غزل

 اوس مې له خپلو سترګو کرکه لرم
چې ستا پر لور يې درکتلي ولې؟
زړه ته مې ډېره غوسه ځکه  راځي
داستاپه ياد کې يې ژړلي ولې؟
زما د غرور ستنې دې ماتې کړلې
تاته مې ولې يار ويلي ولې؟
ښکلي ګرم نه دي ملامت هم نه دي
دا خلک نه دي پوهېدلي ولې؟
له دومره درد او دومره غمه وروسته
لا مې ارمان نه دي ژړلي ولې؟
ژړا او غم مې دي د ژوند ملګري
شفيقې خلک خندېدلي ولې؟
۱۳۹۰ /۰۹/ ۱۹