د عمومي ارواپوهنې آرونه (دویم څپرکی)

                                                                       


   دويم څپرکى
                                 دارواپوهنې مکتبونه (School of psychology)
 
   دارواپوهنې دعلم په تاريخ کې شلمه پېړۍ يوه ډېره طلايي او زرينه دوره ګنل کېږي چې د ارواپوهانو له خوانه  ددغه علم په اړه مختلفې نوې نظريې ، شننې ، تفسيرونه او تازه توجيهات رامينځ ته شول چې دانسان دسلوک ، رواني ، خوځښتي او ذهني فعاليتونو په اړه وو او دا ددې سبب شول چې  دار واپوهنې په علم کې مختلف مکتبونه رامينځ ته شي ، ددغه مکتبونو څخه به يو زيات شمېر  دکتاب لوستونکو ، او ددې علم مينه والو ته په لنډ ډول وړاندې کړو
١-ساختماني مکتب (struchuralism):-
ددې مکتب بنسټګر الماني ارواپوه ويليهم وونټ دى  ، دغه عالم دارواپوهنې په برخه کې  په ١٨٧٩کال کې دخپلې تجربوي دستګاه په جوړولو اروا پوهنې ته  دنورو علومو په څنګ کې ديوه مستقل علم په توګه رسميت ورکړ .
ده او پيروانو يې لومړى خيال او احساس تر ازموينې لاندې ونيول ، دده پيروانو ارواپوهنه دشعور (consciousness) علم باله ، ددوى به ويل چې کولى شو د دروني مطالعې (instrospection) له لارې د شعور تشکيل اوجوړښت تر مطالعې لاندې ونيسو ، دوى په دې عقيده وو چې شعور له احساس ، تخيل ، عواطفو ، او تفکر څخه جوړ شوى دى  او دا هغه څه دي چې تر مطالعې لاندې نيول کيدلى شي .
پيچلې کړنې او ذهن له ساده کړنو څخه جوړ شوي  دي  او دڅېړنې په کولو سره کولى شو  احساسات ( senses)  چې دذهن په پېچلو کړنو کې راځي مشخص کړو ،تيچنر (Tichener)  شعور او ذهن  يو ګڼل .
دا چې دغه مکتب په واقعي توګه  دعصبي دستګاه ميکانېزم  په خپلو څېړنو کې دفزيولوژيکي دندو په اساس  مطالعه نه شو  کړى  ، له ذهني کړنو پرته يې دارګانېزم دمشاهدې وړ  اعمال له پامه وغورځول ،فردي اختلافات ، او دحيواناتو دعادت دمختلفواستعدادونو په اړه  رواني تستونه  دارواپوهنې له قلمرو نه بهر وګڼل  ؛ نوځکه خو دوخت په تېرېدو  ارواپوهانو په ځانګړي ډول امريکايي ارواپوهانو دغه مکتب ته شا کړه نو دغه مکتب  خپل اهميت له لاسه ورکړ  او محبوبيت  يې راکم شو .
٢-دعمل مکتب يا فونکسيون (Function):-
دعمل مکتب په ١٩٠٠ م کال  ديوه عملي خوځښت له لارې  ارواپوهنې په مکتبونو کې ور زيات شو .
ددې مکتب  نومانده لار ښوونکي  ارواپوه او فيلسوف اندازويليام جيمس (j.millim)، ارواپوه انګل (Angell)  او ارواپوه کار(Harvey A.Carr) دي چې درې واړه امريکايان  وو .
داچې ددغه مکتب له خوا رواني مطالعات په عمل استوار و نو ځکه  خو ددې مکتب پلويان دعملګرا  يا (Functionalists) په نامه يادېږي  .
دا نګليسي  فيلسوف  اسپنسر(Spencerherbert) نظريات ددې مکتب  دپيروانو په عقايدو او افکارو کې زيات  اغېزمن  او له تاثيره ډک دي ، دده په اند دارواپوهنې په څېړنو کې  بايد نه يوازې هغه څه مطالعه شي چې دانسان په  شعور يا ضمير کې وجود لري بلکې دچارپيريال مطالعې ته هم اړتيا ده .
