
وسیم سجاد، کابل
جولای۲۰۱۲،۱۸
د سر خبری:
امریکایان خلیل زاد، زُل بولي. نه پوهیږم چی باب ووډ
وارډ وو او که کوم بل لیکوال، هغه په خپل کتاب کی ولسمشر خرزی یاد کړی وو. حرامی
په دی حتما پوهیده چی خر څه ته وایي. او یا یی هم کیدای شي چی له نازه دا خبره کړی
وي. هیګ، خارجیان حکمتیار ته وایي. ګلبدین حکمتیار!
معمولا طالبان خپل مشر لوی مولا صاب بولي. په ټوکو کی
خلک ړانده او یا هم یو سترګي ته ملاعمر وايي. حزبیان حکمتیار ته په خپلو منځو کی \"هغه\" او یا \"مشر\" او یا هم \"امیر\" یاده وي. دغه اول یی لږ وران غوندی دی. \"هغه\" پښتانه ښځی ته هم له شرمه \"هغه او یا هم
آبله\" وایي. بس دا ددوی
خپل کار دی. تخته که به تخته جور اید، ضرورت نجار نیست!!!
دوی چی خپلو کی سره جوړ وي نو کیا کریګا
قاضي؟ حکمتیار مرد مقاومت پاتی شوی او روهی ویب پاڼی خپله د اونی څیره هم دده له
مبارک شخصیت څخه پیل کړی—الا بلا در ګردن مولانا!!!
حکمتیار ته د وچ نهر په دارالخلافه کی امیر
الجهاد، شیخ الحدیث او... ویل کیږي. که د جهاد پلار هم ورته ووايي، بده به نه
وي!!!
حکمتیار پخپله:
په تحصیلاتو، زده کړو، یی دومره نه غږیږو.
لنډ ځو د حکمتیار کړنو ته! حکمتیار صاب د خپل وخت غټه سټه تیره شوی. هم پاکستان ته
منلی وو او هم امریکی ته! هم ملت ورته سترګی اړولی او هم حکومت تری ډاریده!
د حکمتیار اطلاعات، د نجیب خاد او د ای ایس
ای مقاماتو یوه دنده ترسره کوله—په خلکو کی ترهه اچول!
وخت
وو چی حکمتیار چوکره مال وو او د استادانو ورته بی تابي!!! نه ورسره حضرت موافق وو
او نه هم د ربانی خوښیده!
اوس هم همدا حال دی! د یوه رهبر هم نه
خوښیږي! حکمتیار پاچا خان پسی ولګیده او نشنلیان یی د سپی له ......وویستل! مولوی
حسن جان یی خو وچ دده په ریالو او ډالرو کامیاب شو، کنه د ولی خان سره مقابله د
حسن جان د وس کار نه وو.
زمونږ په کلي، کام کی چی چا ته ډیر غمونه او
یا هم خوښۍ پیښیږي، بیا وایی چی په ډالرو کی پیدا شوی، په غم کی پیدا شوی! او...
که څوک بیا ډیر تیز او جذباتي او یا هم... وي
نو بیا وایی چی په سره چهارشنبه پیدا شویدی. زمونږ نیا قرار فرمان شان د چهارشنبه
په ورځ هر ډول ځان وینځل،کالي وینځل بند کړي وو.
حکمتیار هم لکه چی په همدی ممنوعه ورځ پیدا
شوی وي.
حکمتیار تل په خپل خره سپور وي؛ والله که یی
پری ومنی! زه چی پیدا شوی یم. له ده یی اورم: حکومت باید ټول مستعفی شي! ټول ټاکنی
ترسره شي! باندني ځواکونه وځي!
پرون هم دا خبری نن هم دا خبری! لکه ونه
مستقیم په خپل مقام دی! په اجرایه شورا کی یی هم د چا نه منله! پخپل سر یی ټنګوي.
