې دي ، چې دغه اړيکې په ټولنه کې دهغه دشخصيت عادي والى او غير عادي والى منعکسوي .
په ټولنه کې دعادي کړو وړو
تلنې ( ميزان ) عبارت دي له : -
ديو ځانګړي موقعيت په وړاندې دفرد غبرګون ، وضعې له بدلون سره
غبرګونونه ، تنوع ، او جوړښت ، دفرد داړتياوو په پوره کولو او تامين کې غبرګونونه ، او
دغبرګونونو توافق په هغه څه کې چې ټولنې ته منلي
او دقبلولو وړ وي .
د سالمو افرادو دشخصيت په اجزاوو کې د ارواپوهنې
دعالمانو په اثارو او کتابونو کې لاندې ټکو ته اشاره شوې ده .
١-دنوښتيز ځواک درلودل .
٢-دخپلواکې روحيه ، ځان اونور ته دخپلواکۍ غوښتنې احساس لرل .
٣- دډاډ او اطمينان احساس
او په چارو کې عادي عمل کړل .
٤- دژوند په مهمو چارو کې
دځان لپاره دخودکفايۍ ( په ځان
تکيه ) احساس ته ارزښت ورکول .
٥-دهويت ټاکنې ځواک او
ځان پېژندنه .
٦- په ټولنيز ژوند کې دخپل
ځان او نورو دابرو عزت ساتنې سره دصميمانه
اړيکو احساس .
٧-دقانوني شرايطو په نظر کې نيولو سره دکورنۍ تشکيل اوجوړېدنې هيله درلودل .
٨-په حسن او کمال سره دژوند تېرول او دابرومندانه ژوند حس لرل
٩- ديني او مذهبي
اصولو او ارزښتونو ، ته درناوى ، ارزښت او هغو ته پابندي
لرل
پورتنيو توضيحاتو ته
په پام سره اوس کولى شو چې عادي او غير
عادي شخصيتونه چې د شخصيت په دې ګډوډيو (اختلال ) باندې اخته وي په دوو برخو کې روښانه کړو چې
عبارت دي له .[1]
١-عصبي ګډودۍ ( Neuroses)
٢ رواني ګډوډۍ ( Psychoses)
1-عصبي ګډوډۍ يا بې نظمۍ چې د (
پسيکونوروز) په نامه هم يادېږي په حقيقت کې يو ډول پټه ( خفيفي ) ناروغ ده چې عملي
رېښه لري او تر ډېره ديو لړ اعصابو په
وضعه ، کړو ، عمل او ګډوډيو پورې اړوندېږي
، عصبي ګډوډۍ دپرلپسې خفګان ، کاري وړتيا دنشتون داحساس ، دبې باورۍ ، کمترۍ ،
حقارت ( سپکاوي ) احساس او پر خپل ځان د اعتماد دنشتون په سبب دشخص له خوا خپل ځان ته ايجادېږي يو
شمېر عصبي ګډوډۍ عبارت دي له :
الف : نيوراسنتي (Neursthenia):- نيورستني چې لفظي بڼه يې داعصابو په ضعف باندې اطلاق کېږي ، داستونزه په اکثره خلکو کې لږ او ډېره ليدل
کېږي ، مشهور روان پلټونکي فروئيد دغه ناروغي داعصابو د تر ټولو خطرناکې ناروغۍ په توګه تشخيص کړې ده او په دې باور دى
چې دغه ناروغي دنورو عصبي نا را حتيو
مقدمه يا پيل ګڼل کېږي .
په نيوراسنتي
باندې داخته کسانو نښانې دعمومي خسته
ګۍ ، عصبي ناراحتۍ ، پرلپسې دروني دردونه چې کله کله يې بيان او اظهار حتى په دغه ناروغ اخته کس ته هم مجال
وي ، په بڼه ليدل کېږي .
په نيو راسنتي ناروغۍ باندى اخته کس تل بې سببه غوسه
وي ، له هېڅ شي نه هم خوند نه اخلي ، دبدن حرکتونه يې بې نظمه
او حالت يې ديوه دروني اوښتون (
انقلاب ) کيسه کوي .