ددې مکتب پلويانو دشعور جوړښت او تشکيل ته  په پام سره ديوه ژوندي موجود په شعور کې دعملي موخو ارزونې ته ځانګړې پاملرنه کوله .
ددوى له نظره د  ارواپوهنې دعلم موضوع هغه خصوصيات او عوامل دي چې يو ژوندى موجود له چارپېريال سره جوړښت ته جوړوي ، دوى په دې اند دي چې شعور نه يوازې له رواني حالاتو تشکيل شوى  بلکې هغه عملونه چې فرد يې د غبرګون په توګه دبهرني محرک په وړاندې سر ته رسوي ؛درفتار او شعور برخه ګڼل کېږي .
انګل ( Angell) په دې اند دى چې دژوند په بهير او له چارپېريال سره دفرد په جوړښت کې دفرد رواني او بدني قوې  دواړه مرسته کوي ، دده په نظر دژوندي موجود دبقا لپاره وېره ، غوسه او نور عواطف اړين دي ، دغه ډول عواطف انسان له نوو پېښو او تازه موقعيت سره مخ کوي .[1]
 ددې مکتب پيروانو ديادولو   او نورو اجرايي او د رواني څېړنو عملي بهير اړخونو  ته  په زياتې پاملرنې سره  له ازمايښتونو او تجربو سره زياته  علاقه ښودلې  ؛ چې د عملي ارواپوهنې نورو څانګو لکه تربيتي  او باليني ارواپوهنې ته يې لار خلاصه کړې ده .
 
 

٣-دفروئيد مکتب (Freud):
 
    په امريکا کې دفونکسيون يا عمل له مکتب سره همهاله  درواني  تحليل  مکتب  هم په اروپا کې مينځ ته راغى ، ددې مکتب بنسټګر  اتريشي عصب پېژندونکى فروئيد(Freud.sigmand) (١٨٥٦-١٩٣٩م) دى خو دفرانسوي عصب پېژندونکي او  ارواپوه شارکو (Charcot jean) (١٨٢٥-١٨٩٣م) څېړنې هم په دې برخه کې دهېرولو نه دي .
    فروئيد په ١٨٨١ کال خپله دوکتورا په طب کې د دوين له پوهنتون څخه واخيسته او دعصابو دمتخصص په توګه يې په کار پيل وکړ ، دروان پلټنې دخوځښت  بنسټ  يې کېښود، ددې ترڅنګ درواني تحليل دمکتب  دپراختيا په لړ کې داتريشي رواني ډاکتر ادلر  او دسويسي روان پلټونکي ويونګ  (١٨٧٥-١٩٦٢م) نومونه هم ددې مکتب په بنسټ اېښودونکو کې راځي .
  فروئيد په دې نظر و چې دهر فرد شخصيت له دريو سيستمونو څخه تشکيل شوى دى  چې عبارت دي له :
١-ID
٢-Ego
٣-Superego
- ID: اى ډي  چې په ادبياتو کې د(هغه ) په نامه راځي ، فروئيد يې په ستاينه کې وايي چې دغه سيستم له ټولو هغو شيانو څخه جوړ دى چې موږ ته په ميراثي ډول پاتې وي او د زېږون له مهاله راسره په وجود کې ثابت پاتې شوي دي ، بدني اساس لري او په اى ډي کې يې لومړى رواني تصوير زموږ لپاره په مجهوله بڼه دى .
په دې سيستم کې زموږ غوښتنې دوام لري خو هغه اصل چې په دغه غوښتنو حاکم دى نود لذت تر لاسه کولو (Pleasure principle)  او له غم نه دتېښتې اصل ګڼل کېږي ، خو دخوند دغه لاس ته راوړل له فزيولوژيکي ننګونو سره ملګرى وي .
