
ژباړن :بشيراحمد ريان
هغه انګېزي چي صليبي جګړې يې په محور
څرخېدې، داسلام دخطر انګېزه او داسلام او مسيحيت تر منځ دژوند اومرګ دجګړې انګېزه؛وې.
کليسا وکړاى شواى دخپل قدرت دتحفظ په
موخه، خلک او عيسوي اميران ددين تر نامه لاندي داسلام په خلاف جګړې ته چمتو کړي او
وتوانيدل دا انګيزه له ديني شور او تعصب سره يوځاى دمسيحيانو زړونو ته ننباسي او
دمنځنيو پېړيو جنګيالي دسترو حملو او خيالي مقصد لپاره چي دنيوي ګټي هم پکي کمي نه
وې، تيار کړي.
دا ديني انګېزه بريالۍ نشوه، دجنګياليو
مشرانو دنيوي او مادي موخي پټي کړي، هغسي چي دين دبيرغ په څېر دکليسا په لاس کي و
او اميران او جنګيالي يې تر لاندي راټول کړل، دعوت هم اغيزناکه وسيله وه چي
جنګيالي، مشران او عام خلک پرې وپاروي او دځان په وړاندي يې اطاعت او خضوع زياته
کړي.
که څه هم عيسوي مشرانو،جنګيالي په
ديني شور او حماسه راضي کړي و،خو داهم ښکاره ده چي دنيوي ګټي وي چي دوى يې داسي
ستر او ويرونکي خطر منلو ته اماده کړل،له هغه لومړيو ددوى ترمنځ دقدرت او چوکۍ په
سر اختلاف ښکاره شو.
زموږ دليل، هغه لاسوندونه دي چي په
زياتو صليبي جګړو کي وليدل شول.دبيلګي په توګه: (ګودفردى بويومن) او دهغه مرستيال
اميرانو دلومړۍ جګړې په پيل کي ژمنه وکړه چي په نيول شوو سيمو کي به دپاپ په نوم
حکومت وي، خو کله چي قسطنطنيې ته ورسيدل نو په دې شرط دختيز روم په دولت کي ورته
دتېريدو لاره ورکړل شوه،چي په مفتوحه هيوادونو کي به دامپراتور په نوم حکم چلېږي
او دوى هم ومنله!
دوى (طرسوس) او (انطاکيې) ته رسيدلي
نه و،چي ترمنځ يې نوي اختلافات او لانجې پيدا شوې، دا اختلافات ددې لامل شول چي
(بلدوين) له ملګرو جلا او په حمص کي ميشت شي.
بوهموند هم په (انطاکيه) کي دېره شو
او وړاندي تلو ته حاضر نه و.
(ريمون دي تولوز) دطرابلس په نيولو سر
شو او (ګودفر) په (بيت المقدس) کي استقلال اعلان کړ.په دې توګه هر امير ځانته دولت
جوړ کړ، شخصي ماڼۍ يې جوړي کړې او پراخي ځمکي يې دځان او ملګرو لپاره اختصاص کړې.ومو
ويل، پنځم صليبي لښکر مقدسي ځمکي ته ونه رسيد او په قسطنطنيه کي ميشت شو او اميران
يې په هغو دسيسو او توطئو کي چي دقياصره تخت ترې لړزيده، بوخت شول.په پاى کي يې
هڅه وکړه دبيزانس دولت غړي سره ووېشي او تېر يې کړي ترڅو دمسيح دقبر زيارت تلو ته
وس پيدا کړي.
اوس موږ له هغه څه چي ومو ويل ،داسي
پايله اخستلاى شو چي دصليبي جګړو انګېزې دوه لاملونه درلودل :معنوي او ټولنيز
(مادي).
لومړى عامل دديني عواطفو تحريک و، ومو
ليدل چي داوومي زېږديزي پېړۍ څخه اسلام او مسيحيت په کشمکش کي و او وروسته تر هغه
چي ځان يې داسلام په وړاندي مغلوب او محکوم به فنا وليد نو راپورته شول او
مسلمانان يې له اروپا وايستل او په اسپانيا کي يې کلابند کړل.
په دې هم پوهېږو چي صليبي جګړې،يوازي
يوه ولوله نه وه چي دمسيح دقبر دزيارت داستان او دپطرس زاهد بلني پيل کړه،بلکي
داسلامي ځواکونو هغه ستري جګړې او مبارزې وي چي څلور پېړۍ يې دمسيحيت سره وکړي، دا
جګړې تر يوولسمي پېړۍ په اروپا کي کيدلې اوله هغه وروسته اسيا ته نقل شوې.کله چي
موږدې پېښوته ژورنظروکړو،پوهيږو هومره چي مسيحيان په اسياکي وړاندي لاړل،مسلمانان
په اروپاکي تللي و.
