
وسیم سجاد، کابل
جولای ۲۰۱۲،۲۴
د سر خبری:
روهی می ځکه خوښیږي چی از دیګران متفاوت اند! خبرونه یی تازه او یو پیغام له ځان سره لري! له دی وجی نه، چی زما لیکنی خپره وي! زما او ددوی ترمنځ خو لانجه هم شته! تاسو هم پری خبر یاست چی ټولی لیکنی می نه خپروي. خو باز هم!
\"مشعل: یاسا پاکستان ته د جاسوسی په تور نیول شوی وو:\"
خبر وایی چی یاسا ژورنالست دی او د افغانستان په نوم کومه ورځپاڼه چلوي. د محقق په حزب وحدت کی دی. ورور یی د پاکستان په فوځ کی برتی دی.
دی د ملی جبهی چی مشري په پوزی کی خبری کوونکی مسعود ضیا کوي، غړیتوب هم لري. حکومت د جاسوسی په تور نیولی او بیا مشعل خان وایی چی په ضمانت مو خلاص کړی.
مشعل صاب زیاتوي چی یاسا به د ملی جبهی له هری غونډی څخه د مخه د پاکستان سفارت ته ځان رساوه.
دا وو خبر! نعیم نسیم بیا چک وا چوه. د نعیم نسیم په نامه د یو کس ډیر خبرونه په روهی کی لولم. تازه او ښه تفصیلی یی لیکي.
مخکی له دی چی په خبر تبصره وکړم؛ قبل از همه به ژورنالیست محترم حسین یاسا از صمیم قلب تبریکی میګم!
یاسا جان، حالی بخیر بُردي. ۲۸ ساعته زندان به درته ۲۸ کاله ګټه وکړي. یو خو پوره مشهور شوی. دویم دا چی سیاسی دوکتورا دی ترلاسه کړه.
زندان خو دسیاسیونو لپاره اسناد وي. تا که یک سیاستمدار زندانی نشود، اعتبار؛رسوخ پیدا کرده نمیتواند. تبریک باشد!
بله خبره دا چی ستاسو دغه ۲۸ ساعته ځکه ګټور وو چی تاسو د یو مهم هیواد لپاره خدمت ترسره کاوه. پاکستان! هغه هیواد چی له امریکی سره ډغری وهي. دغه هیواد په دی ۲۸ ساعتونو کی په دی پوی شو چی تاسو څومره مهم ځری یاست!
تاسو په دی ۲۸ ساعتونو کی دسیاست دوکتورا ترلاسه کړه! تاسو ته پرون شپه شبِ قدر وه! عاقلان یوازی پری پوهیږي.
افسوس پری پکار دی او کنه؟ د یو هیواد ژورنالیست استخباراتو ته کار کوي. پاکستان ته کار کوي. هغه هیواد ته کار کوي چی ملی جبهه بد تری وړي.
پاکستانی پولیس چی څومره رټلی، او مردار دی کیدای شي د نړی پر مخ بل څوک نه وي خو همدغه مردار زمونږ له ژورنالیست څخه غوره دی.
پاکستانی پولیس خپل پلار په اِن کونټر کیس کی وژني خو هندي مولا به تری تیر نه شي. خو دلته هغه چی په سر د پاکستان د دوښمنی تیږي وهي. نمانیش، دال خور را! هغوی بیا پاکستان ته یی پاکوي.
ما خو ویل چی د پاکستان د چوپړ ویاړ یوازی مونږ ته حاصل دی خو اوس هزاره برادري، تاجک برادري او حتی خام کله دوستم هم له پاکستان څخه اشرواد اخلي.
پاکستان څومره ستراتیژیک مخکی ځي. که سبا طالب څه کو...وازي وکړله چی بیا یی بدیل موجود وي—هزاره،تاجک!
راز هم دا دی. خلیلی پوری لکه له پاکستان سره لین د ګوړی چلوي. ګوری څومره تاجک یی ووژل خو د هزاره وو یو هم نه دی چیت شوی.
هغه ضحاک یی د امروتو په تول کی لاندی کړ. ضحاک د هزاره ګانو تر ټولو ستر مشر تیر شوی چی طالب یی په وینی لاس مردار کړی. تراوسه بل داسی څوک په دوی کی نه دی ښکار شوی او دلیل هم له چوړي سره د پیار دی!
بله دا چی ماته هزاره ګان له نورو ټولو ډیر هوښیار ښکاري. کرزی یی باید تری زده کړي. یو دا چی دوی پاکستان ته جاسوسي کوي ځانونه ساتي. قوم ساتي. خپلی هزاره منافع نه قربانی کوي.
