د بينوا د دروغو او افتراء په ځواب کې

 
دې سايټ د حسين پاچا په حواله داسې ليکلى چې گويا مولوى عطاء الله لودين د ښاغلې حکمتيار صاحب په هکله ويلي چې نوموړى د افغانستان قذافي دى؟١- که د سايتونو نشرات او خپرونې داسې بې اساس، بې بنياده او په بې عدالتى او بې انصافي ولاړى وي او محض د دښمنى په بنا وي سړى به څرنګه په داسې کاذبو تبليغاتو او سايتونو اعتماد وکړي او خاصتاً بېنوا ته به څه حيثيت پاتې شي. چې د هر چا د خولى وچ او لامده )دروغ او ريښتيا( نشروي. زه په دې هکله نور څه نه وايم که د ليکنى اصلى ليکونکى پيدا کړم چې دومره لوى دروغ او بهتانونه تړي زه به يې د قضايي مقاماتو کې د بهتان په جرم د محاکمه کېدو غوښتنه وکړم او نور درس به هم وروښودل شي.٢- راغلو د اصل موضوع او تړل شوي بهتان په هکله : ښاغلى حکمتيار صاحب د روسانو په خلاف د افغانستان د مقدس جهاد افتخار دى، او دې ملک ته يې د روسانو او کمونستانو د ظلم نه نجات ورکړى دى، زمونږ د جهادي مقدسې دورې ټول افتخارات د هغه د شخصيت او قيادت پورې تړلى، خداى ناخواسته که دهغه جهادي شخصيت جرحه شي مونږ ته به هيڅ پاتې نشي ځکه چې مونږ د جهاد د دوران افتخارات د ده په قيادت او مشرى کې ترلاسه کړي. ښاغلى حکمتيار د افغان ولس او مجاهدينو سره هېڅ نوع مشکلات نلري دهغه ملاحظات د خارجي قواوو په حضور او د افغانستان په حکومت او موجوده حاکم نظام باندې دي. زمونږ يا اسلامي تنظيمونو سره يا هم د افغان ولس سره هيڅ نوع دښمني نلري. زه په خپل ژوند کې د ښاغلى حکمتيار په خلاف د څه ويلو اجازه ځانته نه ورکوم که هر وخت زما د خولى د ښاغلى حکمتيار په هکله هر چا څه وليکل هغه به زما ليکنه نه وي بلکې دروغ او افتراء به وي او يا به ماسره دښمني کوي تر څو صوتي او تصويري اسناد ونه لري. هيله مند يم چې په داسې مسايلو کې زمونږ په رابطه باندې سايتونه د داسې ليکنو نه ځان وساتي.                                                                                                                                                                                            والسلام
                                                                                                                  مولوى عطاء الله لودين د سولې د عالي شورى مرستيال