هغه شورا، جرګه چی حکمتیار یی یاده وي—هسی
عبثیات دي!!! په حزب کی حاکم دده زومان حضرات دی مثلتُ: جریر، بهیر.
په دی دومره خبرو کی یوه خبره خلاصه واخلی چی
حکمتیار د هیچا هم نه مني!!!
حزبیان:
په حزب، شمشتو، نصرت مینه، سیدجمال الدین
لیسی، کبابیانو.... کی که چا شپه هم تیره کړی وي، حزبی دی! داسی یو نوم چی په سیند
کی هم ځان ومینځی له منځه نه ځي!
د حزبیانو ځانګړنی:
·
کبرجن،
·
کاږه
·
فوق، فوک(هغه پنجشیری فوکګری ښییم چی هر قسم
لیکل کیږي!!!)
·
وچ بړوس
·
بچه بازان
·
اوږده ږیرور خو ږیری یی ای ایس ای اجنټانو ته
ورته
دوشنبه او پنجشنبه
روژی نه قضا کوي، خو د فرضی هغو بیا نو... لمونځ کی سهار او ماسخوتن کی اول خو....
هغه کتابونه چی
دوی یی ډیره مطالعه کوي، د اخوانیانو دي! او یا هم د حکمتیار پلوشی دي. هغه خبره
چی دوی ورته ډیر تعظیم لري—د حکمتیا صاب دی!
د قرآن شریف او پیغمبر(ص) خبره نعوذو باالله
غورځوي خو د مشر له خبری نه تیریږي! دا یواځی ددوی ستونزه نه ده، دغه نور طالبان
هم داسی دي.
حزب او اوسني حزبونه:
د امریکی ۶۰ سلنه مرستی دی حزب اخیستی! یو
افغانستان شموله ګوند دی او وو. په هغو مرامنامو کی یی چی څه لیکلي زه اوس هم ورته
لاس په نامه دریږم. لولم یی! احترام ورته لرم خو حزب د هغوی مطابق مخکی لاړ نه!
ځکه دا د مرامنامو ګوند نه وو! د نظریاتی هغسی چی ددوی شیخان دي نه وو. یو شخصی
ګوند وو او دی. د حکمتیار خبره دلته مرام هم دی، مقصد هم دی، او هدف هم!
په کابل کی اوس مهال څو حزبونه جوړ شوي چی:
·
حزب—خالد فاروقي
·
حزب—سباوون
·
حزب—ارغندیوال
·
حزب—حکمتیار (دغه یی فوځي هغه دی)
فاروقی، لودين،
جانباز په کابل کی سره یو ځای وو. وروسته سره په ویش خراب شول. سبا چی خبریدل،
فاروقی له خوشحال خانه میز چوکی بار کړی وی.
سباوون د حزب دفاع
وزیر پاتی شوی. ښی ډیری خبری کوي. زړه به دی چاود کړي چی ورسره کینی. له هر ځایه
غږیږي. دا له حکمتیار سره جوړ نه دی او ځان ته یی ټنګوي. سباوون، حکمتیارته سپین
ږیری وایي. خو خپله لکه د ۱۶ وي.
حزب ارغندیوال چی
په برکت یی وزارت هم ترلاسه کړ. له امریکی راغلی. هلته اوسي. له ده سره لودين،
محمد خان، جانباز، ابراهیمی... دي. شلګری چی حزبیان یی شلګزی بولي هم لکه له دوی
سره دی.
دوی د حکمتیار په
مشوری راغلي چی دلته هم بی شوړی پاتی نه شي.
حزب—حکمتیار چی په
راس کی یی حکمتیار دی او په دوو برخو ویشل شوی:
·
مدني: د نصرت مینی دارالخلافه چی مشري یی
انجینر عبدالسلام کوي چی طبیعی نر ښځی دی! ټوکی نه کوم!
·
نظامي: چی مشري یی حکمتیار کوي او موبایل دی!
معلوم نه دی چی چیری او څنګه؟
leekwal@yahoo.com