د عمومي ارواپوهنې آرونه (دریم څپرکی)

 \"\"
دريم څپرکى
دشخصيت مفهوم
 
   دشخصيت کلمې له پېړيو پېړيو راهيسې دپوهانو او پلټونکو انسانانو پاملرنه ځان ته  را اړولې  ، شخصيت   دارواپوهنې په علم کې تر ټولو پېچلې او بحث پارونکې او په عين حال کې زړه راښکونکې  او مهمه برخه  همدغه شخصيت  دى ، بشري علومو په ځانکړي توګه دټولنيزو علومو څانګو په څپلو څېړنو کې په يوه ډول نه يوه ډول دشخصيت  دموضوع شرحې ته اشاره کړې ده  او کوي يې .
     په شخصيت دمطالعاتو اساسي محور ، چارپېريال  ، طبيعت  او په بشري طبيعت پورې تړلي ټول ټولنيز عوامل دي ، نو ځکه خو څېړونکي  دغه پېښو او په ځانګړې توګه دانساني طبيعت پېچلو او دڅېړنې وړ ټکو له بېلابېلو پوښتنو سره مخ کړي دي .
کله چې له شخصيت څخه خبرې  کېږي نو  ديوه فرد ځينې  ځانګړېتاوې په نظر کې نه نيول کېږي ، بلکې موخه ورڅخه په فرد کې په کلي توګه ټول موجود صفتونه دي ، همدا راز دشخصيت په مفهوم کې  ديوه فرد ټول هويت  ياني ټولې هغه ځانګړتياوې  چې دبل فرد نه پرې بېلېږي  نغښتې دي ، په دې مانا چې کله هم دوه انسانان داسې نه شو پيدا کولى چې دشخصيت له اړخه يې دې ټول صفتونه او ځانګړتياوې سره يو ډول وي  .
دشخصيت محسوسيدونکو  اړخونو ته په پام سره چي  له پخوا نه ورباندې   دځينو لارو او وسايلو په اساس دشخصيت  تلنه کېده ، ځينې داسې اړخونه هم شته چې په اسانۍ سره پرې شخصيت نه شي  ارزول کيدلى  لکه داروګانيزم ( ژوندي موجود ) کورني محرکات او انګيزې .
که هر څومره د هر فرد شخصيت له ځينو صفاتو او ځانګړتيا وو  نه جوړ شوى  خو په فرديت کي يو انسان شته چي په ټوله کې  ديوه انسان هويت ته له بل سره تغير ورکوي ، دهغه اهميت او ارزښت له مخې  چې يو صفت يې دپرتلنې له نظره پيدا کوي  ؛ کله هم يو له بل سره ورته نه دي .[1]
پوهانو دخپلو مطالعاتو ، ځانګړو نظريو  او ټاکلو اخيستنو له مخې چي دشخصيت په اړه يې کړې ، شخصيت ته هم بيلابيل تعريفونه او تفسيرونه ورکړي ، دبېلګې په توګه دارواپوهنې په يوه کتاب کې شخصيت په دې ډول تعريف شوى دى :
(( شخصيت دفرد له يو ډول ځانګړتياوو ، سلوک ، رواني وضعيت ، علاقو ، استعدادونو ، وړتياوو او جوړښت څخه عبارت دى چې دټولنيزې او ضاع سره بې دجوړښت له لحاظه به نظر کې نيول کېږي .))
