بی خونده خبری(۷۶): ۹۰ کاله څه شول؟

وسیم سجاد، کابل
جولای۲۰۱۲،۲۴
هغه چی وایی و نه وو یو درواغجن وو. خو په دی کلي کی دوه مشهور درواغجن تیر شوي. کلی می خو ځکه ووایه چی د ګلوبلیزیشن دور دی. هر هیواد کلی بلل کیږي.
یو درواغجن چی اوس نشته! حساب کتاب به ورسره شوی وي. عزیز مراد نومیده. د جمعیت وو. دویم هغه یی اوس هم ژوندی دی. اوږده ږیره لري. سپین سری شوی دی. ....... یادیږي. پیسی پیدا کړه، عیب دی ورک دی.
حزبیانو نصرت مینه وال په دی دوکه کړي وو چی کابل چی په بل مخ هم واړه وو؛۵۰ کاله چی نور هم وجنګیږو؛ بیغمه اوسی. نصرت مینه چی اوس وچ نهر زیات ورته ویل کیږي مو درته کره کړی.
پوره ۹۰ کاله مو درته قرار داد کړی. بیغمه اوسی! لمونځونه کوی، دوعاوی را ایس ایم ایس کوی نور نو خبره پخه ده!
په همدی ۹۰ کلنی مینی اوس بجلی قطع، اوبه نشته! روژه هم اوولس ساعته! ګرمي هم ځان ته څه وایي! کباب تری لاندی پخیدای شي!
خو دوی ځان ته یوه ډاډګیرنه تل لري. د خدای(ج) په اولیاوو تل تنګدستي راځي. مصیبتونه راځي! خو دا څنګه مصیبتونه دي چی خلاصی نه لري.
ویل کیږي چی پاکستان ورته ویلي: کاناډا ته لاړ شی! استرالیا ته لاړ شی! ووځی!
یو مړ کیده بل یی سر ته پراټی کتلی!
مونږ چی جهاد کړی وو، کوو یی نو د پاکستان لپاره یی کوو. خو بیا هم په دی نه توانیږو چی رضا یی حاصله کړو.
طالب بیخ وویست! ځانونه یی سټ کړل! خو په حقانیه دارالعلوم کی ورته داخله نه ورکول کیږي. که داخله ورکړي بیا لیلیه نه ورکوي! که لیلیه ورکړي بیا یی ارام نه پریږدي. شپه ورځ ورته د جهاد ترانی غږه وي.
طالبان دی د یو سترګی مشر په سر قسم وخوري که زه درواغ وایم!
چی برق نه وي نو اوبه نشته. چی اوبه نه وي نو ژوند نشته! خو بیا هم د چارواکو غوا لنګه ده! احسان الله  د امنیت پخواني مشر ته به اوبه په ټانک کی ور وړي. شرافت د اطلاعاتو مشر، ته به اوبه په ټانک کی ورځي! محمود الحسن د تعلیم و تربیی ریس،  ته به اوبه په ټانک کی ورځي.
حاجی میرویس دامنیت پخوانی مشر، ته به اوبه په ټانک کی ورځي! قاری مومن د جماعت علمای اسلام مشر،  ته اوبه په ټانک کی ورځي! د غریب د مور...
په اوبو د غریبو ماشومانو بیخ ووت.  د کمپ له اوسیدونکو د روژی له پیل څخه دمخه ۱،۰۰۰ کلداری هم ټولی شویدي. شاروالی خلکو ته ویلی دي چی که بجلی وه او که نه وه دوی ته به اوبه رسول کیږي. خو اوس کیسه اش مفت است!
 د خرو د اتحادیی مشر عبدالوهاب یوه بوشکه په ۱۵-۳۰ روپی وړله. اوس به څه حال وي؟
د روژی ثواب یو پر دوه دی! هم ګرمي، هم روژه هم لوږه او هم تنده!
بس د تزکیی نفس پروګرام ادامه لري. ځانونه ورته میښی کړی. ګوریلا فوځیان به دا ځل له نصرت مینی په کفرستان(افغانستان) حمله کوي.
وایی جهاد، مسلمان ته عزت ورکوي. خو زمونږ دغه یی اوبه هم نشي راکولی. ښه خبره به دا وي چی کور کی حل وګورو. پاکستاني به مو همداسی کړه وي! همداسی به مو ځوره وي! همداسی به مو ذلیله وي!
هغه چی ای ایس ای خپل مشران ورونه بولي اوس دی مدد ته ورته ورسیږي. ملت ته هسی دوکه ورکړل شوی. د سعید یی څه غم! په ناروی کی ناست دی له هغه ځایه جهاد، مقاومت خبری کول اسانه دي!
د بهیر یی په ډګی! په اسلام اباد کی یی اړولي. ورځی څو جلسی له استخباراتو سره کوي نور فی امان الله!
قطب الدین هلال په حیات اباد کی چړچی کوي. دوی ښځي او روژه، هیڅ تکلیف نشته! د شپی قیام الیل او د ورځي د ایر کنډیشن لاندی خوب! عیش کوی، عیش!
د خدای(ج) دوستان خو دغه دي! هغوی چی وچ نهر کی دي، خودشان میفهمند!
پاکستان وایی چی ږیرور د بجلی ټیکدار ورڅخه په ملیونونو پور وړی دی! خو ټیکدار چی تقریبا نیم میتر ږیره لري دا خبره نه مني!  نه پوهیږم چی د ټیکدار په ږیره کی به د ملایکو پرځای څه شی ټالونه خوري؟
کابل کی حزبیان چی سرغنه یی دغه ارغندیوال دی. په چهاراسیا کی له حکومته په دی نوم ځمکی لاندی کړي چی حزبیانو ته به یی ورکوي!
په ننګرهار کی سباوون د مولوی اورنګی د کمپ څنګ کی ځمکی لاندی کړي چی حزبیانو ته به یی ورکوي. خو دوی پری خپل تجارت پیل کړیدی.
یوه ورځ می دسیاف ځوی ته ویل چی تاسو په ننګرهار کی ځمکی له کومه کړی؟ ویل چی جهاد مو کړی باید یو څو خو ترلاسه کړو.
سبا که دغه سپیره مهاجرین له نصرت مینی وباسي، په کابل کی به یی څوک غم خوري؟ د کډوالو وزارت، کابلی حزبیان که بل څوک؟
زامن د وچ نهریانو شهیدان شول، مزی یی مشرانو وکړلی! څومره چی ملت خرګری کوي، همدا به یی حال وي!!!
leekwal@yahoo.com