همدې تصویر ته !



څـــوک به وژنــــې او دچا لاره به نیــسې
دکوم ســـــــتړي بېــنوا لاره به نیــــسې

خپل تقدیر چـــــې بــې وزرونو درته راوړم
پوهېـــــدم چې دهوا لاره به نیــــــــسي

جل وهلي به دې خوځند سیوری څه کړي
اې لمرمخـــــیه درڼا لاره به نیـــــــــسې

تا نو چېـــرته دخوښـــــــــۍ زېری راوړی
خـو دناوې او دورا لاره به نیـــــــــــــسې


\"\"