
څلورم څپرکى
دشخصيت ډولونه
په
ټولنيز ژوند کې د انسانانو
دشخصيتونو پېژندل دژوند له مهمو اړتياوو ، معاشعرت ، ټولنيزو اړيکو او
دبشري ټولنو د يوه سم جوړښت او ترکيب څخه
شمېرل کېږي .
په ښوونځيو او همدا راز دښوونکو او مدرسو لپاره
د زده کوونکو دعمر په نظر کې نيولو سره ،
دبدن ظاهرې جوښت ته په پام سره دهغوى
دذهني انکشاف مرحلې ډېرې مهمې او دپاملرنې وړ دي .
دشخصيت
دمطالعې او اندازه کولو لپاره د مسئولو کارپوهانو له خوا په مختلفو
څانګو کې مختلفې لارې او وسايل
کارېږي خو موږ دلته دشخصيت د اندازه
کولو په وسايلو او ميتو دونو بحث نه کوو بلکې دشخصيت دډولونو لنډه پېژندنه او
وضاحت وړاندې کوو .
په ټولنيز
ژوند کې انسان له پخوا نه دې تمايل لري چې خپل همنوعه سره طبقه بندي کړي ، دې ته ورته زموږ په ټولنيز
ژوند کې هم دا دود شته چې وايو فلانى ښه
دى فلانى بد ، هغه باهوښه يا هوښيار دى او دا بل بې هوښه .
دانسانو يوه ډېره پخوانۍ طبقه بندي ديوناني طبيب
بقراط ( ٤٦٠- ٣٧٧) له خوا شوې ده چې په هغوى يې دمسلط ( حاکم ) مزاج له مخې
کړېده ، انسانان له دې اړخه په سودايي ، صفرايي ، دموي او بلغمي
ډلو باندې دهغه له خوا ويشل شوي دي
خو پوښتنه داده چې مزاج څه ته وايي ؟
(( مزاج
دشخصيت له انفرادي خصوصيت نه عبارت دى چې
دشخصيت فطري تمايلات ، مختلف هيجاني فعاليتونه ، عاطفي او رواني ځانګړې په کې
شاملې دي ))
دبقراط له
ويشنې پرته دنني عصر ارواپوهانو انسانان په مختلفو ډلو طبقه بندي کړي دي چې مونږ
به يې په لنډون دشخصيت درې طبقه بندۍ شرحه کړو .
١- دکرچمر
طبقه بندي ( ١٨٨٨-١٩٦٤ م )
٢- ديونګ
طبقه بندي ( ١٨٧٥-١٩٦٢ م )
٣- شلدون
طبقه بڼدي ( ١٨٩٩-١٩٦٨م)
_ دکرچمر طبقه بندي :
کرچمر يو
الماني عالم دى چې په مونيخ کې يې دطب په برخه کې دوکتوار تر لاسه کړې ، په ارواپوهنه کې يې له دې امله شهرت او نوم موندلى چې
افراد يې له بدني اړخه په څلورو
برخو وېشلي يا ډلبندي کړي دي ، دغه ډلې عبارت دي له :
الف - پيک
نيک ( Tthe pyknic)
:
په دې
ډلبندۍ کې شامل افراد عبارت دي له داسې شخصيتونو
نه چې وړوکي قد لري ، نسبتا چاغ ، دټيپ او مزاج له اړخه دکمو خبرو کړونکي ،
خسته کن او ټنبل ښکاري خو د ټولنيزو اړيکو او معاشرې له اړخه ډېر ښه ، زړه
راښکونکي او دنورو دعلاقې وړ وي .
ب - استنيک
( The asthenic):
په دې
ډلبندۍ کې شامل افراد په ټوله کې داوچت قد لرونکي دي ، نازک هډوکي لري ، دا ډول
اشخاص تل ډنګر او ضعيف ښکاري ، دوى اکثره له خلکو لرې ( ګوښه نشين ) او دخيال په
نړۍ کې چکر وهي ، تل په نورو نيوکه کوي او که ترې ګيله وشي نو زر عصباني کېږي
،حساسيت څرګندوي او غوسه ورځي .
ج -اتلتيک
(The athletic ) :
دا ډول
کسان دغښتلي وجود ، او عضلو يا په اصطلاح د ( چهار شانه ) وجود خاوندان دي ، دا ډول
افراد دسپورت سره ډېر تمايل څرګندوي ، په ټولنه او ژوند کې ددې ډول کسانو جوړښت (
سازش ) ډېر زيات وي او غالبا چې دنورو
دپاملرنې وړ هم ګرځي .
د – هايپو
پولتيک (The hypoplatic) :
دا ډول
کسان دجسامت له نظره خوار ضعيف او د ودې
له نظره ورو سته پاتې دي
نو له همدې اړخه له نورو سره دپرتلنې په وخت ځورېږي ، دغه کسان همدا راز
دټولنيزې ودې ( رشد ) له اړخه هم وروسته
پاتې وي او اکثره وخت دکمترۍ او حقارت احساس کوي .
