
بینوا پښتو ویبپاڼه کی می یو مطلب ولوست چی عنوان یی وه (جنرال امین الله امرخېل د تقدیر وړ افغان دی) پدی لیکنه کی محترم امر خیل ته ډیر د غیرت القاب ډالی شوی وو.
زه کوم لیکوال نیم چی د یوی لیکنی لپاره لومړی یوه مقدمه ولیکم او بیا اصلی مطلب نو زه نیغ په نیغه خپل مطلب او اصلی ټکی لیکم که چیرته زما په املا او یا جمله بندیو کی کومه تیروتنه وی نو مخکښی دمخکښی نه بښنه غواړم.
محترم امرخیل صاحب وایی چی زه دده چمتواو تیار وم او امکانات می هم درلودل چی دی سوک ځواب په سوک ورکړم خو ماته اجازه نوه شوی
دی خندا خبره ده هغه ځکه چی ده ته هغه وخت دا اجازه ورکړل شوه چی دغه محترم په دغه ډنډه وګمارل شو او ده ته دا وظیفه وسپارل شوه اوقسم ورکړل شو چی ته به دی ګران وطن دسرحداتو، ملي نوامیسو، ځمکنۍ بشپړتیا، ولسونو او عامه شتمنیو څخه دفاع کوی او ده هم داقسم قبول کړی وو اوپه دی قسم کی دانه وو ویل شوی چی که ته چا په سوک وهلی اویا یی په تا حمله کوله اول به ته اجازه اخلی بیا به ځواب ورکوی او که ده ته په اول کی داسی ویل شو ی وی چی که چیرته په تا او یا په ګرانو وطنوالو چاتیری کولو نو اول به ته اجازه اخلی بیا به ځواب ورکوی نو په هغه ورځ به ده دا وظیفه نه قبلوله او د یو غیرتی افغان اوجنرال په صفت به ده دا ویلی وو چی هرڅوک په ما او زما په خاوره اوخلکو بی موجبه تیری وکړی زه بیی په همغه لحظه اوپه همغه ځای ځواب ورکوم.
دمحترم ګواښ ځدراڼ په لیکنه کی راغلی دی (خو جنرال نږدې درې اونۍ اوږد انتظار وباسه ، هره ورځ یې د لسګونو څخه تر سلګونو پورې د توغندیو مرمۍ لیدلې ، چې په بې وزله افغانانو لګیږي او کورنۍ یې د ویر او غم په ټغر کېنوي .ولې دوی یې د اجازې د نشتوالي له امله یوازې ننداره کوي)
د چانه اجازه او د څه لپاره::::: ده ته خو دا ډنډه سپارل شو ی وه چی ته به د خلکونه دفاع او دسرحداتونه به ساتنه کوی او ده ته وسایل،سلاح،موټر او هره میاشت معاش ورکول کیدو نو ده ولی یواځی ننداره کوله او د ده په خلکو او خاوره توغندی اوریدل
ده خو به ځوابیه برید کړی وو ده خو به هم یو څو راکټونه ور ویشتلی وو . دا خو کوم رسمی برید زمونږ په خاوره یا خلکو نه وو پاکستانی پوځیانود خپلی خاوری نه زمونږ وطن ته توغندی تو غول او د پاکستان سیاسی او نظامی چارواکو ناخبری ښودله حتی که کوم جورنالیست له هغه پاکستانی عسکر نه چی هغه عملا راکټونه پر افغانستا ن پیر کول پوښتلی وی چی ولی را کټونه افغانستان ته ور ولی هغه به ویلی وی چی زه نه یم خبر او زه یی نه ورولم.
نو دغه محترم جنرال امرخیل خو به هم یو څو توغندی ور توغولی وی . دی که په رښتیا جنرال وی اوغیرتی وی نو باید اول ده خپل معلومات پیداکړی وی چه له کوم ځای نه زمونږ په خاوره او خلکو راکټونه اوریږی نو بیا یی همغه ځای په نښه کړی وی او ده هم راکټونه ورویشتلی وی که هغه ځای ته نه ورسیدی لږ نیژدی خو به ورته لګیدلی وو نو بیابه پاکستانی عسکر پوهشوی وی چی هلته په افغانستان کی یو څوک شته چی زماځواب ووایی
چی پاکستان فوځایانو لس راکټونه ویشتل امرخیل به پنځلس ورویشتل دادده ډنده او مسولیت وه چی څوابیه برید یی کړی وی.