په يو ه بل ځاى کې دارواپوهنې دعلم له نظره شخصيت  ډېر په لنډه توګه په دې ډول تعريف شوى دى:
(( شخصيت ديوه فرد له ټولو خصوصياتو څخه عبارت دى ))
  ددغه کړو تعريفونو په اساس ، هر څوک چې په هر علم کې وي ، په هر موقعيت کې دشخصيت لرونکى دى او دغه اصطلاح يوازې دفرد دغښتلو يا مثپتو خصوصياتو په ستاينه کې نه شو کارولى بلکې په شخصيت دبحث او خبرو په مهال ديوه فرد ټول صفات او کلي مشخصات  په نظر کې نيول کېږي .
دشخصيت کلمه لاهم دارواپوهنې دعالمانو ترمينځ  يوه دبحث وړ مسله ده ،په دې مانا چې ارواپوهانو دشخصيت دتعريف په مسله کې تر اوسه هم ديوه واحد تعريف په وړاندې کولو موافقه نه ده کړې  .
دبېلګې په توګه ګليليفورد (Guilfordjoy paul) -1894-1965م امريکايي ارواپوه  يې په  لنډ  ډول ديوه فرد دځانګړو خصوصياتو ټولګه ګڼي ، ځينې نور پيا وايي چې شخصيت دټولو هغو ځانګړتياوو ټولګه ده چې يو فرد يې له چاپېريال سره دجوړښت په مهال اختياروي  يا وايي چې :(( دهر فرد شخصيت هغه څه دى چې په هغه کې شته ))
سره ددې چې ديوه واحد او قانع کوونکي تعريف موندل چې ټول پوهان قانع کړي سخت دى ، په دې چې دشخصيت ټاکل دانسان لپاره مختلف او پيچلي کړه وړه او سلوکونه په بر کې نيسي له بله اړخه دهر فرد کړه وړه  دزمان او مکان په تغير سره بدلون مومي ، همدغه پرلپسې پېچلتياوې او بدلونونه يو ارواپوه دواحد او نسبتا ثابت تعريف  په پيدا کولو کې له خورا ستونزو سره مخ کوي ، خو بياهم ګڼو ارواپوهانو  ديوه امريکايي ارواپوه الپورت (Allport T Gordon ) -1897-1967 وړاندې کړى نسبتا جامع تعريف منلى دى الپورت وايي : شخصيت يو لارښودونکى سازمان دى  چې  د انسان په درون کې ديوه ځانګړي او بې انډوله سلوک  ، چې په ترکيب کې يې رواني او جسمي سيستونه شته  ، له چارپېريال سره دجوړښت لورى ټاکي ؛ تشکيل شوى دى .
 ددغه پورتني تعريف په اساس له سازمان نه مطلب دادى چې انساني ارګانېزم (ژوندى موجود ) تل فعال وي ، غير فعال رفتار نه کړي ، د ارګانېزم دغه فعاليت په يوه نظام او خاصه اډانه کې صورت نيسي  او ټول فعاليتونه په يوه ځانګړې همغږۍ کې يووالى پيدا کوي .[2]
 
