له یوه کال راپه دې خواد افغانستان د مهمو ولایتونو دواټونو د نوې نومونو او دهغوی دپاره د لوحې لګول پيل شوي دي، په لومړی سر کې خپل کابل ولایت په کې راتلی، خو اوس مهال یې خپل کار د افغانستان کندهار او کندوز ولایتونو د لوحې کاربشپړ او په هرات کې داکار پيل شوی دی. داچې دکندهار ولایت دټولوواټونو لوحې په پښتو ژبه لیکل شوې دي، په دې کې هیڅ شک نشته چې دهغه ځای اوسیدونکې ټول پښتانه دي، او که کوم بل اولس ژوند کوي ، نو د ګوتو په شمېر به وي.
راځم خپل اصلی مطلب ته، زه نه پوهیږم چې دولت ولي هرات ښار هیر کړی، نه دهغه پښتو او پښتانه ته کوم اهمیت ورکړی، ځکه یوه خبره چې ډیره مهمه ده دهر پښتون دپاره هغه د خپل مورنۍ ژبې باندې دتعلیم حق دی، خو بدمرغه په دې هکله دولت هیڅ توجه نه ده کړې، په داسې حال کې چې دپښتنو وینه تر ټولو ډیره هم په دې ولایت باندې توی شوې ده. د بېلګه په توګه په کال 1255 هـ دهرات ښار د پردیو متجاوزینوله خوا کلابند شوی و، چې دهرات ننګیالیو پښتنو یو کال او اته میاشتې داولایت یې په ډیره میړانه وساته ، څو غلیم ماتي وخوړه، چې به دې وخت کې یوه هراتۍ پښتنه شاعره ( میرمن سپینې) ددې جګړې حالات یې په خپل سترګو لیدلي وه، داپښتنه شاعره د نور محمد خان الکوزي لور وه ، چې خپل نوموړی د جنګ اصلي لوبغاړی وو.
میرمن سپینه وایې:-
زمونږ پښتانه لکه زمري جنګیږي
ویـــــــــالي دوینو پر حصار بهیږي
هرات په وینو د پښتون شوګلرنګ
پښتون زخمي دی دغلیم په خدنګ
یارمحمد وایي پښتنو زمازمرو
ټوله راووزی وسله دار له کورو
پر غلیم وکړی یو هجوم ګړندی
هرات له لاسه په ژوندون مه باسئ
داخو زمونږ کور دی زمونږ وطن دی نا
دازمونږ ټاټوبۍ زمونږ مامن دی نا
کفن په غاړه داوطن وساتئ
زمونږ دپلرو ښکلی مدفن وساتئ
دلته پراته دي ننګیالي نیکه ګان
دلته بهیږي ویني تل د افغان
هرات زمونږ دی زمونږ کور دی نا
زمونږ نغری دی زمونږ اور دی نا
دښمن راغلی تر دیواله دکور
ولاړسئ دادی دپښتون لوی پيغور
کامران نارې کړې چه “ پښتونه کامه!”
توره راباسه مره پرننګ ونامه
مه بایله ځان اوسه ولاړ پر حصار
دپښتانه پرننګه ځان کړه ایثار
بویه غیرت چه موناموس خوندي سي
نوم د پښتون نوم داولس خوندي سي
همداډول د تاریخ په دوران کې هم دغه پښتو ن وو چې د هرات ولایت یې د غلیمانو څخه خپل دوینو په تویونې نیولی او ویاړ یې ورکړی دی.
خو نن ورځ خپل تاسو ددې شاهد یاست چې ددې پښتو ن دپاره هیڅ هم نه دي شوي.
په داسې حال کې چې ددې ولایت ډیر ی وګړي پښتانه دي، خو بیا هم ددوی لوست او تعلیم په پردۍ ژبه ترسره کیږي، که ښاغلی معارف وزیر دکابل پښتنوزده کوونکو ته دپښتو ژبې ویاړ بخښي باید دهرات و پښتنو ته هم داویاړ وبخښي..... (په دې هکله به بل مطلب ولیکم )
اوس مهال په هرات ښار کې د لوحې لګول پيل شوې دي، چې ډیری یې په دری (فارسي) ژبه لیکل شوي دي، په داسې حال کې چې ددې ولایت ډیری ولسوالیو اومرکزي برخې خلک پښتانه او په پښتو خبرې کوي، نو زما په اند افغان بیسیم په دې کار کې ګړم ګڼل به شه نه وي ځکه کومې لوحې چې لګول شوې دي ، دافغان بیسیم سوداګړیزپيغامونه یې په پښتو ژبه لیکل شوې دي، لکه (افغان بیسیم د افغانستان نښلونکي ) او په دې ددې شرکت ګړم ګنل هم هیڅ ګټه نه لري، ځکه هغه یوازې خپل کار کوي، او هر څه چې د مسؤلینو لخوا و رته ویل کېږي تر سرکوي یې. خو ګیله ددولت څخه ده ، چې ولي ټولې لوحې یې په يوه ژبه لیکلي دي، ولي آیا دوی د اولس په اساس کار نه کوي، که داولس په اساس کار کوي نو ولې ډیری یې په پښتو ژبه نه دي، چې په فارسي دي، که دولت دهرا ت په هکله مالومات نه لري نو يو څو کتابونو دې واخلي او مطالعه دي کړي او یاهم دد ې ولایت څخه دې په سمه توګه لیدنه وکړي بیا دې و دې کار ته ملا وتړي، زه نه پوهیږم چې دادولت د کوم ځای دی، دایران دی او که افغانستان، که دافغانستان وای نولومړی به یې دالوحې په پښتو اود واټونو د نومونو دپاره به یې هغه جنګیالي چې ځان یې په دې ولایت قربان کړي دي ټاکلي وای، خو بدمرغه تر اوس پورې کومې لوحې چې لګول شوې دي په فارسي او نومونه چې ورته ټاکل شوې دي هغه هم .............................
دولت دې دغه لوحې لږ تر لږه 50 په سلو کې په پښتو ژبه کړې او یادې یو خوا په پښتو او بله خوا دې په فارسي ولیکلي، ترڅو ددې اولس دغبرګون سره مخامخ نه شي، که مونږ وګوړو ددې لوحې څخه کوم کسان کار اخلي نو بیا به و پوهیږو چې په کومه ژبه دې وي.
لومړی :- هغه کسان چې د ولسوالیو څخه و ښارته راځي، ډیری یې پښتانه دي، آیا هغوی به څنګه فارسی لیک وویل شي، په داسې حال کې که ولوستلی هم شي ، بیا به دهغه مانا له کوم ځان څخه پیدا کوي.
یاودنه:- د هرات د ډیریو ولسوالیو اولسونه لکه شین ډند، پښتون زرغون، تورغونډی، اوبې، ګلران، کوهسان پښتانه دي، او نورې پاته ولسوالی کې هم پښتانه پراته دي، چې په بعضو کې اقلیت او په بعضو کې اکثریت راځي.
دویم :- ددې ولایت ډیر ی سوداګر له جنوبي او شرقي ولایتونو څخه دي، او خپل ورځني کار ونه هم دلته مرکزي سیمې کې ترسره کوي، چې ډیری یې خپلې کورنۍ هم راانتقال کړي دي.
تیمورشاه یوسف زی
هرات -- افغانستان
وروستي