ملي جبهه؟
د خطر زنګ

دښاغلي برهان الدين رباني په مشرۍ په يوشمير جنګې ډلو، لوړو دولتي چارواکو او د خلک ديموکراتيک ګوند په دواړه اړخونو پوری اړوند ځينې شخصيتونو له خوا د ملی متحدې جبهې په نامه د يوۀ نوي جوړښت رامنځ ته کول - هم دننه په هېواد کې او هم د بهرمېشتو افغانانو د سختو - د انديښنو ډک او په ځينی مواردو کې - د ژورې کرکې او نفرت سره مل غبرګونونو باعث شو.
په داسی حال کې چې په هېواد کې د اوږدې جګړې لمبی لا تراوسه مړې شوي نه دي ؛ د هېواد په جنوبي او شرقي سيمو کې د وينو بهېدل لا تراوسه هم روان دي؛ په کليو او ښارونو کې د جګړې سپېرې او کرغيړنې نښې نښانې هر متر او ګام وروسته په سترګو کيږي.
د اشغال او جنګي ډلو د ترورو او وحشت په دوران کې د مليونونو ځوانانو، سپين ږيرو، ماشومانو او تورسرو د ډله ييزو قتلونو د ماتم ټغر لا تر اوسه نه دی ټول شوی . په داسی حال کې چې جنګ ځپلې - په قومي، ژبني ، سيمه ييز او اقتصادي لحاظ لا ويشل شوې افغاني ټولنه د بيشميره جنګي معلولينو، د جګړې او غربت د نورو اغيزو لکه د مخدره موادو توليد او استعمال او همدغه شان د اوږدې جګړې په نتيجه کې د ارزښتونو او کاري مورال د منځه تګ د درانده بارلاندې په سختۍ سره ساه باسي، په هېواد کې د لسګونو وړو بې مسؤليته ضد ملي ډلو موجوديت د سياسی ثبات د پاره لوی خطر ګڼل کيږي .
په داسې شرايطو کې بايد د کثرت نه د وحدت په لوري د خوځون هرکلی وشي . د ا د هېواد د روڼ اندو او ملي عناصرو مسؤليت دی چې د يووالي په لار کې هلې ځلې وکړي او بامسؤليته سترملې جوړښتونه رامنځ ته کړي . نو ځکه د يوې واقعي ملی متحدې جبهې جوړول يو په ځای او اړين کار دی . خو دلته دا سوال رامنځ کيږی چې يووالي ته د ضرورت سره سره د ښاغلی برهان الدين رباني په مشرۍ د راټولو شوي ښاغلو او ډلو په وړاندې د هېوادوالو غبرګون ولې د دومره کرکې او انديښنې سره مل ؤ؟
دغه پوښتنې ته د مناسب ځواب دلټې له پاره د نوموړې جبهې د فعالينوپرون، نن او د سبا پروګرام ته يوه لنډه او حتی سرسری کتنه کافي ده، چې د دغې جبهې په وړاندی د هېوادوالو د کرکې او انديښنې لاملونه څرګند شی.
د افغانستان خلک نه يوازې دا چې په تيرو دريونيمو لسيزو کې د نومړې جبهې د مشرانو او فعالينو د اعمالو شاهدان ؤ، بلکې په هېواد کې هيڅ يوه داسې کورنۍ نشته، چې په يوه ډول يې ددغو ډولو دلاسه په کې د غم ټغر نه وی اوار شوی .
افغانان ځکه ولس او وطن ته ددوۍ د خدمت په ادعی شکمن دي چې په دغه جبهه کې راټولو شويو ډلو په تيرو درې نيمو لسيزو کې د هر نږدې او لرې ګاونډي هېواد - هر واړه او لوۍ نړيوال يا سيمه ييز ځواک په امر د افغانستان د خلکو په مرۍ چاړه را کښ کړه . ددغې جبهې ټول مشران اوفعالين حتی د مرحوم داود خان د واکمنۍ په وخت کې د افغانستان د ثبات په ضد دپاکستان په ملاتړ او مرسته په ځينوولايتونو کې د بيګنا کليوالو او محلی پوليسو په وژلو پيل وکړ.
د افغانستان خلک دهېواد د ابادۍ د پاره ددوۍ په نيت ځکه بې باوره دي چې دوی د تخريب او ورانۍ ژوره زده کړه او هراړخيزه تجربه لري . د هېواد کلي او ښارونه همدوۍ د خاورو سره سم کړه . خو په مقابل کې خلکو ته د هيڅ تعميري کار ثبوت نشي وړاندی کولی .
خلک ددوی په امانت دارۍ ځکه بې باوره دي چې دوۍ د قدرت او ټوپک د زور نه په استفادې سره نه يوازې دولتې او د خلکو انفرادي شتمني او د هېواد تاريخي مادي وياړونه لوټ کړه او دپاکستان او نړۍ په نورو بازارونو کې يې خرڅلاؤ ته وړاندې کړه، بلکې د خپل حامي شوروي اتحاد او بيا وروسته په روسيه کې يې په زرګونو ميليارده بې پشتوانې پيسې چاپ او په دې ترتيب يې په هېوادکې د يوې خوا د جنګ لمبې بلې وساتلې او د بلې خوا يې د هېواد اقتصاد د لسګونو کلونو د پاره د خاورو سره سم کړ.