                                                                       د شخصيت پيل
 
     دډېرو پوهانو په نظر دانسان شخصيت له پيدايښت نه دعمرم ترپايه دتکميل کېدو په حال کې دى ، چې په همدې دليل کله هم دامکان نه لري چې ثابت او نه بدلېدونکي حالت بڼه خپله کړي .
په کلي ډول د افرادو شخصيت ددوو عواملو تر اثر لاندې دى چې يوه ته يې ارثي ( پيوژنتيک ) او بل ته يې محيطي  يا ( سوسيوژنتيک) ويل کېږي .
 دايو حقيقت دى  چې له موږ خخه به هر يوه کې دخپل پلار او نيکونو ارثي خاصيتونه پاتې کېږي لکه دپوست رنګ ، دبدني جوړښت او هډوکو ډول ، قد ، څېره ، رنګ ، ويښتان ، او داسې نور چې دا ټول ارثي بڼه  او ريښه لري ، او ديو لړ ځانګړنو په اساس دفرد په شخصيت کې  تاثيرات  لري .[3]
     هر کله چې يو ماشوم دلومړي ځل لپاره له پېښو او ستونزو  ډکه نړۍ کې سترګې وغړوي سر له همغه شېبې نه له  ګڼو پېښو ، او محرکاتو سره مخ کېږي چې هره يوه يې دشخصيت په تکامل ( بشپړوالي ) کې خورا تاثير لري ، دبېلګې په توګه له ماشوم سره دمور اړ يکې ، له ماشوم سره دکورنۍ دغړو اړيکې ، دکورنۍ دغړو اړيکي په خپل مينځ کې ، له ټولنې سره دانسانانو ټولنيزې اړيکې ، دټولنې فرهنګي ارزښتونه ( مطلوب ، نامطلوب )  داټول دشخصيت په بشپړتيا کې ماثر دي .
دفرد ټولينز ( اجتماعي ) شخصيت دهغه بيولوژيکي ارزښتونو ا وځانګړنو ته په پام سره په ټولينز ژوند کې پېلېږي او په دې بهير کې ښوونه ، روزنه ، او زده کړه ادامه پيدا کوي او دتکامل خواته ځي .
 دنوي زېږېدلي ماشوم څخه لومړى عمل چې له پيدا کېدو وروسته يې ترسره کوي دهغه ژړا ده ، ماشوم دنوې زېږېدنې دورې له تېرېدو او دڅو اونيو په  وتلو له هر ټولنيز موجود سره مينه پيدا کوي  چې په وړاندې يې ورڅخه بېلا بېل اعمال ظاهرېږي  ، له نوې نړۍ سره په ښه ډول جوړښت  مومي او په ښکاره ډول ليدل کېږي ، په دويمه مياشت کې له ځانه چټک او نسبتا منظم حرکتونه اجرا کوي .
 چارپېريال دانسان په شخصيت کې دومره رول لري چې هېڅکله هم ورڅخه سترګې نه شو پټولى ، دژوند چارپېريال څېړونکو د چارپېريال فرهنګي او ټولنيز اړخونه دشخصيت په تکامل کې مهم ګڼلي او په بار بار يې ورباندې ټينګار کړى ، دټولنيزو  عواملو اثر په يوه ماشوم کې له زېږون وروسته سمدستي  پيلېږي او بې له دې چې پرې شي دټول ژوند په اوږدو کې دوام مومي .
 ماشوم ديوې مياشتې په عمر دومره کېږي چې دټولنيزو عواملو په وړاندې ځواب او عکس العمل څرګند کړي ، تر ځان مشرانو او دلوړ عمر خاوندانو ته وخاندي او کله چې ورسره اړيکه نيسي يايې اخلي نو ارامېږي ، دانسان او بل موجود دغږونو ترمينځ توپير کولى شي ، دګوردن الپورت په نظر چې کله ماشوم دڅلور مياشتو شي نو ديادولو وړتيا په کې پيدا کېږي او دې اندازې ته رسي چې ځينې جوړښتي عادتونه او صفتونه په کې پيدا شي او کله چې دخپل لومړني کال نيمايي ته ورسېږي نو په ښه ډول سره دوستانه ، مينه ناک او کرکجن غږونه بېلولى شي ، دچارپېريال په وړاندې ځانګړى دريځ او غبرګون ښيي .[4]
 ماشوم دخپل لومړي کال له پوره کېدو نه وړاندې نه شي کولى په يوه ټاکلي وخت کې ديوه ماشوم نه اوچت غبرګون وښيي ، د (٣-٦) کلنۍ پورې په ماشومانو کې ددې وړتيا پيدا کېږي چې درې کسيزې او څلور کسيزې ډلې جوړې کړي ، ډېر بيا په دې عقيده دي چې هرکله ماشوم حان ته د ( زه ) کلمه وويلى شوه نو ددې کلمې په ويلو سره دى دخپل ځان لپاره دشخصيت غوښتنه کوي او په حقيقت کې ځانته  د زه ويل دهغه دشخصيت پيل دى خو بيا  ددې ترڅنګ بايد د ( ته ) کلمې ديادولو زمينه ورته جوړه ا ومساعده شي چې دا بيا دنورو افرادو  او شخصيتونو دخپلولو څخه نماينده ګي کوي .[5]
 
 

- اصول روانشناسي – نرمان – مان – ترجمه محمود رضاعي – چاپ٠١٣٧٠هـ ش ص ١٧٣)[1]
-روانشناسي رشد – مولف داکتر حسن احمدي – چاپ تهران ١٣٧٠هـ ش (٦٥-٩٤) ص[2]
-روانشناسي رشد ، مولف داکتر حسن احدى –چاپ تهران (١٣٧٠-هـ ش ) ص (٦٥-٩٤ )[3]
-اصول روانشناسي – نرمان – مان – ترجمه محمد رضاعي ، چاپ ١٣٧٠ ص ١٦٥[4]
-اصول ومباني روانشناسي – ترجمه عنايت – چاپ ؟ ( ١٢٦ ص ) [5]