ب – اضطراب (Anxiexy)
:-اضطراب له يوه انديښنې وړ حالت نه عبارت
دى ، چې د وېرې او ناراحتۍ زېږونکى وي ، د پټو ناوړه کړو وړو يا
اعمالو په وړاندې دتېروتنې احساس کړي ،
اضطراب په يوه مضطرب کس کې ديوې شديدې
وېرې په توګه ظاهرېږي ، تنفس يې په چټکۍ
سره په بشپړ ډول خو په نامنظم شکل صورت
نيسي ، دزړه درزا ( ضربان ) ګرمه او تنده وي ،
او ناروغ تل له يوه دروني
فشار د ناراحتۍ او تهديد په حال کې ليدل کېږي ، تل په خولو کې ډوب او بې ارادې ښکاري ، په
داسې مهال فرد تل خپل ځان په غير ضروري
کارونو بې سببه بوختوي لکه دلاسونو ، پښو
او نورو غړو مينځل ، داور بلول ، په
وسايلو لاس وهل لکه دبرېښنا سامان
الات او نور ... چې تل غواړي له همدې لارې ځان ته تسکين ورکړي
مضطرب
اشخاص کله کله خپل ځان محبور کړي
ګڼي ، غلا کوي او په ځينې نورو غير معقولو کارونو لاس پورې کوي ،
غالبا دوه زړي ، متزلزل او سرګردانه وي .[2]
ج – وسواس
( Dbsesstion) يا وسوسه : وسوسه هغه حالت ته ويل کېږي چې يو ځانګړى فکري
تګلورى يا کومه عقيده دفرد ذهن له ځان سره بوخت کړي او هغه ته ازار ورکوي ، دوسواسي کس سر په دې خلاصېږي چې بوختونکې موضوع ورته غير منطقي ده ولې نه شي
کولى چې ځان ورڅخه وژغوري او له ځانه يې لرې کړي
.
وسوسه يو کس هر وخت په تشويش کې ډوبوي ، کله کله خو احمقانه
فکرونه کوي او غير عاقلانه خيالونه يې
ځوروي ، دبېلګې په توګه دغه شخص دوسواس په
حالت کې غير معقولې پرېکړې کوي دمثال په
ډول وايي چې زه مې خپله ښځه وژنم ، په
وسواسي شخص کې دغه ډول وسوسي
ممکن په هغې دحملې ځاى ونيسي ، په دې مانا
چې شايد همدغه کس دخپلې ښځې په وړاندې رخه
او کينه پيدا کړې وي او ددې سبب هم شي چې دغه عمل په ناڅاپي ډول تر سره کړي خو د دوژلو له حملې وړاندې دا تشويشونه چې زه به
هغه حتما وژنم په وسوسو بدلېږي ،
پرېکړه يې شاته پاتې کېږي او فرد ناراحته
شي ، وروسته که همدغه کس دخپلې ښځې په وړاندې دعلاقې او مينې وړ نظر پيدا کړي او په دې پوه شي چې غوسه يې بې ځايه وه نوممکن
ددغه حملې له شر او پايلو نه صرف نظر شي .
وسواسي اشخاص دهر څه
په وړاندې بدګومانه وي ، دهر څه لپاره بې
مورده او غير واقعي دليل را پيدا کوي ،
وسواس ته ژوره نيوراستني هم ويل کېږي .
د – هيستري (Hysteria)
يا بيسدي :- دا هم په
شخصيت کې دعصبي ګډوډيو څخه يو ډول دى چې په سبب يې دعصبي ګډ وډيو ګڼې نښې دبدن په
مختلفو غړو کې را څرګندېږي ، په داسې حال
چې دبدن په غړو کې به هيڅ کومه نيمګړتيا او ضايعه نه ليدل کېږي ، په هيستري باندې
اخته کس په خپل بدن باندې کنترول له لاسه ورکوي
او نورو همدردۍ او څارنې ته اړ
وي ، ددې ناروغۍ په سبب ناروغ نور په خپلو احساساتو کنترول بايلي .
ددې ناروغۍ په سبب بدني ګډوډۍ ( بې نظمۍ
) په حسي غړو ، عضلاتو او اندامونو کې تر ښکارېږي
، دفرد دليدلو ځواک ټکنى کېږي ،دخبرو کولو توان يې متزلزل ، له کلالته ډک او عضلا ت يې انقباض ( پړسوب ) پيدا کوي ، بدني
لړزه پيدا کېږي او دپوست حساسيت له مينځه ځي .
هغه افراد چې په هيستري باندې اخته وي نو
دهېرولو ستونزه ورته پيدا کېږي ، دژوند
چارې يې په نظر تتې او ناڅرګندې ورځي ، دردک قدرت يې کمېږي ، له بهرنۍ نړۍ سره
اړيکه پرې کوي او غالبا د کوچنيانو غوندې
کړه وړه تر سره کوي ، دا ډول کسان ځينې
وخت له هغو موقعيتونو سره چې دى ورسره مخ شوى
او ورڅخه بې اندازې کرکه لري
دمخامخېدو په مهال په فلج باندې اخته کېږي .
