
دعمومي ارواپوهنې
ارونه
تاليف :محمدعالم سالمي
ژباړن : ګل رحمن رحماني
دلوى او ستر واکمن په نامه
ډالۍ
دهېواد پياوړي عالم او درانه استاد پوهاند محمد بشير دوديال ته
!
چې دپښتو علمي اثارو تشې ځولۍ ته يې ګڼ علمي اثار وړاندې کړي.
دژباړن يو
څو خبرې
کله چې په
علمي دګر کې له يوې علمي ستونزې او اړتيا
سره مخ شى نو ؛ هلته درته څرګنديږي چې له بده مرغه موږ په خپله ژبه کې دهنري اثارو ( شعرونو ، کيسو ، ناولونو )
غوندې علمي اثار نه لرو ، هغه که دژباړې په برخه کې وي او ياهم دليکنې په برخه کې
چې لا تر اوسه دغه لويه ستونزه په ځاى پرته ده او خداى ( ج ) خبر تر څه وخته به همداسې ددغه تشې سره مخ وو ، زما
دغه خبره هغه وخت درته ښه څرګندېږي چې کله له کومي علمي مسئلې سره مخ شى .
ارواپوهنه
هم يو له هغه برخو څخه ده چې په پښتو کې له ځينو محدودو ژباړو او پوهنتوني تکراري
چيپټرونو پرته په کې دومره څه نه لرو ،
همدغې اړتيا ته په پام سره ګودر خپرندويې ټولنې په بار بار زماڅخه غوښتنه کوله چې
که د ارواپوهنې په اړه يو څه وړاندې کړو چې دمحصلينو او نيمه لوړو زده کړو دموسيساتو
يو څه اړتيا پوره کړي .
د درانه
قاري قدرت الله تائب دا غوښتنه ځکه په ځاى وه چې هغه هره ورځ په کتابتون کې له دغه
کسانو سره مخ دى او يوه اثر ته دخلکو اړتيا ممکن تر نورو په ښه ډول حس کړي، ما هم
داغوښتنه منلې وه خو کاري تنګ چارپېريال او بوختياوو وخت نه
راکاوه چې په دغه ژباړه او يا يو څه ليکنه کار وکړم ، خو پلټنه مې کوله
چې دغورچان لپاره ښه اثار پيدا کړم ، موږ
دواړو مشوره دا کړې وه چې د ارواپوهنې
پراخې موضوع او مبحث ته په پام سره بايد يوازې دعمومي ارواپوهنې په اړه څه ولرو چې
عام لوستونکي هم دارواپوهنې په اړه لومړي
معلومات تر لاسه کړى شي ، او ددې علم نه لږ تر لږه يو څه خبرتيا ولري .
ما ګڼ اثار
چې څه مې دپوهنتون په مهال د ارواپوهنې په مهال لوستي وو او څه نوي؛ مطالعه کړل خو
بيا هم دعمومي ارواپوهنې په اړه کوم يو باوري او مکمل اثر په لاس نه راته، په همدې
ژمي ( ١٣٩٠) کې راته ددرانه
محمد عالم سالمي يو نوى اثر په لاس راغى چې که څه هم موضوعات به يې دومره
نوي نه وي خو ماخذونه او ژبه يې چې
دمحصلينو لپاره ليکل شوى ؛ زما خوښ شول او
بله داچې ډېر په لنډون ليکل شوى نو ځکه مې همدغه غوره وګڼله او دتائب صيب په مشوره
مې په يوه مياشت کې پښتو کړ ، وروسته مې يوه کاپي درانه استاد پوهاند دوديال صيب
ته هم دکتلو او څه ليکلو لپاره واستوله ، چې په دې ځاى کې ترې مننه يو ځل بيا تکراروم چې دګڼو بوختياوو سره سره يې بيا کتنې ته وخت راکړ ، له قاري صيب تائب خو ځکه دمننې وړ دى
چې دغه اړتيا ته يې پام وکړ او تل ورسره
دعملي اثارو دخپرېدو هوډ وي ، خو يوه خبره بايد ووايم ؛ هغه داچې ژباړه يو له
مسوليته ډک او خورا تر ليکنه دروند کار دى
، همدې ته پام سره دا يادونه اړينه بولم
چې په کتاب کې دځينو برخو لپاره څو انځورونه ( شکلونه ) هم موجود وو چې يو څه ډېر پيکه و او اړتيا يې هم دومره نه محسوسېده ما
نه دي راوړي ، نور نو تاسې ټول ددغه ارزښتمن اثر لوستلو ته را بولم .
