په نړۍکې د دندو نشتوالې


نړیوال اسلامي پوهنتون – اسلام اباد
لکه څرنګه چي نړی د یو کړکیچن اقتصادی دور څخه تیریږی او مختلف هیوادونه هر کال د رنګا رنګ اقتصادی ناورینونو سره مخ وي د همدی اقتصادی ناورینونو څخه یو هم د دندو نشتوالي والی دی چی پالیسی جوړونکی او اقتصاد پوهان ورسره لاس او ګریوان دي.
همدراز په نړي کښې د کارکونکو او وګړو بي کچي زیاتوالی په خاص ډول، مخ پر ودی هیوادونو کښي دا ویره نوره هم زیاته کړی چي په راتلونکي کښې به د دندو نشتوالی نور هم زیات شي . د کارګرانو د نړیوالی اداری یا International Labour Organization د یو سروی له مخې په راتلونکو لسو کلونو کښي به نړی د ۶۰۰ میلونه څخه زیاتو دندو ته اړتیا ولرې ترڅو د بی روزګاری په کچه کښي د زیاتوالی څخه مخ نیوی وشي.
له همدی کبله نړیوال بانک زیار باسی او د مختلفو هیوادونو سره مرستی کوی ترڅو خصوصی سکتور ته وده ورکړی کوم چي د نویو دندو د تولید لپاره اساسې منبع اود بی وزلو لپاره د ساتني شبکه کڼل کیږی. د دي لپاره چی د ټولنی د وګړو څخه ساتنه وشي او د هغوي لپاره د پور زمینه برابره شي ، پهنوموړی برخه کښينړیوالبانک د ۱۹۹۸-۲۰۰۸ کال پوری په اوسط ډول د ۱.۶ میلیارد ډالره مرسته کوله چي دغه اندازه یی د ۲۰۰۹-۲۰۱۱ لپاره په اوسط ډول ۴.۲ میلیارده ډالرو ته لوړه کړه.
د ۱۹۹۸-۲۰۱۱ کال پوری په مجموعی ډول ۱۰۳ هیوادونه د نړیوال بانک د کارګرانو د پروژو څخه برخه من شوی. همداراز نړیوال بانک د ۲۰۰۰-۲۰۱۱ کال پوری د ۲۱۶ نه زیاتو تحلیلی او مشورتی کارونه چی د کارګرانو د مارکیټ پوری یی اړه لرله پانګه ورکړی ده.
د نړیوال بانک په مرسته زیاتره هیوادونه د ځینو پروګرامونو په مرسته لکه : بیکارانو ته د بیکاری مزد، عامه کارونه، د بی کاری خدماتو مرکزونه ، ټرینګونه او داسی نور پروګرامونه عملی کوی اود خپلو کارکونکو ساتنه کوی او د هغوی لپاره دندی پیدا کوی.
نړیوال بانک په راتلونکی کښی لاندی پروګرامونه په نظر کښی لری.
• د ۲۰۱۳ نړیوال پرمختیایی راپور: د ۲۰۱۳ نړیوال پرمختیایی راپور به تحلیلونکی لاری چاری په ګوته کړی ترڅو د دندو د تولیدولو لپاره د موانعو څخه مخ نیوی وکړي. نوموړی راپور به هغه دندی په ګوته کړي کومی چي د ځینو نورو دندو څخه په اقتصادی او اجتماعې دګر کښی زیاته برخه لری.
• ټولنیزه ساتنه: ګمان کیږی چی په ۲۰۱۲ کال کښی به نړیوال بانک د ټولنیزی ساتنی او د کارګرانو سټراتیژی جوړه کړی. همدراز نړیوال بانک د نړیوال غذایی بحران د مخ نیوی لپاره هغو هیوادونو ته ۱.۲ میلیارده ډالره د مرستی په ډول ورکوی چی د غذایی بحران سره مخ کیږی.
• د ځوانانو استخدام: نړیوال بانک په نظر کښي لری چي د ځوانانو د استخدام ملاتړ وکړی او د همدي مقصد لپاره د انټرنیټ له لاری یو ډیټابیس (Youth Employment Index) په لاره اچول غواړی ترڅو په نړیواله کچه د ځوانانو د استخدام لپاره په کافی اندازه معلومات برابر کړی.
• تعلم او مهارتونه: نړیوال بانک د ۱۱.۲ میلیارده ډالره په ارزښت په ۸۲ هیوادونو کښي تعلمی او مهارتی پروګارمونه اداره کوي . چي یواځي په ۲۰۱۱ کال کښي یی ۱.۸ میلیادره ډالره په دی برخه کښی مصرف کړی دی. نړیوال بانک غواړی له دی لاری تعلیم ته وده ورکړي ترڅو هیوادونه یو پر مختللی تعلیمی سیسټم ولری.
• خصوصی سکتور ته وده ورکول: نړیوال بانک غواړی چی د تحلیوونکی وسایلو ، مشورتی پالیسیو او د ځانګړو انتخاب شوو پروګرامونو له لاری یو با اثره ، رقابتی او ابتکاري خصوصی سکتور رامنځ ته کړی.
 
 

نړیوال اسلامي پوهنتون – اسلام اباد