د تاريخ په اوږدو کې افغانان تل د جګړو او ستونځو سره مخامخ شوي، خو په جګړو کې دخيلو خواو نه يوازې داچې د مقابل لور د ناموس درناوې کاوه، بلکه د عامو خلکو او مقابل لوری د حيا او ناموس په ساتلو کې هرنوع خطر قبلولو ته هم حاضر ؤ. په ښځو، پيغلو اوهلکانو باندې د جنسې تيری کلتور همدغه ډلو رامنځ ته کړ.
خلک د دوئ په بشردوستې ځکه باور نه لري، چې د افغانستان د بشردحقوقو د کميسيون په شمول په ټوله نړۍ کې د بشرد حقوقو د ټولنو او نړيوالې ميډيا ارشيفونه ددوی په کړو ډک دي . د کابل د څرخی پله په شا او خوا، د بدخشان په دشت قروغ او د مزار شريف په دشت ليلې کې ډله ييزو قبرونه او د کنړ په کيراړې او هرات کې عام قتلونه همدغه شان د کابل ماتم د دوئ د بشردوستۍ يوازې څو مثالونه دي .
د هېواد افغاني هويت ته د وفادارۍ او د يوه واحد ملت د ودې په پروسه کې د دوی څرګندونې ځکه د سوال سره مخامخ کيږي چې دغو ښاغلو پخوا د افغانستان په روسي کولو او بيا وروسته د هېواد په ايراني کولو کې د زړه له کومې هلې ځلې وکړې. دوی د وطن سره مينه يا ارتجاعي او غيرمتمدنه غريزه ګڼله . د دوی د پاره د وطن پرستۍ معيار د شوروي سره مينه وه . ددې جبهې بلې خوا بيا د و طن سره مينه شرک باله او هغه يې د اسلامې امت په ضد يوه دسيسه ګڼله. دوی هريو دنيا د ورپه سترګو شويو سرو او شنو عينکو په وسيله ليده. دوی فکر نه کاوه چې افغانان بيل تاريخ، جغرافيايي جوړښت، کلتور، ژبې او هويت لري . ښاغلې رباني خو لا دومره مخکې لاړ چې افغانستان يې د ايران او تاجکستان سره د يوه کلتوري تړون په وسيله په رسمي توګه دِ يک کشور فارسي زبان په توګه اعلان کړ او په هېواد کې يې د ايراني ترمينالوژۍ او کلتور د عامولو د پاره په رسمي توګه ژمنه وکړه . په دې کې هيڅ شک نشته چې دري د افغانستان د دو رسمي ژبو نه يوه ژبه ده . خو افغانستان په هيڅ وجه يک کشور فارسي زبان نه دی . ددې هېواد هويت افغان دی .
لنډه دا چې افغانان ددغه ډلو سره د کرکې، په دوی باندې د بې باورۍ او د دوی په وجود کې د خپل ولس او هېواد د پاره دلوېو خطرونو د اټکل له پاره پوره او د منلو وړ دلايل لري . دلته هغه متل صدق کوي چې وايي مار چيچلې د پړي نه هم ډاريږي .
افغانان په دې باور دي چې د دغو ډلو هغه بهرنيي حاميان چې د درې لسيزو د پاره يې په افغانستان کې د اور لمبې بلې ساتلې او د وينو سيلابونه يې روان کړي وو، يو ځل بيا د خپل ستړي شوي لښکر په بيا فعالولوپيل کړی چې د جنګ ځپلي او دخاورو سره سم شوي هېواد او غم لړلي ولس دپاره به خطرناک عواقب ولري .
خو يوازې د خطر احساس، انديښنه او ويره د ستونځې حل نه دی . د خطربايد مخنيوی وشي . د خطر مخنيوی هغه وخت کيدی شي، چې دغو قوتونو ته موقع ورنه کړی شي، چې بيا خپلې لا په وينو سرې تورې تيرې کړي . په هېواد کې داسې لويو ملي سياسي جوړښتونو ته ٍاړتيا ده، چې که په تکتيکي او ايډيالوژيکي لحاظ سره مخالف هم وي، خو د هېواد په افغاني هويت، د ديموکراسۍ په کلتور، سوله ييز ژوند، اقتصادي سيستم، او ملي ګټو په هکله سره په تفاهم کې وي .
د داسې جوړښتونو په رامنځ ته کولو کې نه د موکراتو ملي ډلو، نه مستقلو ملي او علمي شخصيتونو او نه هم قومي او دولتي مشرانو خپل مسؤليت په ځای کړی ، دوی بايد د افغانستان د ويشلي شوي او تيت پرک ملي ديموکرات قوتونو د يووالي دپاره هلې ځلې وکړې او پرې نه ږدي چې ليوان يو ځل بيا د رمې په سرنوشت حاکم شې . ياده شوې جبهه په رښتيا هم د خطر زنګ دې او ددغه خطر مخنيوی د لويو واقعي ملي جوړښتونو او يوې واقعي ملي متحدې جبهې په جوړولو سره کيدی شي .