درنښت
ګل رحمن رحماني
١٣٩٠ حوت ٢ کابل
لومړى
څپرکى
دارواپوهنې
علم :
دارواپوهنې دعلم سرچينه ، پيدايښت ، پراختيا او
تکميل هم دنورو بشري علومو غوندې په ژوند
او چارپېريال داغېزمنو عواملو غوندې دانسان دمتجسس او پلټونکي حس پايله ده چې
دانسان او چارپېريال ترمينځ ددغه اړيکې په
پايله کې رامنيځ ته کېږي .
له دکارت نه( ١٩٥٦-١٦٥٠م) دوه سوه کاله
وروسته هم ارواپوهنه دفلسفې يوه څانګه وه او طبعا چې فلسفه له ځينو نظري مسائلو
څخه له پخوانه تړلې وه لکه : دنفس حقيقت څه دى ؟ اياهغه نړۍ چې موږ دخپلو تجربو له
مخې ليدلې ريښتيا ده که زموږ دتخيل زېږنده ده ؟
سمه ده چې ددې ډول پوښتنو حل ظاهرا مونږ ته سخت
ښکاري ، اما ارواپوهنه ديوه ځانګړي مستقل
علم په توګه له ١٨٧٩کال څخه وروسته ممکنه شوه او داهغه وخت و چې په
(١٩٢٠-١٨٧٩م) کال کې يوه الماني عالم ويلهلم وونټ (w.wundt) په لايپزيک پوهنتون کې دارواپوهنې يوه تجربوي موسيسه له نوي لابراتوار
سره تاسيس کړه ، ددې علمي تجربه ځاى په
جوړېدلو يوازې د رواني حقيقتونو کشف ، په تجربه ولاړو څېړنو
ته په پام سره فکري او منطقي استدلال ته نوى
رنګ او ځلا ورکړه .
دارواپوهنې لپاره بېلابېل تعريفونه ورکړل شوي
دي ، له پخوا نه درواني حالاتو مطالعه ،دنفسياتو دقيقه څېړنه او ستاينه ، دنفساني ژوند د راويستلو ، او درواني کړنو
دمطالعې علم بلل شوى دى .
دويلهلم وونت په نظر دارواپوهنې علم دهوښيارۍ
له علم نه عبارت دى ، په دې چې هغه دلومړي ځل لپاره دخپلو تجربو کړنلاره دهوښيارۍ لپاره څېړنو ته ځانګړې کړه .
امريکايي
ارواپوه فيلسوف ويليام جميز
(١٨٤٢-١٩١٠م)د ارواپوهنې علم له احساس نه وړاندې
دخپله پوهېدنې يا دهوښيارۍ دحالتونو دتوضيح علم بللى دى چې دغه پوهېدنه له احساس ، ادراک ،
عقل، عواطفو ، تمايلاتو او تصميم نه
وړاندې صورت نيسي ، دى په دې عقيده و چې ددغه
حالاتو توضيح به له علتونو تشه نه وي ، دشرايطو او فوري پايلو لرونکى به وي .
کانادايي
ارواپوه هب (Hebb) ارواپوهنه له کړو
وړو ، ادراک او عواطفو نه وړاندې
ددغه کړو وړو دخورا پېچلې بڼې
دمطالعې علم ګڼلى دى .
ددومره تعريفونو سره سره اورواپوهان لاهم په
دې نه دي توانېدلي چې ددغه علم لپاره يو ټاکلى تعريف رامينځ ته کړي خو اکثريت يې د کړو وړو (رفتار) علم بولي خو
بايد ووايو چې د کړو وړو تعريف اوس
پراختيا پيدا کړې ده او ځينې داسې څېزونه هم په کې شامل شوي چې پخوا دهوښيارۍ او تجربې اړوند توکي ګڼل کېدل لکه ، ليدل ،
اورېدل ، څکل ، بويول ، حس کول ، درک کول ، عاطفه ، صله رحمي ، قهر ...او حتى ذهني انځورونه .