٢-
ديونګ ډلبندي :
دوکتور
يونګ ( Dr. jung) يو له سويسي عالمانو څخه دى چې دخپلې
دوکتورا سند يې په (١٩٠٠) کال کې دبازل ( Basel) له پوهنتون نه دطب په څانګه کې اخيستى ، نوموړى دتحليلي
( څېړنيزې ) ارواپوهنې بنسټګر هم ګڼل کېږي ، څېړنيزه ارواپوهنه ( Analytical psy) دروان پلټنې يوه لاره او منظم کوښښ دى چې د دوکتور يونګ له خوا نه دفروئيد دروان پلټنې په
وړاندې مينځ ته راغلى .
ديونګ طبقه بندي دشخصيت له مهمو ډلبنديو
څخه ګڼل کېږي ، ديونګ په ډلبندۍ کې دقضاوت
معيار ټولنه ده او سرچينه يې معاشرتي کړنې
او ټولنيز کړه وړه دي ، چې فرد يې دټولنې
په وړاندې اختياروي ، ددوکتور يونګ په دغه
ويشنه کې چې تر ټولو مهمه سرچينه په کې ټولنه ګڼل کېږي ، افراد په دوو عمده ډلو ((
درون ګرا او بررن ګرا )) باندې وېشل شوي دي چې په لنډ ډول به يې شرحه کړو .
الف : درون
ګرا ( باطن پلوي ) Intro vert:
په دې ډله
کې شامل کسان تل په ټولنه کې خپل ليد لوري او احساساتو ته ځير وي ، اکثره دخپلې راتلونکي په اړه نګران او انديښمن ښکاري ، په دې مانا چې دوى له خپل
حال نه راتلونکې ته زيات نګرانه وي ، ټولنيزو اصولو او ارزښتونو ته درناوى لري ، او له وضع شوو قوانينو څخه
سترګې پټول ګناه ګڼي ، دوى تل رواني اسباب او عوامل او په ټولنه کې پرې حاکم
قوانين تر مطالعې او ارزيابۍ لاندې نيسي ، دوى تل د ظواهرو په تله کې له پرتلنې کار اخلي او دپديدو کورنۍ
اړيکې کشفوي ، ددې ترڅنګ دوى تل خپل ورځني کارونه
دپلان او نقشې له مخې تر سره کوي ، تل خپل درون ( وجدان ) ته پاملرنه کوي ، کمې خبرې کوي ،
ګوښه ګير وي ، او په مسايلو کې ډېر کم نظر ورکوي ، په رسمي دندو کې زيات مننونکي ،
دانضباط او دسپلين طرفدار وي ، دټولنې دخير ښېګڼې
لټونه په مثبتو بدلونونو کې لټوي .
ب – بيرون ګرا
( ظاهر پلوي ) Extravert:
په دې ډله
کې شامل اشخاص له هغه ډول شخصيتونو څخه
عبارت دي چې خپلې غوښتنې بې له څه انديښنې ا وستونزې مقابل لوري ته وړاندې کوي ، اقرار ته په انکار ترجيح ورکوي ، او ځانته په ژوند کې کومه غوټه نه پيدا کوي ، بيرون
ګرايان له خپله ځان او شخصي احساساتو
زياته پاملرنه دچارپېريال افرادو
او شيانو ته کوي .
بيرونګرا شخصيتونه تر راتلونکې حال ته زياته
پاملرنه لري او له خپل سرته رسولي کار نه زيات خوند اخلي ، دوى همدا راز دداخلي اړيکو په جوړښت ، دنړۍ په حس کېدونکو
پديدو او دشيانو ظاهري جوړښت ته ارزښت
ورکوي ، ديوه کار د اجرا کولو په وخت کې له پلان
نه بېړنۍ اجرا کيدنې ته زيات ارزښت ورکوي ، زر تصميم نيسي ، بېړنۍ پرېکړه
کوي او دخپل عمل عاقبت ته يې پاملرنه نه
وي .
په ټولنيزو
کارونو کې چې په هر ډول وي په کې دګډون پلويان
دي ، ممکن ددوستانو او ملګرو شمېر يې زيات وي خو په دې
حالت کې له کيفي ډاډ نه بې برخې وي .
