
ليکوال:عبدالله عنان
ژباړن:بشيراحمد ريان
دريمه هجري پېړۍ کي مسلمانانو داوبو
او بحر مشرتوب هم ترلاسه کړ، دمديترانې سمندرګي (بحرالروم) پراخه غېږ له ختيزه تر
لويديزه بيا داسلامي پولو تر جنوبه، دمسلمانانو ددې لوړتيا لپاره ښه ساحه وه.
مسلمانانو دکار په پيل کي،په سمندري جګړو کي شک او وسواس درلود، خو نيمه پېړۍ له
دې لومړۍ سمندري جګړې تېر شوي نه و چي په اوبو کي هم مسلمانانو دوچې په څېر په
جګړو کي سوبه او برى ترلاسه کړ.
دعثمان ذوالنورين دخلافت په مهال، اسلامي
بېړۍ دجزېرو دنيولو په موخه اوبو ته ولوېدي.په ٢٨ او ٢٩ هـ کلونو کي مسلمانان دقبرس
دجزېري نيولو لپاره وجنګېدل اودهغه ځاى په مسيحي هستوګنو يې جزيه کېښوده. په ٣٣ هـ
کال يې دا جزيره ټوله ونيوله او په همدې وخت کي يې اول وار د (سيسل) په جزيره چي
عربانو ورته صقليه ويل، بريدوکړ او ردس جزيره يې ونيوله.څوکاله وروسته په (کرت)،(سيسيل)،(ساردني)
جزيرو کي وجنګېدل او (مانورکا،مايورکا،ايبسا) جزېري يې ونيولې.
دنهمي عيسوي پېړۍ په پيل کي مسلمانان
دمديترانې سرداران وو او ددې پراخ سيندجنوبي اومنځنۍ اوبه چي دپخواني عالم په منځ
کي بهېدې، په لاس کي درلودې.پخواني دولتونه په دې شپو کي له يوډول پرېشانۍ سره مخ
و او تقريباً ټول ملتونه په خپلو کورنيو جګړو کي ښکيل و.ددې عصر له ځانګړنو څخه
بحري او سمندري جګړې وي چي ملتونه يې له خطر سره مخ کړي وو.
دمديتراني سمندر ددې جګړې مرکز ګڼل
کيده او شتمن سواحل يې دبريدونو هدف و.ددې جګړيزو ځواکونو چي دمديترانې اوبو يې
دجګړې ډګر و،زياته برخه مسلمانان وو.
دمسلمانانو پرلپسي عملياتو، تر دوو
پېړيو زيات دمديتراني عيسوي ميشت ساحلونه له خطر سره مخ کړي وو. دايتاليا او ختيز
روم (بيزانس) اوبه زياتي له تهديد او بريدونو سره مخ وي.
دکرت دجزېري نيول
ومو ويل، مسلمانانو په پيل کي هغه جزېري
تر بريد لاندي نيولې چي ددوى سواحلو ته نژدې وي، لکه (قبرس) او (ردس) چي په هغه
لومړيو حملو کي يې فتحه کړې. مسلمانانو څو ځلي د (کرت) په جزېري هم بريد وکړ اوبشپړه
فتحه يې د ٢٠٢ هـ کال په روژه کي داسپانيا دمسلمانانو په لاس چي دقرطبې ښار په
جنوب کي اوسيدل، وشوه.
دې کسانو د (حکم) داندلس اموي خليفه
په وړاندي بغاوت وکړ، خو حکم مات کړل،زيات يې ونيول او نور يې تيت – پرک کړل.دهغه
په امر يې کورونه وران کړاى شول او څه چي پاته شول هغو اور واخست.وروسته يې امر
وکړ چي پاته وګړي دې سمدستي له قرطبې وايستل شي، په دې توګه بغاوت کوونکي له
اسپانيا وشړل شول،ځيني يې (دافريقا شمال) ته لاړل او نور يې دبېړيو په وسيله مصر
ته ورسيدل او داسکندريې په بندر کي کښته شول.
