
لندن:
د (ډیلی میل او ډیلی ټیلیګراف) ورځپاڼو په یو راپور کي لیکلی چي د اکتوبر د
میاشتي په اخرو کې به د نړئ د وګړو شمیر ۷ میلیارده ته ورسیږې. د ملل متحد
د نفوسو د احسایی له مخي ورځپاڼه لیکی چي کیدای شی دا شمیر د دي پیړی تر
اخره دوه برابره شي یعنی ۱۵ میلیارده. ورځپاڼه لیکی څرنګه چي په اسیا کی تر
نورو ټولو براعظمونو د نفوسو شمیر زیات دي نو په دی براعظم کی به تر تولو
ډیر ما شومان تولد شي او همدا وجه ده چي په اسیا کي د نفوسو شمیر ډیر زیات
ګړندی روان دی.
احسایه لیکونکی اونفوس پیژندونکی حیران پا ته دی چي
په ۱۹۹۹ کی دغه شمیر یواځی ۶ میلیارده وو. او یواځی د ۱۱ کلونو په سفر کی
يي يو میلیارد وګړی دنیا ته راوړل. او اټکل کیږي چی تر ۲۰۵۰ کال پوری به
نړئ ته ۲.۳ میلیارده نوروګړي هم اضافه شي. د ملل متحد د دغه راپور له مخی د
پیړی (۲۱۰۰) میلادی کال تر پایه پوری به په نړئ کې ۱۵.۸ میلیارده وګړئ
ژوند کوی. ورځپاڼه لیکی چي په انګلستان کی به د ۷ میلیارده وګړو ورځ د
یادګار په ډول و لیکل شی.
دا پداسی حال کی ده چی د نړی محدودی طبعی
منابع نوری هم محدودی شوی دی. او خلک په نړی کی د وال سټریټ ورځپاڼی په
وینا د پانګوال نظام، سود، او ماده پرستی د ختمیدو په خلاف د اروپا او
امریکا سرکونه ته راوتلی.