که
ارواپوهنې لغوي کلمې (psychology) ته ځير شو نو پسکالوژي دنفس يا روان
پوهه ده خو يونانيانو چې دغه کلمه
په پسکه اطلاق کړې نو مانا يې يو نامريه
څيز ( نه محسوسېدونکى ) دى چې تر اوسه يې بشر د درک له کيفيت نه عاجز
ښکاري .
که خپل تعريف په لږ پراخه ساحه کې وکړو نو
ويلى شو چې : دارواپوهنې علم موضوع عبارت
له ټولو هغو فعاليتونو څخه دى چې ديوه ژوندي موجود څخه
دچارپېريال سره دجوړښت لپاره تر سره کېږي .
ځکه چې له
چارپېريال سره دژوندي موجود جوړښت دهغه
دټولو فعاليتونو او هڅو موخه ده .
عمومي ارواپوهنه ددغه علم دګڼو څانګو لکه ، ټولنيزه ارواپوهنه، سني ارواپوهنه ،
دماشوم اروا پوهنه ، طبي ا رواپوهنه ، نظامي ارواپوهنه ، روزنيزه ارواپوهنه ،
حقوقي ارواپوهنه ،سوداګريزه ارواپوهنه .... او بلاخېره دهنري فونونو دارواپوهنې په
مينځ کې خورا لوړ او ځانګړى مقام لري ، عمومي ارواپوهنه په ټوله کې اکثره قوانين ، ميتودونه او نظري اصول چې دغه
علم ورباندې ولاړ دى ؛ تر مطالعې لاندې نيسي .
دعمومي
ارواپوهنې عمده دندې عبارت دي له [1]:
دارواپوهنې
تاريخ او مېتودلوژي مسايلو ته رسېدل،دمطالعې نظريات او مېتودونه ، دپيدايښت عمومي
قوانين، دمعرفتي او پراکتيکي جرياناتو مطالعه ، داحساس عمومي قانونمندي ،ادراک ،
حافظه ، تخيل ، تفکر ، دخپل روان انتظام ، دانسان شخصيت ،انساني مزاج او کرکټر ،
دسلوک بنسټيزې انګيزې او نور ...
په
عمومي ارواپوهنې کې څېړنې او ددې څېړنو پايلې ددې علم دنورو څانګو لپاره ،
دبنسټ او بنياد مانا لري ، په ځينو
کتابونو کې ارواپوهنې ته دروان ، دروان پېژندنې او رواني فعاليتونو دمطالعې دعلم
نوم ورکړل شوى دى خو هغه تعريف چې په ډېرو
کتابونو کې د اروا پوهنې دتعريف يا په بل عبارت دعمومي ارواپوهنې دتعريف لپاره
کارېدلى دادى چې : ارواپوهنه هغه علم دى
چې دژوندي موجود کړه وړه او همدا رنګه له بل ژوندي موجود سره دده داړيکو هر اړخيزه
څېړنه کوي ، دلته دغه فعاليتونو څخه هغه فعاليتونه مطلب دي چې يو
کس يې تر سره کوي .[2]
، دلته موږ له داسې کسانو سره سرو کار لرو چې
احساس او ادارک لري ، خپلې کړنې په ياد ساتي او ياد ته يې راوړي ، بدلون په کې راولي ، کله
دځينو کړنو په وړاندې وېرېږي ، غوسه ورځي ، کله له ځانه هيجان څرګندوي ،له
کار کړلو نه خوند اخلي ، دخپلو بنسټيزو او غير بنسټيزو موخو لپاره له ټاکنې نه کار
اخلي دنورو دکړنو او کارونو په
وړاندې خپل نظر څرګندوي ،کله يې وينه
سړېږي ، کله حساسيت څرګندوي ، دستونزو دحل
لپاره پرېکړې کوي ، لنډه داچې دخپلو
اړتياوو او ستونزو په وړاندې ځانګړى
غبرګون ښيي ...
نو دې ته
په پام سره ويلى شو چې : ارواپوهنه هغه
علم دى چې دانسان دسلوک مختلف اړخونه چې
بدني ، عاطفي ، ټولنيزې ، ذهني ، اخلاقي او هنري بڼې لري او ددې بڼو جوړښت او اړيکه بيا
له چارپېريال سره تر مطالعې لاندې
نيسي .
-روانشناسي عمومي
،کتاب تدرسي براى تحصيلات عالي ، ١٣ص[1]
-روانشناسي تربيتي،
دډاکترعلي
شريعتمداري تاليف –چاپ (١٣٦٩) تهران [2]