
پنځم څپرکى
دشخصيت ټاکونکي (موثر ) عوامل
دفرد
فزيکي جوړښت او په ټوله کې دژوند چارپېريال او
ورباندې حاکم فکتورونه له هغو عواملو نه عبارت دي چې دشخصيت په تشکيل او تکامل کې موثر رول لري ، ددوو کسانو ترمينځ دهغوى دشخصيت اختلاف په دوو بنسټيزو عاملو ( بيو لوژيکي او محيطي ) پورې اړه لري ، ځکه خو
پوهانو له پخوا زمانو څخه دشخصيت په مطالعه کې ددغه دوو عواملو نوم راوړى دى ،
داچې په شخصيت کې دغه دوه عوامل زيات رول لري
نو اړينه ده چې ددواړو عواملو څخه هر يو په جدا ډول شرحه کړو .
١- بيو
لوژيکي عوامل : - دغه عوامل چې دلته کولى
شو ورته دارثي يا مورثي کلمه هم وکاروو دانسان
دشخصيت په ټاکنه کې خورا مهم رول لري .
په ورځني
ژوند کې موږ لومړى دانسانانو سره دمخامخ کېدو او کړو وړو په مهال
لومړى دهغه دبدني جوړښت په بڼې باندې حساب کوو ، ښکلې او زړه راښکونکې څېره
موږ ځانته ورکاږي ، او ددې برعکس قهرجنه او
وېرونکې څېره زموږ دکرکې سبب ګرځي
په بيو
لوژيکي عواملو کې تر ټولو اغيزمن عوامل چې دانسان دشخصيت په ټاکنه کې رول لري ،
دفرد روغتيايي وضعيت ، دفرد ظاهري قيافه او څېره ، دنړۍ دمادي او معنوي ښکلا وو په
وړاندې دفرد دهيلو ذاتي ميلان او سطحه ، چارپېريال ، عصبي سيستم ، ذهنيت ، استعداد
، او د بدن دداخلي غدو دتر شحاتو نوم اخيستلى شو .[1]
شخصيت ټاکونکي ټولنيز عوامل
١-دکورنۍ ټولنيز
چارپېريال : - کورنۍ لومړنى چارپېريال دى چې له زېږون وروسته دماشوم دشخصيت په
تکامل کې موثر دى .
کورنۍ ده چې ماشوم
دلومړي ځل لپاره دانساني اړيکو له کيفيت
څخه خبروي ، دډېرو ارواپوهانو په وينا دژوند لومړني څلور کالونه چې غالبا په کورني
چارپېريال کې تېرېږي ؛ زموږ د راتلونکي شخصيت دجوړونې لپاره دزېربنا او بنسټ مانا
لري ، ماشوم په کورني چارپېريال کې له اخلاقي معيارونو ، ټولنيزو ارزښتونو او
دانساني اړيکو له کيفيت سره اشنا کېږي ، دغه
تجربې ، کړنې ، ليدلورى ، دکسب ډول ، تحصيلي ارمان ، دسياسي لوري دټاکنې
اعتقادات ، او دهغه اقتصادي کړنلارې تر
يوې اندازې مشخصوي .
کورنۍ رنګارنګ اړيکې ،
له نورو سره دټولو اړيکو تجربې ، دهغه
هويت ته بڼه ورکوي ، دځان لپاره يو تصوير کاږي
چې ددې تصوير په اساس دځان لپاره راتلونکى شخصيت تشکيلوي .
هغه قضاوت چې ماشوم يې
دخپلو قابليتونو او محدوديتونو په اړه کوي دهغو معيارونو په اساس دى چې مور او
پلار يې هغه ته دارزښت ورکولو کار ترې اخيستى ، دبېلګې په توګه که چېرته والدين
دخپل ماشوم له علاقه منديو نه هر کلى وکړي نو معمولا ددې سبب کېږي چې ددوى ماشوم
هم خپل شخصيت سالم او سم ارزيابي کړي ، ددې برعکس هغه ماشوم چې دمور او پلار د اړيکې او علاقه مندۍ وړ ونه
ګرځي نو دماشوم شخصيت يې متزلزل ( ټکنى ) راځي .
ارواپوهانو غالبا له څلور ډوله کورنيو نه بحث کړى دى چې عبارت دي له :-
الف : ازاد خياله کورنۍ
ب : استبدادي کورنۍ
ج : مننونکې کورنۍ
د : شړونکې ( طرد ) کور
الف - ازاد خياله
کورنۍ :
دا کورنۍ هغه کورنۍ دي
چې له غړيو څخه يې هر يو دخپل ژوند په ورځينو کارونو کې مساوي او نسبتا
يو ډول حقوق او امتيازات لري ، ددې کورنۍ ماشومان
په خپلو افکارو او عملونو کې هم پوره ازادي لري او دکورنۍ اکثره غړي ددوى
عقايدو ته په درناوي قايل دي .
