بی خونده خبری(۷۴): طب پوهنځی دې لغوه؛ طبيب دی محاکمه شي!!!

\"\"
وسیم سجاد، کابل
جولای۲۰۱۲،۲۴
پرده اول:
ولسمشر په دی وروستیو کی فرمایلي چی د دوو پوهنځیو ژبی دې بهرنۍ شي. یا پښتو، یا فرانسوي یا هم انګریزي!
پاړسک په دی جدی غبرګون وښود. پاړسک وایی چی کرزی په خپل دی کار سره غواړي د علم و ادب ژبه له منځه ویسي.
دوی وایی چی ورته اقدام یو بل فاشیست چی نادر خان نومیده هم کړی و. مونږ خو په دی کی څه نشو ویلی ځکه چی کیدای شي په دی کار سره زمونږ ژبه هم کومه رایه خپله کړي او د باندنیو ژبو په قطار کی د طب پوهنځي او یا هم انجینری ته لار پیدا کړي.
پرده دوم:
پرون می یو ډاکټر ټولګیوال راغلی و. دی می په ښوونځي کی ټولګیوال وو. ما او ده سخت رقابت سره درلود. زه اول نومره، دی دویم؛ دی اول نومره، زه دویم، کله دریم!
ډانکټر صاب نوی واده کړی؛ خپله مجاهد خو ښځه یی د کوم کمونیست لور ده! مجاهد ډانکټر یو څه خوښ ښکاریده؛ یو ډول مفتخِر هم!
پرون یی زنګ را ووهه، ویل یی درسره ګورم! ما ویل په دی کی خو څه حرج نشته! نه چای خوري، نه شربت؛ ډوډی یی خو پلار هم نشي غوښتلی؛ روژه ده !
ډانکټر ته می وویل چی یاره څه شي پسی له ننګرهاره راغلی یی؟ ویل یی وظیفه لټوم! څو ځایه واسطی شته؛ کار به وشي انشاالله!
پرده سوم:
ډاکټر په خبرو کی لږ غوصه شو؛ کله به یی وخندل؛ ویل یی شل کاله می درس ولوست! اوس راته وظیفه په اسانی نه موندل کیږي. ما ویل یاره کوم پوست ته دی درخواستي(Apply) کړی؟ یو اداري پوست دی! تاسو خو طب لوستلی؟ طب، مدیریت، کمپیوټر، اډاب پوټوشاپ؛ فیننشل منجمنټ!
زه: په دی دومره مضامینو دی څه کول؟
ډانکټر: ولا څه وکړو، زمونږ په رشتی کی پیسی نشته!
زه: معاینه خانه خلاصه کړه.
 
ډانکټر: عمرونه مو کم دي؛ څوک راباندی باور نه کوي!