دغه سيسم همدا راز دغريزوي خوځښتونو مرکز او اصلي سرچينه ګڼل کېږي او دذهن په تحت الشعور کې ځاى لري  او تل غواړي  چې د Ego  سيستم راوتنې ته لاره پيدا کړي .
دروان پلټې په علم کې (unconseious) يعني نا خود اګاه هغه رواني موجود ( اګانېزم ) ته وايي چې د ټولو غوښتنو ، خاطرو او هېرو شوو هيلو مرکز ګڼل کېږي او په رواني ژوند کې په يو ډول نه يو ډول ځان ښکاره کوي .
-Ego : دې ته په ادبياتو کې د(زه ) کلمه راغلې ده اوکولى شو په ځانغوښتنه يې تعبير کړو  ، چې دغريزوي اړتياوو او دچارپېريال دحقيقتونو ترمينځ  داړيکې په توګه عمل کوي  ، دکمال او شخصيتي تکامل دساتنې رول  او دنده ور دغاړې ده ،يا به بل عبارت  Ego   دشخصيت مرکزي هسته ګڼل کېږي  چې داړتيا وو او دچارپېريال د شته امکاناتو ترمينځ دعمل دنده ور دغاړې ده .[2]
دفروئيد له نظره دبهرنۍ نړۍ  (چارپېريال ) تر نفوذ لاندې چې مونږ يې په مينځ کې يو د Id سيستم يوې برخې بدلون موندلى  او هلته يې يو نوى سازمان جوړ کړى  چې وروسته ددې سيستم او بهرنۍ نړۍ تر مينځ دواسطې په توګه وجود لري ، دغه نوى  جوړ شوى رواني  سازمان  د Ego (زه ) سيستم په نامه يادېږي ، دغه سازمان بيا د Id خلاف له واقيعتونو سره سروکار لري  او دنده يې هم دواقعيتونو ازموينه (Realtytesting ) ده .
اى ډي  دواقعيت پيروي کړي ، چې د همدې اصل په بنسټ له بهرنيو امکاناتو نه خبرتيا لري ، د په کار اچوني سيستم يې دخاص نظم لرونکى دى ، چې په حقيقت کې په عادي وختونو کې کولى شي دوه نور سيستمونه ياني Ego  او Super-Ego هم کنترول کړي .
_ Super-Ego: هغه اړيکه چې فرد يې له بهرني چارپېريال سره لري  ، نو دښو اوبدو څخه دخبرېدو نه پرته له اخلاقي فضايلو  او عادلانه قضاوتونو څخه هم په شخصيت کې وده کړي  چې  دغه نوې پديدې ته غالبا داخلاقي وجدان نوم ورکولى شو .
فروئيد دې ته د Super –Ego( له ځان غوښتنې اوچت ) نوم ورکړى دى ، دده له نظره په دغه سيستم کې دچارېېريال د تاثيراتو ( محيطي عواملو ) په ځانګړي ډول  دمور او پلار دټولنيزو اړيکو په سبب  په فرد کې رامينځ ته کېږي ، دى وايي ( له مور او پلار سره داوسېدو وخت په ماشوم کې په ميراث پاتې کېږي او دا ددې سبب کرځي چې په شخص کې  دمور او پلار دغه تسلط  ادامه پيدا کړي )، په تدريجي دول سره چې کله ( له ځان غوښتنې اوچت ) سيستم وده وکړي ، نو Ego  دنده لري چې  د Id  دغوښتنو او  د Super –Eog  داوامرو تر مينځ  توافق او جوړښت رامينځ ته کړي .
 دغه عالم په ارواپوهنه کې  دذهن(unconseious) يا نا خود اګا اړوندې برخې  درواني بهيرونو مطالعې ته خاصه پاملرنه کړې ، دى په دې عقيده و چې دغه برخه او دانسان دشخصيت غير عقلاني ځواک دومره غښتلي دي چې کولى شي دغه غير عقلاني ځواک کله کله تر خپلې شعاع او اغېز لاندې راولي ، دده په نظر په بشري ټولنو کې ډېر داسې کسان  موندلى شو  چې عاقلانه ژوند وکړي  .