دې مهاجرينو سوکه – سوکه په داخلي
جګړو کي برخه واخستله او وتوانيدل اسکندريه دهغه ځاى له والي څخه ونيسي،هلته يې
مرکز جوړ کړ او په مجمع الجزاير يې له دې ځايه بريدونه پيل کړل.هغه مهال چي
عبدالله بن طاهر دمامون عباسي خليفه دځواکونو مشر مصر ته داخل شو، دوى له هغوى
ځايه هم تېښتي ته اړ شول.(٢١٢هـ)
ددې مهاجرينو يوې ډلي څو کاله وړاندي
دکرت په جزيره (چي عربانو ورته اقريطش) ويل،حمله کړې وه او يوه برخه يې ورڅخه
نيوله او کورونه پکي جوړ کړي وو.داسکندريې څخه په تښتيدلوچي نوري لاري پرې بندي
شوې، اړ شول په جزيره کي خپلو ملګرو سره يوځاى شي او هڅي يې پيل کړې چي دجزيرې
پاته برخه هم ونيسي او له زياتو شتو يې ګټه واخلي.
داډله
چي شمېره يې لس زره ته رسيدې ،په څلوېښتو جنګي بېړيو کي د مشهور ماڼو ابوعمر حفص
بن عيسى اندلسي په مشري داندلس له اوبو روان شول اود٢١٢ هـ کال په وروستيو کي يې
په يوه غږپه جزيره حمله وکړه.دجزېري رومي والي وتښتيد او دهغه له تلو وروسته
دجزېري دوګړو مقاومت هم مات شو او جزيره دمسلمانانو لاس ته ولوېده. داچي په دې شپو
کي دروم امپراتور (دوم ميخائيل) دداخلي بغاوتونو په ځپلو بوخت و، ونه توانيد چي
دجزېري وګړو ته مرسته ورسوي.
بيزانسي تاريخپوهان ليکي:(( دمسلمانانو
سرلښکر چي کله جزېري ته داخل شو،امر يې وکړ چي بېړۍ وسوځوئ، ملګرو يې اعتراض وکړ خو
ده ته ورته وويل:دڅه لپاره اعتراض کوئ؟ ما تاسو داسي ځمکي ته راوړي ياست چي له
شاتو او شيدو ډکه ده، داستاسو ځمکه ده، دلته پاته شئ او داخپل پنډغالى جوړ کړئ.
سرتيرو وويل:زموږ زامن څرنګه کړو؟
سرلښکر ورته وويل:ددې جزېري نجوني او
مېرمني په نکاح کړئ او تاسو به ددې جزيري دراتلونکي نسل پلرونه شئ!
هغوى هم په کرت کي هستوګنه غوره کړه
او خپل لښکرځاى يې په ژور خندق کلابند کړ،چي په کرتي ژبه هم په خندق مشهور شو او
وروسته بيا لويديزوالو تغير ورکړ او کانديا يې وباله.
داسپانيا مسلمانانو په (کرت) جزيره کي
نوى حکومت جوړ کړ او له دې ځايه به يې په ګاونډيو جزېرو حمله کوله، خو ډېر ژر
جنګيالي دکرت په جزېري راغلل.
دروم امپراتور چي ددوى بريدونو تر
سپږمو رسولى و، يو ستر لښکر د اميرالبحر (اوريفاس) په مشري دهغوى په شاتمبولو
لپاره وليږه. دا اميرالبحر وتوانيد بريدکوونکي دنورو جزيرو څخه وشړي خو په کرت
جزيره کي يې ماتې وخوړه.بيا امپراتور (تيوفيلوس) په دې جزيره ستره حمله وکړه خو
داځل هم مسلمانانو (تاسوس) ته نژدې سخته ماته ورکړه.
مسلمانانو تقريباً يونيم ساله کاله په
(کرت) کي حکومت وکړ،په دې موده کي دهغوى سمندريزو جګړو، داژه سيند جزېري ډېري پرېشاني
کړې وي، تردې چي يونانيانو د (دوم رومانوس) په وخت کي دکرت جزيره بيرته له
مسلمانانو نيوله.(٣٥٠هـ)[1]
[1] - دفتوح البلدان بلاذري د (فتح اقريطش) برخه ص ٢٨٧ او کامل ابن
اثير ج 6 ص 135 و تاریخ ابن خلدون ج 4، ص 211.