هــــ - دشخصيت ديوالي تزلزل يا لړزېدل ( Dissociation):-
دشخصيت ديوالي
تزلزل په حقيقت کې هغه غبرګون دى چې فرد يې داضطراب دپيدا کېدو له وېرې له ځانه
ښکاروي .
ددې ډول تزلزل نښې عبارت دي له :
- په خوب کې پاڅېدل او په لاره تلل دبېلګې په توګه فرد په خوب
کې داسې کارونه تر سره کوي چې په ويښه يې
يې دکېدو توقع ورڅخه نه وي .
- له عادي وضعې څخه يوه نوي او غير عادي موقعيت ته لېږد ،
دبېلګې په توګه له يوه بندښت ( مانع ) يا تضاد سره دمخ کېدو په مهال يوه داسې
موقعيت ته په ورتلو مجبورېږي چې په عادي حالت کې کله هم هغه موقعيت نه غواړي مثلا ديوه
غوسه ناک سړي په ليدو مخ په سينما تلو ته ترجيح ورکوي په داسې حال چې په
عادي شرايط کې يې سينما نه خوښېږي او کرکه ورڅخه لري .
خپل هويت (
تشخيص ) له لاسه ورکوي مثلا د حافظې دضعف
په مهال خپل هويت هېروي ، يو هېرجن فرد ترې جوړېږي خو دغه حالت يې ممکن لنډ مهالى
( موقتي ) وي .
٢- په شخصيت کې رواني ګډوډۍ (اختلالات ) :- دانسان په شخصيت کې
رواني ګډوډۍ هم په ترتيب سره په دوو ډلو
ويشل کېږي چې عبارت دي له :
-ساختماني او عضوي ګډوډۍ
- دغبرګون يا عملي
ګډوډۍ [3]
الف : عضوي ګډوډۍ :- عضوي
ګډوډۍ دپسيکوز په نامه هم يادېږي ،
دنن ورځې پوهانو دعضوي ګډوډيو عوامل مغزي
جراحات ، داعصابو په سيستم کې عفونت ، الکلي مسموميتونه ، په نشه يي توکو روږدي
کېدل ، دوينې ددوران بې نظمي او په مغر کې دځنډن (مزمن) تومور پيدايښت ګڼي .
کله چې په اعصابوکې دهر دليل په اساس ګډوډۍ او ناتوانۍ رامينځ ته شي نو په بدني
اعمالو کې هم اختلالات ښکاره کېږي دبېلګې په توګه دتګ په مهال دقدمونو همغږي
يا نظم له مينځه ځي ، دخبرو کولو توان ټکنى کېږي ، عضلې سستې او ناتوانه وي
رواني ګډوډۍ په کې دسالم فکر کولو ، لافو وهلو ،
خيال پلوونو او غير عملي چارو په
بڼه ښکاره کېږي .
هغه ګډوډۍ چې دالکلي مسموميتونو څخه سرچينه اخلي په فرد کې
دغير معمولي حملو په توګه ظاهرېږي او په
فرد کې اېجادېږي ، هر کله چې له الکلو ګټه اخيستنه يا کارونه دوام وکړي نو
الکلولېست له غير واقعي فکرونو سره په
علاقه او مينه روږدى کېږي ، پر ځان کنترول له لاسه ورکوي ، له چارپېريال سره يې دجوړښت ځواک ټکنى کېږي ، په کارونو کې خپل مهارت او حتى دوخت په تېرېدو سره خپل دوستان هم له لاسه ورکوي .
د عضوي رواني ګډوديو له جملې څخه يو هم دبوډاتوب جنون دى چې سرچينه يې په مغز کې عصبي نسج
، ټيټېدل او ضعف دى چې په دې صورت کې فرد غالبا ګول ، هېرجن ،
او بلاخره ورو ورو دفرد علاقه دخپلي بهرني چارپېريال په وړاندې کمېږي او حتې په وروستيو مرحلو کې نه شي کولى زمان او مکان هم
تشخيص کړي ، په عمومي صورت دبوډا توب جنون
، الکلي جنون ، دليونيانو عمومي فلج دعضوي رواني ګډوډيو له نښو څخه شمېرل کېږي .[4]
ب – دشخصيت عملي يا کرداري ګدوډۍ :- دغه ګډوډۍ
دعضوي ځانګړتياوو په ځاى له عمل او چارپېريال سره دجوړښت توافق ، طرز او
قوه ګڼل کېږي ، دغه ګډودۍ هغه غبرګون دى چې دشخص له خوا داضطراب دپيدايښت او له
هغه سره دتضاد او مخنيوي دچلند په توګه څرګندېږي .