٣- شلدون (Sheleon) طبقه بندي : _
شدلون يو امريکايي ارواپوه دى چې دشخصيت په
اړه يې ګڼې څېړنې کړې دي ، دى دشخصيت په
پېژندلو کې دانسان بدني جوړښت ته ارزښت ورکوي او بدنې جوړښت دشخصيت ښکارندوى ګڼي ،
دنوموړي عالم په مشاهده او څېړنه کې په زرګونو کسان په مختلفو شرايطو کې تر مطالعې
لاندې نيول شوي ، له هغوى نه يې تصويرونه اخيستي او له همدې اړخه يې سره ورته
انسانان طبقه بندي کړي دي ، له ډېر غور ، دقت او بررسۍ نه وروسته شلدون دې پايلې
ته رسېدلى چې بدني جوړښت ته په پام سره ټول اشخاص په دريو ډلو طبقه بندي کېدلى شي
؛ چې عبارت دي له :-
الف : اندو
مورفي (Endomorphy)
ب : ميو مورفی ( Meomorphy)
ج : اکتو مورفي : (Ecto morphy )
الف – اندو مورفی يا اندو مورف :-
شلدون او
سيتون (Stevens)
دافرادو په طبقه
بندۍ کې اکثرا دجنين بېژندنې علم له معمول
اصطلاحاتو نه کار اخيستى ، اندو مورفي
داندو درم (Endo derm)
له اصطلاح نه
اخيستل شوې ، اندو درم د جنين هغه برخه تشکيلوي کومه چې دامعا او احشا( ګيډه او
کولمې ) په برخه کې مهم رول لري .
دپورتنۍ
نومونې څخه دغه پايله په لاس راځي چې :
کوم چې
دګېدې او اړوندو برخو کې دزيات وزن او حجم لرونکي وي دشلدون په طبقه بندۍ کې داندو مورف په نامه يادېږي
، يا په بل عبارت چاغ او دبدنې جوړښت په لحاظ درانه اشخاص اندو مورف بلل کېږي .
اندو
مورفي اشخاص په خپل ټولنيز ژوند کې دښه
چلند ، خوش باورۍ او ضمننا په کې دراحت
طلبۍ ورحيه غښتلې او غالبه وي ، دغه کسان درواني حالاتو له نظره با عاطفه
، مهربان ، دښو اخلاقو او نرمې طبعې خاوندان وي .
ب _ ميرومورفي
يا ميزو مورف :
دمورف
اصطلاح له موزو درم نه اخيستل شوې ، موزو درم دجنين هغه برخې ته ويل کېږي چې د عضلاتو او اندامونو به جوړښت کې رول لوبوي ، په دې لحاظ هغه اشخاص چې دقوي عضلاتو څخه برخمن وي دشلدون
دطبقه بندۍ په اساس ميزو مورفي يا ميزو
موروف ورته ويل کېږي .
دغه کسان دجسامت له نظره
لدوړ قد لرونکي دي ، موزون ا وښکلى اندام لري ، دټولنيزو اړيکو له مخې فعال
او دکار خلک دي ، غښتلي ، با انرژي ، دټينګ هوډ لرونکي او په ورځينو کارونو کې
نسبتا کامياب دي ، اکثره ورزش کاران او سپورتي قهرمانان په دغه ډله کې شامل دي .
ج – اکتو
مورفي يا اکتو موروف :
هغه کسان چې راوتي او غښتلي هډوکي لري ،
او پوست يې نازک وي په دغه ډله کې شاملېږي
، په دې نوم يې دنومونې علت دادى چې دجنين پېژندنې په علم کې پوست ته (Ectoderm) ويل کېږي او هغه
کسان چې لطيف عصبي سيستم ، نازک پوست او
باريک هډوکي لري ؛ داکتو موروف په نامه يادېږي .[1]
اکتو مورفي
افراد په ټولنيز ژوند کې که څه هم ګوښه ګير وي خو
دپېښو او واقعاتو په وړاندې حساس
او بارک بين دي .
له دغه
تجربو او څېړنو څخه دغه پايله اخلو : هغه کسان چې دبدن او بدني جوړښت له مخې سره
ورته وي دا مانا نه لري چې درواني ځانګړنو
له اړخه به هم سره مشابه وي ، په دې برخه
کې څېړنې دوام لري چې تر څو حقيقتونه کشف
شي ، له دې اړخه دهرې ډلې رواني خصوصيات چې ورته نغوته وشوه مطلق نه بلکې په نسبي
ډول دي .
لومړى چارت
دشلدون طبقه بندي |
|
ديونګ طبقه بندي |
|
دکرچمر طبقه بندي |
|
دبقراط طبقه بندي |
اندو موروف |
درونګرا(باطن پلوي) |
پيک نيک |
سودايي |
|||
موزو موروف |
برونګرا ( ظاهرپلوي) |
استنيک |
صفرايي |
|||
اکتو مورف |
|
اتلتيک |
دموي |
|||
هايپو پلتيک |
بلغمي |
-روانشناسي تربيتي – تاليف ډاکتر علي شر لعتمداري – چاپ ١٣٦٩ هـ ش ص ٥٠٢ [1]