
د روان میلادي کال په لومړیو کې یو افغان سرتیري له خپلو هیوادوالو سره د بهرنیو سرتیرو د ظلم او زیاتي له امله خپلې هیوادني مینې اړ کړ چې د فرانسوي ځواکونو په یوې ډلې برید وکړي، په دې برید کې څلور فرانسوي سرتیري ووژل شول او پنځلس نور ټپیان شول.
دغه افغان سرتیری د نورو سرتیرو لخوا ژوندی ونیول شو او د ملي دفاع وزارت سره د بند شپې ورځې تیروي. څو ورځې مخکې ملي دفاع وزارت اعلان وکړ چې عبدالصبور نومي افغان سرتیري ته یې له دې امله د اعدام سزا واوروله چې په خپل هیواد کې یې بهرني سرتیري وژلي دي.
دې سرتیري ته په داسې حال کې د اعدام سزا واورول شوه چې تر دې وړاندې څو ځلې بهرنیو سرتیرو ګڼ شمیر ماشومان، سپین ږیري او نور بې ګناه افغانان په بې رحمۍ وژلي دي. او آن تر دې چې یو امریکايي سرتیري په کندهار ولایت کې شپاړس بیګناه افغانان ووژل،هغه اوس په خپل هیواد کې ازاد او ډاډه ګرځي، هیواد یې یوازې د یو قوماندان په خولې بښنه وغوښتله په داسې حال کې چې دغه افغان سرتیري په خپل هیواد کې د دوی لخوا د ملکي کسانو سره د ظلم او زیاتي په بدل کې څلور فرانسوي سرتیري ووژل ولې اوس ورته زموږ د انسان دوسته او په رښتیني دیموکراسۍ ولاړ نظام لخوا د اعدام سزا واورول شوه.
د ډیموکراسۍ د ټیکه عجیبه د برابري او عدالت قانون غوښتونکي دي چې ما وژني بښنه غواړي او چې زه یې وژنم اعدامیږم.
بلال
کابل