دشخصيت عملي ګډوډۍ په
عام ډول
په دوو برخو وېشل شوې دي چې عبارت دي له :
١-دځوانۍ جنون (Shizophrenia ) :-
ممکن افراد دعمر په مختلفو
کالونو کې په دغه تکليف مبتلا شي ولې په دغه ناروغۍ اکثره روږدي کسان ځوانان دي چې لويه برخه يې جوړوي ، ددغه
ځوانانو عمر د(٢٠-٣٠) کالونو ترمينځ وي ، له همدې امله دغه ناروغي دځوانۍ دجنون په
نامه يادوي .
هغه افراد چې دځوانۍ په جنون اخته کېږي دخپل بهرني عالم په وړاندې پاملرنه له
لاسه ورکوي ، اکثره دسړې وينې لرونکي او
بې عاطفې وي ، دځوانۍ جنون په خپلو
لومړنيو مرحلوکې ددې سبب کېږي چې فرد دټولنې په وړاندې دسړې وينې لرونکى ، بې طرفه او ګوښه ګيروي ،
دغه ناروغي دخپلې ساده بڼې سربېره ، په پېچلو بڼو هم ښکاره کېږي چې ځينې بېلګې يې
عبارت دي له : [5]
A-دځوانۍ (Catatonic)
جنون :- په دې برخه کې فرد دټولنې ديوه
دښمن په توګه عمل کوي او دغه دښمن خپل ځان په مختلفو بڼو څرګندوي ، دبېلګې په توګه
ناروغ په يوه ځاى کې کيني يا اوده کېږي او
له ځانه هېڅ فعاليت هم نه څرګندوي
، حتى د ډوډۍ خوړلو لپاره هم دنورو له خوا
اړکېږي ، په ځينو وختونو کې خو لا په يوه بڼه نه په يوه بڼه دټولنې په نورو افرادو
يرغل کوي .
B- دځوانۍ (Hebephrenic) جنون : -دغه جنون له غير معقولو
او احمقانه کړنو سره بې دليله ملګرى وي ،
ممکن فرد په دې صورت کې بې دليله او بې سببه وخاندې ، يا بې ښه او بده په غوسه ناک
شي .
ددې ډول جنون روږدي
کسان غالبا دخيال په نړۍ کې چکر وهي ،
اکثره وخت همغږي او هم رديفه کلمې تکراروي ، دځان لپاره يې يوه ځانګړې نړۍ اوعالم
تصور کړى وي ، تل په ځانګړي عمل تاکيد لري .
C- دځوانۍ (paranoid) جنون : - دغه جنون چې دپارانوئيد
په نامه هم يادېږي ، غالبا فرد دخيال او ګومان سره مخامخ کېږي ، له وېرونکو
تصوراتو او وهمونو ځورېږي ، ځينې وخت ورته
ځان ډېر مهم ښکاري ، مثلا فکر کوي چې هغه ولسمشر يا کوم لوى امپراطور دى ، کله کله
بيا دپارانوئيد له ستونزې سره مخ وي او
داسې فکر کوي چې کورنۍ يې دده دله مينځه وړلو لپاره کوم پلان جوړ کړى دى .
په دغه ناروغۍ دروږدو
کسانو نورې ځانګړتياوې دادي چې دپخپلو ناوړه اعمالو په اړه نورو ته نسبت ورکوي اوله دې لارې غواړي چې خپله ګناه دبل چا په
غاړه واچوي ، خپل ځان ته په خپله برائت (
خلاصون ) ورکړي ، په دې توګه دخپلې نا
راحتۍ تسکين کړي .