زمونږ شنه وګوره، جاسوسی هم کوي. ځان هم وژني. کلیوال هم وژني. شی، شی تری لاړ او دین، دین! هزاره جاغوری وساته.
ټولټاکنی یی وګټلی. ډبل رول یی بله ګټه!!! هم پاکستان ته او هم یی ایران ته کوي! له امریکایانو سره له نورو ډیر ترجمانان هم دوی دي.
جونی یی هم په کرا ورکړي. کرزی خبر نه شي چی د نفاق په تور به یی مشعل ته حواله کړی وم!
څو ورځی مخکی می انجینر ته ویل چی کوم سایټ په بهسودو کی د کوچیانو په اړه لیکلي وو: کوچیهای پاکستاني خو خبر نه وو چی...
ورته تورونه په نجفی داوود چی وچ ډانکټر دی او د سلیمان یاري تر ټولو زړی لور سره یی واده کړی هم شته! نجفی په اوسنی کابینی کی د هوایی او ځمکنی چلند وزیر دی! نجفی خپله ښکلی ښځه د سلیمان یاری د لور په خاطر طلاقه کړه. سلیمان یاری ته بیا ولسمشر تره وایي! د سلیمان یاري برکتونه وو چی نجفی وزیر شو! کنه نور خو د مسعود ضیا او محقق ترمنځ وربشی هم نشي بیلولی.
له دی توره د ولسمشر د دفتر مدبر هم مبراه نه دی. مدبر د محسنی قوماندان وو. له محسنی یی طلاق واخیست او خلیلی ته لاړ. وچ انسان دی. د محقق په پلان وزارت کی ریس وو. بس الله(ج) ته یی چی څوک ورکوي نه وایی چی د چا ځوی یی!
ویل لقوم الذی ژورنالیستانهم جاسوس! داسی ځینی سټی شته چی ځانونه علما او د قرن څیری بولی خو پښه یی د کورني او باندنی امنیت له بړستنی را وځي. که چیری وخت یاري کوله په دی سټو به د مولانا په مرسته ور نازل شم!
د ملی امنیت ویاند فرمایی چی کس یی په ضمانت خوشی کړی! دی منطق ته وګوری. جاسوس هم په ضمانت خوشی کیدای شي؟ په داسی یو ملک کی جاسوس ته ضمانت شونی وي؛ نوره خو پسی سر نه ګرځوم! دا ځل کی چیری غټه شوړه برابر شوم، نو نه یی پریږدم!
نه پوهیږم له ټل-لندن فارغ شوی پخپل ځان عریضه کوي او که مونږ ورته احمق ښکارو؟ څو تلویزونونه هم پاکستان او ایران ته په جاسوسی تورن شوي وو. خو بیا وروسته سپین وختل. یاسا سبا سپین ونه خیژي.
له ټل-لندن فارغ شوی به سبا وایی چی خبری می چپه تعبیر شوی وی!!!
یاسا جان زود معین خواهد شدي! ترقی دی په مخ ده. یو بل څوک یی د جاسوسی په تور نیولی وو، څومره ښه تصادف هغه هم ژورنالیست، کیسه لیکوال او مولا وو!
اوس یی کبر د قزل ارسلان اسپ هم نه شي وړلی!
حکومت د یاسا په نیولو سره له یوی خوا د ضیا جبهی ته دویمه ضربه ورکړله. یو ځلی یی د سیاست فاحشه نجیب کابلی تری جدا کړ او دویم ځلی یی په یاسا خرابه کړه.
له بلی خوا یی ملی جبهی ته هم د انډیوالی لاس وغځاوه چی یارانو دغه هزاره برادری مو ټول رازونه پاکستان ته افشا کوي؛ زمونږ خو ورونه یاست چی....
پیام اخری به یاسا! یاسا تا غوره لار نیولی؛ له نر ګاونډي سره یاري کوي! پاکستان د هیچا د خدماتو فراموشوونکی نه دی! خو لږه بی عقلی دی کړی کنه ...
\"په برما کی یی بودایان نه پریږدي او په بنګله دیش کی مسلمانان\"
نو خبره ښکاره ده: مړه دی شي! طارق عبدالرحمان خو همداسی کړي وو. که صابر وي نو له بوینو بودایانو سره لانجه سخته نه ده!
که منتظر وي چی حجاج بن یوسف به یی غږ اوري؛ محمد بن قاسم به یی دفاع ته راوځي! کوم شاه ولی الله به یی احمد شاه بابا ته کیسه لیکي نو کیسه اش مفت است!
