
وسیم سجاد، کابل
جولای۲۰۱۲،۱۹
پرده اول: معرفي
بلک تورو ډیر خطرناک نوم دی؛ اول ځل چی راغلی وو د جنسنګ لوی عکس یی په تختو کی بند کړی وو. بلک د انګریزی Blackدی چی تور ته ویل کیږي. تور رنګ، تور مخی، تور کالي، د افریقی توران! اوباما! تور استاد!
خو دا تورو یی یعنی څه؟ دا به انګریزی وی نه! که وه تو اسکا مانا هماری پاس هونا چاهی!
دا په افغانستان کی د یوی نوشابی نوم دی! مونږ نه خو دلته هم مرداره شوله! زمونږ ماشومان او لویان ټول یی نوشابه بولي!—څښاک نه!!!
...............................
پیمان آیس کریم وطنی محصول دی! بازار یی ګرم دی! ملامت هم نه دي ګرمی دی! ښه خرڅیږي! اعلانات یی ډیر شویدي. اعلانات کولای شي چی د خلکو توجه جلب او ګومنځ په ګنجي خرڅه کړای شي. کوم مولا اوس دلته پیدا نشي چی فتوا به یی ورکړي وي چی اعلانات حرام دي ځکه چی بازار تیزي ده.
......................................
پرده دوم: اعلانات او...
یو وخت به په تلویزون کی زړه تنګوونکی اعلانات به تیریدل! خوا به یی بده وله درته! خو اوس څه لس کاله شول! تجربی زیاتی شولی! خلک بلد شول! شاوخوا تلویزونونه، کیبل او دا هر څه یی ولیدل! یو وخت به دی چی اعلان لیده نو یو متن به تیریده چی په کی لیکل شوي به وو:
....بانک نوی په فعالیت پیل کړی، از علاقمندان خواهشمندیم که ... از ساعت ....الی.... تشریف راوړي!
بیا وروسته غږونه شول، غږونه مشخص شول؛ رنګونه او شعارونه یی وموندل! د تولسی په غږ باندی ډب شوی غږ د ارزو اوریا دی. په باختر پوهنتون کی لکه درس وایي. پارلمان ته هم کاندیده وه! کارنامه یی دا وه چی غږ یی ښه غږ وو. نوم یی پیدا کړ. خو خپله ښه توره ده! خو بلک تورو نه دی.
عزیزی بانک د اعلاناتو غږ د دی دی. سپانسر شوی دی غږ یی. بل څوک یی نه شي کارولی. دا یی پیسی اخلي. بس که د عزیزی بانک اعلان هم ونه ګوری، دغه اعلان یی واوری پوهیږی چی اعلان د کوم بانک دی؟
په اعلان کی له دریو شیانو زیاته ګټه پورته کیږي:
* ماشومان
* واړه حیوانات
* نجونی
پاکستانیان دغو اعلاناتو ته اشتهارات وایي. بره درې واړه یاد شوي قلمونه جالب وي، توجه اړولی شي او په ذهن کی پاتی کیږي.
تاسو به د Evy پمپر اعلان لیدلی وي؛ ماشومان په کی دي! څوک تری بده نه مني!
کابل بانک هم د خپلو اعلاناتو د جالبولو او د خلکو د توجو جلبولو لپاره پرینا او ودیا راوستلی، سیتا قاسمی څخه یی هم په کی کار واخیسته! فرهاد دریا په کی دا هم وویل چی \"بانک تا بانک اس\"!
باختر بانک غزل تیره کړه، فرزانه ناز یی وکاروله او داسی نوری! ښی پیسی هم ورکوي! بس که قواره تلویزونی داشته باشي.
الکوزی به کاترینا کیف ته څومره ورکړي وي چی یوه پیاله چای ورته و څښی او دوی یی شاټ واخلي؟!!!
دا ټول د کمپنی شهرت په خاطر کیږي! خو یوه خبره مسلمه ده هغه دا چی کلتور، مذهب او د خلکو عنعناتو ته په کی په درنه سترګه وکتل شي!
چادری له هغه تور سیکسی حجابه غوره بولم! او له تور سیکسی حجابه بیا یوه چپن غوره بولم! له چپنی څخه وروسته که جلکی لوڅه وي؛ مټي یی ښکاره وي؛ ورنونه یی ښکاره وي غوره بولم! ځکه چی څومره دوی لوڅیږي هغومره هغه توجه کمیږي او سړی بیغمه خپل کار کولی شي! نه به ورپسی سر وباسی نه به بل ته وایی چی هغه وګوره او څه او څه....
ځکه هغه تشویش د یو شي لیدلو په اړه یی چی لرو هغه به راته څرګند وي! نوره یی بس اړتیا نشته چی سړی دی ځان ورپسی سر ګردان کړي.