ج : رواني ګډوډۍ ( مانيک –ديريشيو )
A- مانيک رواني ګډوډۍ ( Manic) : - ددې روانۍ ناروغۍ ځانګړتيا داده چې
ورباندې روږدي کسان ديوې ښې خبرې يا موضوع داحساس او مينځ ته راتلو په مهال له ځانه بدرېغه خوښي څرګندوي ، بې مورده
نڅېږي ، له مزاحمته ډکې نارې او چيغې وهل پيلوي ،
او ددې برعکس ديوه بد خبر په اورېدو خپلو نږدې ملګرو ته بد رد وايي
، ښکنځل کوي حتى دخپل بدن مخصوص غړي بربنډوي
، نورو ته يې ښايي ، همدا راز بې ځايه وېرې او وهمونه ، په ځينو وختونو کې ددغه
ناروغانو عمده ځانګړتياوې ګڼل کېږي ، دهمدې عملونو په اساس هغه ته نږدې کسان او
يايې دکورنۍ غړي ، خپلوان دې ته مجبورېږي چې ناروغ وتړي او بندي يې کړي ، پرلپسې خوله له کوم تړاوو او اړيکې پرته خبرې
کول ؛ ددغه ناروغانو بله خاصه ځانګړنه ده ،
چې په دې حالت کې ممکن دسوګند يادول په ناروغ کې وليدل شي .
دمانيک ناورغۍ د (٤٠-٥٠) کالونو پورې عمر لرونکو افرادو کې
ډېره ليدل کېږي .
B- دخلق تنګۍ ( افسرده ګي )رواني ګډوډۍ ( Depressive) :- دا هغه حالت دى چې په کې د رواني ناروغ وضعه
په واقعي ډول غموونکې وي او په يوه ګوښه
کې ژوند غوره کوي ، پرلپسې ژاړي ، کله کله امکان لري چې په ځان وژنه لاس پورې کړي ،
ډېر کسان دغه زړه تنګي او پرېشاني دمطلق جنون ( لوېنتوب ) پيلامه ګڼي ، دلته د
مطلق جنون نه موخه لېونتوب دى ، لېونتوب هغه ناروغي ده چې په دې حالت کې ناروغ په
بشپړ ډول د واردو شوو اعمالو په اساس خپل
عقل او فکري سيستم له لاسه ورکوي ، خپل ښه او بد ورته دواړه ښه ښکاري ، خو فطري
خفګان او افسرده ګي يو ډول عمومي شاته پاتې
کېدنه ده چې غالبا اوږده او لا علاجه ( بې درملنې ) وي .
دغه ستونزه په نوو زېږېدلو ماشومانو کې په طبيعي بڼه ليدل کېږي ،
ماشوم په عمومي ډول وروسته پاتې ، فطرتا پرېشانه ، زړه تنګى ، همېشه خسته او ګول وي ، ممکن هوش به يې عادي وي خو داسې به ښکاري لکه په عصبي او ذهني سيستم يې
دې چې کوم لوى بار ور اچولى وي .
عارضي پرېشاني او
خفګان کاملا يو تصادف دى او غالبا بهرني عامل او انګيزې دي ، په
فرد کې يې دپيدا کېدو علتونه لکه
دژوند ديوه مهم نعمت نه محرومېدل ، په
خپله کومه ايډيالي موخه کې ناکامي ، په
اقتصادي او ټولنيزو چارو کې کومه ناڅاپي ماته ، همدا راز تر اندازې زيات جسمي او
ذهني فعاليت ګڼلى شو ، چې په شخص کې دزړه
تنګوالي او افسرده ګۍ سبب ګرځي .
عارضي زړه تنګوالى
کاملا د درملنې وړ دى او ددرملنې له لارو څخه يې يوه
ناروغ ته دارام او استراحت ورکول
دي .
-اصول ومباني
روانشناسي – ترجمه عنايت – چاپ دهم ص (١٨١-١٨٢)[1]
-تربيتي روانشناسي –
تاليف دکتر علي شريعتمداري – چاپ ( ١٣٦٩) –ص (٥١٦-٥١٧) [2]
- اصول روانشناسي –
نرمان – ل حان- ترجمه محمود صناعي – چاپ ( ١٣٧٠) ص (١٧٤)[3]
-اصول روانشناسي
نرمان ل- مان – ترجمه محمود صناعي – چاپ (١٣٧٠) ص ١٨٧[4]
-اصول روانشناسي –
ترجمه عنايت – چاپ ... ١٧٢-١٧٤[5]
دريم چارت
په شخص کې ګډوډۍ
١-عصبي ګډوډۍ
٢-رواني ګډوډۍ
عصبي
ګډوډۍ
١-نيوراسنتي
٢-وسواس
٣-اضطراب
٤- هيستري
٥-په شخصيت کې ديوالي تزلزل ( لړزېدل)
رواني ګډوډۍ
١-عضوي رواني
٢-عملي يا رفتاري رواني
٣-مانيک دپريشيو