دفروئيد دارواپوهنې مکتب نه يوازې چې  دغير عادي انسانانو درواني کړنو څېړنې ته مخه کړې ، بلکې دسلګونو دا ډول کسانو علاج او لارښوونه يې هم نه ده هېره  کړې ، ددې  مکتب څېړونکو دشخصيت  دودې ، اهيمت او اساسي رواني  اړتياوو پوره کولو او  دروني هڅونکو خوځښتونو ته  نه يوازې زياته پاملرنه کړې  بلکې دډېرو ارواپوهانو او مربيانو پام يې ورته راګرځولى دى .
٤- دسلوک يا چلند مکتب (Behaviorism):
 دسلوک يا رفتار مکتب چې پلويان  يې دسلوکيانو په نامه هم يادېږي په غالب ګومان د١٩١٢ او ١٩١٣ م کلونو ترمينځ په امريکا کې رامينځ ته شوى او بنسټګر يې امريکايي ارواپوه واتسن ( Watson) گڼل کېږي .
واټسن د (١٨٧٨-١٩٥٨م ) کالونو ترمينځ ژوند کړى ، دشيکاګو له پوهنتون نه يې دوکتورا اخيستې او بيا يې په همغه پوهنتون کې محصلانو ته تدريس هم کړى دى ، دى په پيل کې د انګل (Angell) او جان دديوي ( J.dewey)  دنظرياتو تر اثر لاندې راغى ، خو وروسته يې دهغوى  عمل ګرايۍ( عمل پيروۍ) مکتب پرېښود او دسلوک  يا رفتار دمکتب بنسټ يې کېښود .
واټسن په دې عقيده و چې شعور يا خبرتيا نه دتعريف وړ ده  او نه هم په رواني څېړنو کې دکارونې جوګه کيدى شي ، په همدې سبب بايد داحساس ، ادارک ، تخيل ، عاطفو  او حتى عقل په اړه چې ټول يو ډول ذهني چارې دي ؛ په ارواپوهنه کې له بحثونو ويستل شي او په ځاى يې دې په سلوکي چارو چې يو عيني امر (Objecteive)  دى او هم مشاهده کيدى شي بحث وشي .
دسلوک په مکتب کې رفتار چې ژوندى موجود يا انسان يې تر سره کوي  ديوه محسوسېدونکي عمل په توګه منل شوى  او وايي چې خبرې کول په حقيقت کې هماغه فکر کول دي ،ځکه چې دفکر کولو په مهال دانسان له خپل ځان سره خبرې کوي ، يا داچې رفتار هغه څه دى چې  کولى شو   دپاملرنې په وخت  يې دمحرک له اړيکې او غبرګون سره  واضح کړو ، دلته غبرګون هغه څه دي  چې دژوند موجود څخه  سرته رسېږي  لکه پلټل ، خبرې  کول ، کتاب ليکل او نور ...
دسلوک په مکتب کې  دداخلي طرز ( ذهني ځواک ) په ځاى عيني طرز ( دليدل کيدونکي اعمال)  چې د ( Objecteive ) په نامه هم يادېږي په روانې څېړنو کې  داستفادې وړ دي .
واټسن په دې باور و چې دافرادو په رفتار يا سلوک کې تر ټولو مهم او دپام وړ  عامل چارپېريال دى ، ده به ويل چې دځانګړومحيطي  شرايطو په جوړېدو سره چارپېريال کولى شي په افرادو کې  دټاکل شوي رفتار وړاندوينه وکړي .
دى په دې عقيده و که يو ماشوم له زېږون وروسته ده ته ورکړل شي نو کولى شې چې په خورا لوړه کچه روزنه ورکړي .