بله خبره دا چی فیس بوک کی دومره کمپیان څه مانا! دوی به خو شهیدان شي! بودایی نه پریږدي.
مونږ پسی خو خپلو مسلمانانو راخیستی. بیخ یی را وویسته! مونږ به څه کیږو، مردار که شهیدان؟
\"په عراق کی مرګونی ورځ\"
عراق کی لا هم جهاد لکه ادامه لري. بانه امریکایان وو. هغوی خو اوس ووتل نو دغه چاودنی بیا نو څه؟
بار، بار ګفتیم که: فبای ذنب قتلت!!! ته به څوک ځواب وایي؟ بس د انتقام جګړه ده!
پرونی سنی چی په واک کی وو اوس نو شیعه نه پریږدي! دغه خرپ، ترپ به ادامه لري.
میندی دی زامن زیږه وي دوی به یی ورته وژني! که جنتي وو جنت او که جهنمی وو نو جهنم ته به ځي!
\"ولادیمیر پوتین د انجو ګانو قانون منظور کړ: \"
قانون به سیاسی غیردولتی اداری تر حکومتی کنترول لاندی راولي.
خبر وایی چی ددی قانون په عملی کیدو به هغه اداری چی له بهرنیو فنډ اخلي، کابو شي.
دلته په چورستان کی خو هم دا حال دی. ګوندونه یی اخلي؛ ولسمشر یی له بیرونه را نیسي. کاندید یی له بیرونه اخلي. کمپاین پری کوي!
که قانون جوړ کړي نو چارواکی به په ځان عریضه کړی وي!!!
\"مصر یو پخوانی وکیل د بداخلاقی په تور زندانی شوی:\"
دلته خو یی هم پرون وو که آبله ورځ چی کوم مولا یی په بالفعل ډول په سمنګانو کی پرتوګ ښکلی نیولی. دیموکراسی دي. د مولایانو پادشاهی دی.
مخکی به یی چڼي کول اوس یی خبره لږه څه پراخ بنسټه کړی. مولا مثل بنیادم مبیاشد! دل دارد،
ګُرده دارد! خو دا چی ټیکه داري یی نه کوله، نور پری اعتراض نه وو.
\"پاکستان اته میاشتی کیږی چی کتابونه درولی دي.\"
په مونږ یی څه. زه وزیر خو زوی نه لرم. لور نه لرم. او دا نور یی خو بیا په تاجکستان کی کرونده کوي.
خو غصه می په دی راځي چی ددی وزارت زیاتره کارمندان یی له پاکستان سره پالي. نو دغه پالل بیا څه مانا لري؟ یک ناز تان سرش نمی چله؟ بیخی عجوبه ده! نه یی معین استعفی ورکوی او نه یی هم وزیر! دوی هوښیار خلک دی وایی چی زه هم لری شم، بیا به هم دا حال وي. ادامه بتی!
\"مکرجی د هندوستان ۱۳م ولسمشر شو: \"
\"مکرجی ۵ فټه دی چی د خبرو پرمهال له کټکي ګټه پورته کوي ترڅو په دریځ ښکاره شي. \" خبر به تاسو لوستی وي؛ وایی ولسمشر ګوټکه دی. قد یی ټيټ دی! خبر والا هم کوشش کوي یو شی جالب کړي.
یاره خبره په قد کی نه دی! خبره په سر کی دی. وایی که سر یی د مچ هم وي، ټاکلی یی شی! همدی فارمولی ته په کتلو، طالبانو یو سترګی خپل مشر کړی وو. مطلب دا چی عدالت او انصاف تامین وي!
\"افغان فوځي اعدام شو!\"
عبدالصبور به اعدام کړی خو کاروان به یی ادامه ولري. ته به نن شپه ښځی ته څه وایی، غټه؟ رمز فیلډ ویل چی اوس له ښځی سره نشم مخامخیدی! چی ومی وګوري وایی هغه اوږد اوسامه مو څنګه کړ؟
د رمز فیلډ ښځی احساس درلود. تعلیم یافته به وي؛ دی څه دی چی ښځه به یی وي. دلته خو هسی هم د ښځی عقل په پونده کی وي. د رحيم وردګ خو بیخی په بوټانو کی!!!
ښځی به یی کله هم تری نه وي پوښتلی چی د زنګ اباد د پیښی په قاتل څه وشول؟ که پوښتلي یی وای نو اوس به عبدالصبور نه اعدامیده!!!
leekwal@yahoo.com