څو ورځی وړاندی می له کورنۍ سره تلویزون لیده! تلویزون کی ناڅاپه یو اعلان راغی، همر موټر راشي، ودریږي؛ جلکی ته اشاره وکړي خو جلکی وایی نه ځم!
بیا ورپسی کډیالک لکه راځي که بینز دی را نه هیر دی اوس! جلکی ته وایی چی راځه خو جلکی وایی نه! بیا ورپسی لکه فراری سور رنګ راشي خو بیا هم جلکۍ وایی نه ځم!!!
چی ګورم صمد آغا په خره سپور دی! د دواړو پښو لاندی یی بلک تورو بوتلونه ځوړند دي! جلکی ورسره په خره سپره شي! جلکی کټه مته هراتی غزل ته ورته ده چی زما هم ډیره خوښیږي!!! په ځانګړی ډول خولګی یی!
صمد اغا چی خر چو کړي! نو له ځان سره وایي چی: برای خودم سوار شده یا به.... نوشابه!!! صمد آغا خو سپین ږیری دی! نشه، جذبه، احساسات، شی دا ټول یی مړه دي! نو چی سپره شوی د نوشابی لپاره دی چی صمدآغا ته یو ځل بیا د ځوانی احساس، ګرمي او تیزوالی وروستلی شي—بلک تورو!!!
په دی مو کور کی تبصره کوله چی ښه دی که خراب چی بله ورپسی په بل اعلان واوښتم!
دلته هم جلکی ته هلکان سترګکی وهي! اشاری کوي؛ جلوی ښیی چی راځه!!! خو نه ځي! چیرته بیا جلکی میلی ته که واده دی که کومه نخره ځي!
هلته یو هلک چی دی ته یی مخکی په موټر کی د سوریدو ستونه کول، د پیمان آیس کریم خوري! جلکی ورپسی ورځي خو هلک تری روانیږي ورته وایی: نمی خوامت!!!
فکچر ابهی تګ باقی هی: هلمند موټر سایکل او آرین موټر سایکل باندی ښکلی پنډی منډی جونی سپری دي! هر اندام یی د رحیم وردګ دی! زه یی بی بۍ بولم!
هوری هم همدغه انډو خر!!!
-----------
پرده سوم: زما یی په څه؟
هر اعلان له ځان سره پیغام لري! دغه پیغام د هری طبقی خلک له ځان سره کشولی شي! سپین ږیری، ځوان، زوړ، وړ!!!
زه دا نه وایم چی یوازی ځوانان به ډیر زر د ځان خواته جذب کړي بلکی سپین ږیری مو هم هومره خالی دي څومره چی ځوانان مو دي!!!
حتی که نور هیڅ نه وي دغه ډول تمرینونه او پریکټیسونه بیا خلک د خوند لپاره هم کوي! ځه چی یوه ټوکه یی کړو! فن یی کړو! جوک یی کړو!
ښځو ته توهین یی بل جنجال! د ښځو اداری، وزارت یی، نماینده ګان او مدافع وکیلان یی ټول چوپ دي! د ښځی ټول ارزښت هماغه بیا په کوڅو کی ازارول او یا هم په یو بوتل نوشابی او یا هم ۱۰ افغانیګي آیس کریم پسی تلل!
دلته لږه خبره د کامن سینس په کار ضرور ده! زمونږ د ښځو چارو اداری یوازی او یوازی هغه وخت متوجه کیږي کله چی نجیبه څوک پروان کی ووژنی او یا یی هم په بغلان کی په تشناب کی بنده کړي او یا یی هم په هرات کی اور ځان ته ورته کړي!
بیا نو سیما ثمر هم جنډه پورته کړی وي؛ اکبر جهان هم راوتلی وي! ښځو وزارت ټیکه داره هم په تلویزون کی ناسته وي!!! دلته ولی اعتراض نه کوي—دا به یی اصلیت وي!!! څنګه؟
کشاف مولا چی اوس د علماوو د شورا درباری مشر دی لکه چی تلویزون نه ګوري! ګوري یی خو لکه چی خوند یی ورکړی! ځان ورته صمدآغا ښکاري! څومره به یی بلک تورو خوړلی وي چی هماغه پخوانی ګرمي یی بیا—ای میرا زهره جبين، میری معلوم نهی، تو ابهی تک هی حسين اور مین جوان، تج پی قربان میری جان، میری جان!!!
مخدوم چاچا چیری دی؟ افغان تلویزون یی خو یو واری په فحاشیو جریمه کړی وو! طالب جانه ! هندو ستړی، خدای(ج) ناراضه! جهاد خو ددی لپاره وي چی د خدای(ج) قانون عملي جامی واغوندي، دلته خو ورځ په ورځ ترې پښه اوږدیږي!!! ځکه چی د کوم څه لپاره چی مونږ مبارزه کوو، وسیله مو غلطه ټاکلی!!!
leekwal@yahoo.com