پيمان

مينه کې ګټه هم تـــاوان شته دی
کله دیـــدن کله هجران شته دی

عمر که تیر شي نو يادونه د ژوند
د ښو شيبو سره ارمـان شته دی

د جوارګرو پــه کوڅو چې ورځي


هلته کې سود سره هم زيان شته دی

څه کړم قفقاز د لوړو غرونو ښکلا
چې مې پـــامير د بدخشان شته دی



زما سپين غر کې د سپرليو موسم
په هره سيمه ارغـــوان شته دی



لاس بــه په سر نشم د يارد د کلي
لا د ځواني مې څه دوران شته دی

سترګې پـــه لاره د راتلو يم ورته

زړه کې مې غلی شان ارمان شته دی

بيا بـــه ګيډۍ ،ګيډۍ د ګلو وروړم
چيرته چې مينه شته پيمان شته دی
-------------------------------
سميع الدين افغاني
 
  ١٧- ٧ - ٢٠١٢
م ٠ کال