په ځينو خاصو ځايونو کې دعصبي اړيکې دمکتب ديوه مخکښ تورانديک (Thorandik) نظريات هم دسلوک له مکتب سره يو ډول او ورته دي ، ددې ترڅنګ دنوموتي  روسي فزيو لوژيست پاولوف(١٨٤٩-١٩٣٩م) کړې مطالعې او نظريات هم ددغه مکتب په غني کولو کې له پامه نه شو غورځولى .
دسلوکيانو لپاره تر ټولو مهمه موضوع په اروا پوهنه کې  دژوندي موجود ښکارېدونکى عمل دى او دروان پېژندنې له عمليو څخه لکه : احساس ، ادارک ، فکر او د ذهني جرياناتو تاثير  بيا ددغه عمل په رڼا کې تر بحث لاندې نيسي .
په اخر کې بايد وويل شي چې دارواپوهنې په ټولو مکتبونو کې د سلوک  يا رفتار مکتب  له هغو مکتبونو څخه دى چې دقوانينو په رامينځ ته کولو کې يې له ګڼو تجربو او څېړنو څخه کار اخيستل شوى دى .
 
٥-دګشتالت مکتب ( Gestalt):
 
گشتالت  يوه الماني اصطلاح ده او په ادبياتو کې دجوړښت ، ترکيب  او يوې کلي  طرحې په توګه تعبير شوې ده ، په ارواپوهنه کې د (Gestalt ) اصطلاح  کې په دې ډول ده چې (( کل له اجزاوو څخه وړاندې دهغو جوړونکى دى ))  او هغه مکتب چې په ارواپوهنه کې ديوه جوړ شوي کل په توګه دتجربو څېړنه او مطالعه کوي دګشتالت دمکتب په نامه يادېږي .
ددې نظريې ( ګشتالت ) مخکښه ارواپوهان عبارت دي له : الماني ارواپوه ماکس ورتايمر(M.wertheimer) چې دژوند زمانه يې (١٨٨٠-١٩٤٣م ) ده ، کرت کافکا(kurt-kowfke-١٨٨٦-١٩٤١م)ولفينګ کوهلر(kohlerwolfging) -١٨٨٧-١٩٤٨م ، او کرت لوين(Lewin) -١٨٩٠-١٩٤٧م نه چې دوى ټولو په ١٩١٢ م کال کې په المان کې ددغه مکتب بنسټ کېښود خو په دې ټولو کې ورتايمر ددې مکتب اصلي بنسټګر بلل کېږي .
لاندې بېلګه په کلي ډول موږ ته د ارواپوهنې ددې مکتب مهفوم واضح کولى شي :(( ګرداب يوه فزيکي اصطلاح ده چې مونږ ټولو به يې مسير او بڼه په سيندونو ، دربابونو او ويالو کې په سترګو ليدلى وي او په خط السير يې هم پوهېږو ، په ارواپوهنه کې ګشتاليت په دې نظر دى ؛ چې سمه ده ګرداب داوبو له څاڅکو څخه جوړ شوى دى خو داوبو هر څاڅکي ته ګرداب نه شو ويلى بلکې يوازې داوبو هغو څاڅکو ته ګرداب ويلى شو چې په يوه خاص نظم او جوړښت سره په ترتيب په يوه ټاکلي موقعيت کې ځاى شوي دي او داوبو د حرکت يو خاص بهير يې تشکيل کړى دى چې مونږ يې ګرداب بولو ، خو شېبه وروسته همغه اوبه دي چې په عادي ډول جريان لري ))[3] دګشتالت په ارواپوهنه کې ديادونې وړ اصلي عنصر عبارت دى له Lnsight   (  ليدلو  ) نه .
دګشتالت په ارواپوهنه کې يادونه دليدلو له حاصل نه عبارت ده ، په دې شرط چې يادوونکى هغه څه چې يادوي يې  دموقعيت په درک کولو دکل دتشکيل شوو اجزاوو  اړيکو ته رسېدلى وي ، په دې مکتب کې له ليدلو( بينش) نه موخه  ديوه کل يا يوې طرحې داجزاوو ترمينځ داړيکو کشف دى چې يادوونکى ورته  دلاس رسي لپاره تل هڅه کوي .