اسلام په اسپانيا کي دولت درلود او
هلته خپور شوى و. مسيحيت هغه څه په اسيا کي درلودل، په سوريه کي يې لاتيني دولت
جوړ کړ او کوچني امارتونه يې رامنځته کړل.يعني دبيت المقدس مسيحي دولت په لويديز
کي داسلامي دولت نظير و، ددې دوو سترو نظامونو دمبارزې روح و چي په صليبي جګړو کي
د اوج نقطو ته ورسيد.
اما دوم عامل، چي ومو ويل ټولنيز او
مادي و،دهغه دمطالعې لپاره بايد په يوولسمه پېړۍ کي داروپا وضع وڅېړو: سرمايه داري
نظام داروپا ټولنيز حالات دتباهي تر پولي رسولي و، هغوى يې په اسارت او ځنځير کي
ګير کړي و، اروپا غوښتل له دې تنګ کمربند څخه چي ترې راتاوو ده، يو پراخ افق ته
لاړ شي.
دصليبي جګړواعلان،دوى ته داافق
وښود،په همدې خاطرزياتو ډلو داسي لبيک ورته ووايي،ګواکي په دې جګړه کي يو روښانه
اوغوره ژوند دى!
صليبي جګړې داروپا لومړنۍ عمومي پېښه
وه. ددې جګړې ار امتياز هم دا وو چي ټولي اروپا پکي برخه واخستله.تر دې جګړې
وړاندي به موږ ونه وينو چي يو څه دي داروپا عاطفه ژوندۍ کړي او په يوه پېښه کي دي ټول
ګډون وکړي.
صليبي جګړې، يوازي اروپايي نه وي بلکي
په هر هيواد کي ملي پېښه وګڼل شوه، دټولني ټولو طبقو يو ډول فکر درلود.
واکمنانو، مشرانو،کاهنانو،تجاراتو
،بزګرانو او عامو وګړو ټولو دصليبي جګړو په اړه يو ډول انګېزه درلوده او په يو ډول
يې عمل کاوو.له دې امله صليبي جګړه داروپايي ملتونو لپاره دمعنوي وحدت پيل و.
نه غواړم ددې وحشيانه جګړې په اړه چي
مسيحيت او تعصب، نژدې دوه پېړۍ په ختيز کي وغزوله، نظر ورکړم، ځکه تر ما وړاندي
زياتو متفکرينو او مورخينو په دې اړه خبري پرېښي دي.
ددې دردونکي پېښي په اړه د نامتو
مسيحي مورخ او مفکر (ادوارد ګيبون) خبري کافي ګڼم ،هغه نقلوم :
(صليبي جګړې) په وحشيانه تعصب ولاړي وې،
مهمه نتيجه يې دپيل په شان وه، هرڅوک به دمسيح دقبر زيارت ته تلو اوغوښتل يې له
سپيڅلو غنيمتونو سره چي فلسطين او يونان خپاره کړي و؛ راوګرځي.هر ګام چي به يې
وړاندي ښود يا به شاته تلو، دمعجزاتو او وړاندينو يوه څنډه وه!
کاتوليکي عقيده په نويو افسانو رنګ
شوه او عادتونه يې په تازه خرافاتو فاسد شول....
که نهمه او لسمه (زېږديزه) پېړۍ
دتيارو دور و، ديارلسمه او څوارلسمه پېړۍ دخرافاتو عصر و)).[1]
ايا احتياج لرو، ووايو: داسلام او
مسيحيت ترمنځ کشمکش اوس هم پاته دى او لويديز زموږ په عصر کي صليبي حملې په نوې
بڼه ،د سياسي او اقتصادي استعمار لاندي،دتمدن ،تهذب،اخلاقو او پوهي په جامه کي
داسلام په ضد تنظيموي؟!
-------
هغه زده کړه چي بايد له صليبي جګړو يې
وکړو او دجګړې سياسي او ټولنيزي اغېزې داسي موضوع ده چي دڅېړني ګنجايش پکي نشته.
کولاى شو په لنډه توګه ووايو:صليبې
جګړې داروپايي قومونو دتحرک لامل شوې او داروپا ټولني ته يې دمشرانو او جنګيالي
اميرانو له بند څخه چي عامه ولس او متوسطي طبقې يې په لاس کي نيولې وي او حقوق يې
ورته له ګواښ سره مخ کړي وو،نجات ورکړ.
له هغو غنيمتونو پرته چي په صليبي
جګړو کي و، غربي تمدن داسلامي تمدن دسرچينو څخه زيات څه ترلاسه کړل،دا غنيمتونه
دجګړې په ميدان کي نه، بلکي دهغو زده کړو په مهال چي دسولي په حال کي يې داسپانيا
او سيسيل په خاورو کي وکړې او هغه وخت چي اسلام او مسيحيت په ارام سره اوسيدل او تفاهم
او همکاري يې سره درلوده.
خو ختيز دې وحشيانه جګړو او متعصبو
ټوليو ته چي همکاري يې يوازي په اور،توره، پيسو او غنيمتونو کي وه،وخت ورنکړ.
[1] - Gibbon: Roman EmpireGibbon: roman empire, CH lxiLxi-انحطاط و سقوط امپراطوری روم.