په همدې اساس په دې کورنيو کې ازادي دبې لارۍ او نامحدودې
ازادۍ په مانا نه ده ، بلکې په دې کورنيو
کې همدا راز نظم او نسق هم شته چې ديو ډول ځانګړو انضباطي اصولو تابع وي .
چې دې همدې نظم په
اساس ددوى دنامنظمو او خپل سرو اعمالو مخه
نيول کېږي .
هغه ماشومان چې په دې
ډول کورنيو کې روزل کېږي ؛ دخپلو همزولو
په مينځ کې ډېر کنجکاو ، ځيرک ، او نوښتګر وي .
ب – استبدادي کورنۍ : -
په استبدادي کورنيو کې تل له يو ډول قيدونو ، کنترول او نظم څخه پيروي کېږي ، همدا راز په کې
والدينو او مشرانو ته په بې له قيده او
شرطه درناوي زيات تاکيد کېږي ، او هغوى حکمروايي منل کېږي ، دکورنۍ غړي محبور وي
چې بې له څه دليل او نظر ورکولو دکورنۍ
دمشرانو او والدينو پيروي وکړي .
په دې کورنيو کې نه يوازې چې ماشومان په خپلو حقه حقونو څخه
برخمن نه دي بلکې غوښتنو او هيلو ته يې هم چندان پاملرنه او ارزښت نه وي ، دوى په
يو ډول نه يو ډول دمشرانو له خوا تر مراقبت او کنترول لاندي وي .
له تجربو نه داسې څرګنده شوې چې : هغه ماشومانو چې په دې ډول
کورنيو کې رالوېږي نو معمولا مطيع ، امر
مننونکي اما په اکثره برخو کې ددوى کړه وړه غوسه ناکه ( پرخشګرانه )
بڼه لري ، دوى په خپل ژوند او ورځينو چارو
کې دلازمې ازادۍ دنشتون په سبب تل دناهيلۍ
او نا رضايتۍ احساس کوي ، دخپلو ملګرو او هم لوبو تر
مينځ محبوبيت نه لري ، کينه کښ او
عقده ګير وي ، دنورو حقوقو ته درناوى نه لري ، دنورو دنيوکو په وړاندې بې پروا ، له عاطفي ثبات نه عاجز ، او بلا اخره
ټولنيزو او اخلاقي انحرافاتو ( سرغړونو )
ته ډېر ميلان څرګندوي .
بايد وويل شي که چېرته په استبدادي کورنيو کې تر يو حده عمل
وشي او ضمننا دخپلو ماشومانو حقونو ته په يو څه درناوي قايل شي ، يو څه نسبي ازادي
ورکړي ؛ نو په ټولنه کې به دجوړښت ( سازش
) له غښتلې قوې
څخه برخمن شي .
ج – مننونکې کورنۍ :
دا ډول کورنۍ هغه کورنۍ چې غړي يې په ځانګړي ډول مور او پلار
يې خپلو ماشومانو ته دځانګړو حقونو په ورکړه قايل وي ، په دې کورنيو
کې په لوړه کچه او ښه ډول د خپلو ماشومانو هرکلى کېږي او دخپل ماشوم روزنه دکورنۍ په تر ټولو مهمو دندوکې راځي ، هغه ته د ښوونيز او تحصيلي چارپېريال
په رامينځ ته کولو کې ډېره زياته هڅه او قلاقه مندي څرګندوي ، دهغوى مثبتې ځانګړتياوې بې له څه شرط
او قيده پالل کې او ستاينه يې کېږي ،
دمعلوماتو له مخې ددې ډول کورنيو ماشومان
زيات عاطفي وي ، دنورو حقوقو ته قايل
وي ، درناوى ورته لري ، له مدرسې ، ښوونځي
، زده کړې ،تحصيل او مطالعې سره زياته
مينه لري ، له خپلو همزولو او هم لوبو سره
ملګري، له نورو سره همکار او بلاخره دټولنې د يوه مثبت غړي په توګه ټولنې ته وړاندې کېږي .
د - شړونکې کورنۍ :
دا کورنۍ هغه کورنيو ته ويل کېږي چې ديو لړ مخفي او علني دلايلو په اساس دخپلو ماشومانو له وجود څخه راضي نه وي ، له زړه نه ورڅخه هر کلى نه کړي ، او ماشومان يې
ښه نه راځي .
په دې کورنيو کې ددې په ځاى چې دماشومانو روزنې ته پاملرنه وشي
، ناوړه عملونو ته اړ کېږي ، روزنه او
روغيتا يې له پامه وتلې وي .
دکورنۍ فضا دماشوم
لپاره له تهديد ، خشونت او غوسې څخه ډکه
وي ، دمهربانۍ څه څرک نه وي ، هغه ته
بدني ځور او لفظي تهديدونه دماشوم
دټولنيز ژوند ساحه محدودوي او زړه
تورى اموخته کېږي .