پرده چهارم:
یو وتلي ناول لیکوال احمدی صاب لیکلی وو: څلورو کی یو!
خو په لسو کی هم یو نه پیدا کیږی. ډاکټر ته چی هسی هم سړی لاړ شي نو مریض بی له دی چی ګولی یی وخوري، شربت یی وخوري؛ رغیږي ځکه چی د ډاکټر له خوی، صفایی، اخلاقو مریض دومره متاثره شي چی دوا ته یی حاجت نه پیدا کیږي.
دلته چی کوم زمونږ ډانکټر صاحبان دي په دی ټولو کی یی ماته خوړلی.
پاکستانی طبیب به درته د عبادت توصیه کوي. یاره یو ویک په تبلیغ کی ولګاوه، الله (ج) به دی ټینشن ختم کړي. دلته خو درته وایی: روزه را بخو. ختم استي! چی ختم نه وی هم ختمه وي دی.
پاکستانی ‌ډاکټر به سپین ږیری ته هم وایی: یاره بابا ځوان یی. رک روغ یی! هسی دی زامن کړولي! بابا نیغ شي. انرژی واخلي!
زه یو ځلی شدید مریض وم؛ شهرنو کی چا راته کوم مشهور لابراتوار او ډانکټر وښودل. ورغلم. خو مخکی له دی چی ډانکټر ته لاړ شم؛ هغه کس چی زه یی ډانکټر ته راجع کړی وم وویل چی دغه ټسټ له ځان سره وروړه. ځکه زما لارښود هم ډانکټر وو. لابراتوار ته چی لاړم؛ د دوړو کمی نه وو؛ بیرو بار له لاسه، پښه نه ځاییدله.
د لابراتوار صفایی می چی ولیدله؛ زړه می تور شو. ما وی ولا که وینه معاینه کړم. لاړم! دواخانی والا ته می خپل مشکل ووایه. دوا یی راکړه؛ اوس هم ښه یم!
پرده پنجم:
ما یو ځلی له استاد سره جنجال وکړ. استاد په یولسم ټولګي کی وویل چی هلکانو هسی طب، طب کوی. دومره طب چی ډانکټران پری پوهیږي، زه هم پری پوهیږم. چیرته مولایی ووایی. تاسو خو چی بند شی نو یا مریض هندوستان ته لیږی او یا هم پاکستان! تراوسه مو کوم مولا لیدلی چی امت ته یی فتوا له مصر او یا هم سعودی غوښتی وي؟
زه ورسره نیغ شوم! ما ویل داسی ډاکټران هم شته چی نوم یی له ډیرو مولایانو وړاندی راځي!
ما ویل: سینا!
ده ویل: هغه باندی خو د کفر اطلاق هم کیږي.
زه چی جذباتي وم، ومی ویل چی داسی مولایان هم شته!
استاد وویل: ودریږه
ولاړ شوم! او سخت تاسکی زد! له ټولګي یی پښی توری وویستلم!
اوس چی دغه ډانکټران ګورم او د استاد څپیرړه را یادیږي نو وایم چی بیشکه یاره! استاد په رښتیا وو. صدقت یا استادی!
که سر درد وی نو: Optalidon
که جوسي (اسهال)، نو: Metodin DF
که تبه، ځان درد: پړانګ چاپ
له دی چی مریضی پورته شوه، نو نه زه پوهیږم او نه هم افغان ډانکټر! زمونږ یو رک روغ خپلوان ته یی ویلی وو چی سرطان یی. په رښتیا سرطان شو؛ مړ شو!
په لابراتواري معاینی خو بیخی نه پوهیږي. ظالمان اوس درته RMI, CT Scan لیکي. که ورڅخه وپوښتی چی تا په ټول کابل پوهنتون کی دغه شیان لیدلي وو؛ پوهیږی چی څنګه یی ونیسی؟
پرده ششم:
کل سری دی چی ولیده، نو پوی شه چی ډانکټر دی! که کوم یو یی نه وو هغه نو بیخی تنبل هغه یی دی! چی هیڅ درس یی نه دی ویلی!
وچ دی چی ولیده، نو ډانکټر دی! سم لکه دولتی مامور!
امریکایانو سره زیاتره ترجمانان یو وخت ډانکټران وو. په موسسو کی زیاتره د فینانس والا ډانکټران وي؛ اوس خو د سیاسی چارو کارپوهان هم لري. د دوکاندار او یا هم د street boys غوندی نظر به ورکوي. سړی حیران شي چی سخت بی شرمه قوم یی. سیاست مو لوستلی چیری دی چی نظر پری ورکوی. کوم یو یی خو بیا جیګ شي کتاب هم ولیکي: وقتیکه نی ها ګل میکند! څنګه ښه مدیر شو! د لیډرشپ نظریات به وړاندی کوي!
پرده هفتم:
محاکمه او محکمه او میکمه می ځکه ویلي چی له طب پوهنځی خو د کار ډانکټر را ونه وت نو اړتیا یی هم نشته چی د بیت المال پیسی پری نوره ولګیږي. یا دی نصاب وربدل شي. دغه اوسني استادان دی ور لری شي او یا دی نوره نو دروازی ته قفل واچول شي!
ډانکټر د محاکمی می ځکه ویلي، وقتیکه ۸ت سال پول بیت المال سرتان خرچ میشود، او بالاخره در څخه ترجمان جوړیږي بی شرمه! نو خو له مخکی به دی همدی کار ته بډی وهلی وی. هسی خو هم په کورس کی د انګریزی استاد وی! نو د ملت ۸ کاله پیسی دی ولی ضایع کولی؟
نوټ: داسی نور پوهنځی هم کابل پوهنتون کی شته چی نام دارد خو نان نه! له انګریزی به فارغ شوی وي، خو په ټکی انګریزی به نه پوهیږي. بیا به د انګریزی یو کلن کورس وایی! سیکالوجی به یی لوستلی وي خو خپل ځان به نه پیژني!
په دوی کی اوس هم د مولایانو بري دی! هغوی ماسټرا افر کوي! بلا دی مولایان!!!
هیله ده چی ډانکټر برادری نه وي کړیدلي!!!
چیزیکه حقیقت است؛ حقیقت تلخ است!!!
leekwal@yahoo.com