دی له چا نه وریده اوډاریده چی ځوابیه حمله یی نشوی کولی دی پاکستان وریده او که ................
که چیر ته ده ځوابیه برید کړی وی او دافغانستان مرکزی حکومت او یا وزارت داخله له ده نه پوښتنه کړی وا چی ولی دی ځوابیه راکټونه پاکستان ته وروویشتل او یا یی دی په دی تور له ډنډی لیری کړی وی یا یی جزا ورکړی وی چی تابدون د اجازی نه ولی راکټونه اوتوغندی پاکستان ورتوغولی دی،
نو هغه وخت به بیا خلکو او ده وویل چی ما خو د څانه ،خپلی خاوری نه او خپلو خلکونه دفاع کوله نو بیا به دته خلکو دی یوه اتل او یو غیرتی افغان او جنرال لقبونه ډالی کول.
اوس ده څه کړی دی یوازی د خپل وطن په خاوره د تیری او د خلکو د وژنی ننداره یی کوله اوبیا وایی چی ماته اجازه نوه.
نو تاته یی ده ټوپک او توپ اوراکټ د څه لپاره درکړی دی ده ستا کش اوپش د څه لپاره چی ته دومره ډاریږی چی ستا په مخ کښی ستا د وظفی په ساحه کی ستا افغانان ښځې ، ماشومان ، ځوانان او سپين ږیري وژنی او ته یی ننداره کوی چه زه اجازه نه لرم نو چی تا اجازه نه درلودله نو د اوله به د دا ډنډه نه قبلوله.
خوداسی نده که حقیقت وویل شی دادده مسولیت وو چی ده باید ځوابیه ډزی کړی وی اومقابل طرف یی سخت تر برید لاندی راوستلی وی او دځانه یی دفاع کړی وی.
د یو ملک ریس جمهور په ډیرو خاصو حالا تو کی په یوه بل ملک د برید امر ورکوی هغه که ځوابیه برید وی او که تعرضی برید وی .
دا په دنیا کی معمول دی چی زیاتره وخت دی دوه مملکتونو په سرحد کی سرحدی ساتونکی یو پر بل ډزی کوی حتما یو لومړ ی ډزی کوی اومقابل طرف ځوابیه ډزی کوی دا دچا اجازی ته ضرورت نلری داد سرحدی ساتونکو وظیفه اومسولیت دی.
نو د امر خیل صیب د یو سرحدی ساتونکی به صفت دا مسولیت وو چی د خپلی خاوری او خلکونه یی دفاع کړی وی بیا چی وروسته څه پیښیدل هغه بیا بیله خبره وه.
دا چی پاکستانی عسکرو دخپلی خاوری نه زمونږپه خاوره راکټونه راویشتل امرخیل صیب به هم د خپلی خاوری نه د پاکستان په خاوره ورویشتلی وی پدی کار کی اجازی ته ضرورت نشته داهسی یوه پلمه دی چی دی کوی اصلا ده خپل مسولیت ندی اداکړی پدی نه پوهیږو چی دډاره یی ندی کړی او که کوم بل هدف یی درلوده.
نو دوستانو تاسی د نظامی کارپوهانو نه وپوښتی چی په داسی حالاتو کښی کوم چی اوس پیښ شوی دی دی یوه سرحدی ساتنکی یا جنرال وظیفه څه ده
نو زما په آند جنرال امرخیل پوره پوره مسول دی او دی با ید ددی ځواب ووایی چی ولی د خپلو خلکو او خاوری دفاع ونشوی کړی او دا دلیل نشی کیدی چی دته اجازه نوه نو ته بیا د څه لپار هلته وی
په احترام
بلال-جلال آباد