د لاسته راغلو پايلو
له مخې دا ډول ماشومان له چارپېريال سره دجوړښت په برخه کې له ستونزو او ګډوډيو سره مخ وي ، دژوند په چارپېريال او ښوونځي کې له بېلابېلو بڼو او حالاتو سره مخ کېږي ، ناوړه
کړو وړو ته ميلان او دانسان ضد کړه وړه په کې کله کله مشاهده کېږي .
٢-عمومي ټولنيز چارپېريال
:- له کورنۍ نه وروسته نور ټولنيز عوامل
له ګاونډيانو نيولي ، تر کوڅه والو
، کليوالو ، ښوونځي او دماشوم تر
همزولو او همعصرو ټول
دهغه د ټولنيز شخصيت په جوړولو کې موثر رول لري .
دخپلو هېواد والو ژوند ، دټولنې ، سياسي ، اقتصادي ، او ټولنيز نظام ، ښوونځى ، پوهنتون او نور فرهنګي مرکزونه هر يو په خپل نوبت سره د ماشوم په شخصيت جوړونه کې ونډه لري
چې کولى شو د عمومي ټولنيز
چارپېريال نوم ورکړو .
دعمومي ټولنيز
چارپېريال عوامل چې د شخصيت په بشپړوالي
کې موثر او مهم ګڼل کېږي
خورا زيات او مختلف دي ، خو دلا
اسانتيا لپاره به يې ځينې د بېلګې په توګه روښانه کړو .
١-دښوونځي او دعلمي مرکزونو چارپېريال : - دکورنۍ له ټولنيز ژوند او چارپېريال څخه وروسته
،جوماتونه ، ښوونځي ، اوعلمي مرکزونه
دانسان په شخصيت کې خورا مهم دي ، دښوونکو له ښوونيز چاپېريال سره د ښوونيزو
او روزنيزو څانګو اداري کارکونکي په يوه
بڼه نه په يوه بڼه دماشومانو دشخصيت بشپړوالي مرحله تر تاثير لاندې راولي ، په دې
مانا چې دهغوى کړه وړه ، کرکتر ، دفکر طرز
، دمعاشرې ډول ، اخلاقيات او هر ډول کړه
وړه يا سلوک چې هغوى يې په خپل کاري ژوند
کې څرګندوي ماشوم په تولنيز ژوند کې په
هغه اثر او اغېز لري .
٢- دټولنې ټولنيز جوړښت : - دټولنې ترکيب او جوړښت په ټوله کې دفرد په شخصيت موثر دى چې ځينې عمده
بېلګې يې عبارت دي له :
A-د ټولنې جغرافيوي موقعيت :- اوبه ،
هوا، غرونه ، ځړوبي ( ابشارونه ) طبيعي شتمنۍ
او مالي شتمنتيا ټول هغه فکتورونه دي چې
په مثبته توګه دشخصيت په غوړولو کې مرسته کوي .
B-دټولنې مدني وضعيت او ټولنيز ثبات : -
هر څومره چې ديوې ټولنې سياسي او اقتصادي وضعه په خپل مثبت مسير( لوري ) روانوي او له بله اړخه چې هرڅومره د ديني ، ژبنيو ، فرهنګي ، سياسي او
اقتصادي چاروکې ثبات او ډاډ موجود وي نو دشخصيتونو لپاره دټولنيزې ودې په
برخه کې هغومره زمينه په ښه ډول مساعده وي ، افراد په ريښتيني ډول دشخصيت دبشپړتابه مراحل طى کوي .
C- په ټولنه کې دافرادو دحقوقو رعايت :-عادات ، دودونه ، مثبت فرهنګي ارزښتونه ،
مطلوب اخلاقي معيارونه لکه په کارونو کې
ريښتينولي ( صداقت ) ، رحم او مهرباني ، ددټولنې دمشرانو دانسان دوستۍ احساسات او
عواطف په شخصيت او د تکامل مسير يې له
ماشومانو سره داړيکو په برخه کې خورا موثر دى .
دويم چارت
په شخصيت
باندې موثر عوامل
١-بيولوژيکي عوامل
٢-ټولنيز ( اجتماعي ) عوامل
بيولوژيکي عوامل
١-روغتيايي وضعه
٢-ظاهري قيافه
٣-استعداد
ټولنيز عوامل
١-دکورنۍ ټولنيز چارپېريال
٢- عمومي ټولنيز
چارپېريال
دکورنۍ ټولنيز چارپېريال
١-ازاد خياله کورنۍ
٢-استبدادي کورنۍ
٣-مننونکې کورنۍ
٤-ناراضه کورنۍ
عمومي ټولنيز چارپېريال
١-ښوونځى او علمي مرکزونه
٢-دټولنې ټولنيز جوړښت
- روانشناسي تربيتي
– داکتر رضا – سال ١٣٦٥ پشاور ص ٤٥ [1]