دګشتالت مکتب  په حقيقت کې له يوې ادراکي نظريې نه پيروي کړي ، ددې نظريې مطابق ، زموږ د ادارک څرنګوالى هغه پديده ده چې له څو قوانينو يا اصل ( دسازمان قوانين ) پر سر مبتني  ده ، دغه قوانين  يا داصولو پېژندنه فطري وړتياده ، چې انسان ددې په واسطه  په حقيقت کې  ادراکي پديدي منظمې او رهبري کوي .
دګشتالت په  نظريه  کې د دسازمان قوانين  عبارت دي  له ( دشباهت قانون ، مجاورت قانون ، درغولو قانون ، دښه دوام قانون ، د بڼې او زمينه  له قانون څخه ...)
١-دشباهت (ورته والي ) قانون (law of similarity) : ددې قانون څخه موخه داده چې سره ورته او مشابه مطلب  له  ناورته او غېر مشابه مطلب څخه زده کېږي .
٢- دمجاورت قانون (law of  proximity ) : ددې قانون په اساس هغه پديدې او چارې چې يو بل ته نږدې قرار لري  تر ټولو  په ښه ډول درک او په اسانه زده کېږي ، يا په بل عبارت هغه عناصر چې ديوه اوبل په مجاورت کې شتون لري ديوه کل په ډول درک کېږي ، دغه قانون دوخت په درک کې هم ريښتينى دى ، دبېلګې په  ډول هغه غږونه چې په نږدې فاصلو کې  واورېدل شي نو دخپلواکو واحدونو په توګه ددرک وړ دي .
٣- دښه دوام قانون ( Law of good continuation) : ددې قانون نه مطلب دادى  چې سره ورته مطلبونه  چې پرلپسې  ځنځيري سيستم ولري  ، بايد يو په بل پسې زده شي ، په دې قاعده کې  ادراکي سازمان په دې  ډول تشکيلېږي چې  دياد وړ مطالبو لړليک په مجموعي  ډول دخورېدو او پراخېدو وړ وګرځي  ، دبېلګې په توګه لکه  يوه مستقيمه کرښه په مستقيمه بڼه  ،او  ددايرې يوه ټوټه چې ددايرې په بڼه ادامه ولري .
٤-دبڼې او زمينې قانون (Law fo figure and ground) :
دگشتالت  په مکتب کې له بڼې نه مطلب هغه څه دي چې د ادراک وړ وي ، يانې هغه څه چې ديادوونکي نه په ټوله کې يا په کلي بڼه درک شي ،  او زمينه بياعبارت له هغې صحنې نه ده چې بڼه په هغې کې قرار لري .
ددې قانون  زده کړيز ارزښت په دې کى دى چې  ديادولو وړ موضوع  بايد په هغه صحنه  کې چې قرار لري لا په ښه ډول وځلېږي  څو په ښه ډول زده شي ، نو هر کله چې په دې صحنه کې په ښه ډول ونه ځلېږي  نو په ښه ډول ديادېدلو وړتيا هم نه په کې ليدل کېږي ،له همدې امله دلوست په تختو دکار په مهال  دزده کوونکو لپاره  له مخالفو او غښتلو رنګونو څخه کار اخيستل کېږي .
 
 

 - روانشناسي تربيتي، تاليف ډاکتر علي شريعتمداري – چاپ (١٣٦٩) ص (٣٤)[1]
-فرهنګ علوم رفتاري – تاليف علي اکبر شعارى نژاد – چاپ (١٣٦٤) ه ش -٤١٦ص[2]
-روانشناسي پرورشي – تاليف داکتر علي اکبر سيف- چاپ پنجم (١٣٧٠)ص(٢٠٥)[3]