دوه ګونی تابعيت (پنځمه برخه)

 


حفيظ الله غښتلى

پېنځمه برخه

څلورمه خبره

دولت ـ ملت جوړونه او تابعيت

په تېرو خبرو کې له بحث وروسته دا دی په دې څپركي كې د ملي ګټو او تابعيت تړاو او اړيكو ته تم كېږو. د ملي ګټو لپاره تابعيت څومره اهميت لري؟ په دې لړ كې ډېرى هېوادونه دوه ګونى تابعيت نه پېژني او يا يې كه پېژني هم د هغو اشخاصو لپاره يې پولې او بريدونه ټاكلي چې دوه يا ډېر تابعيتونه لري. په هر صورت د تابعيت په اړه دا بحث مطلق بحث نه دى، بلكې د هغو اصولو له مخې بحث كېږي چې په حقوقي نظامونه او قوانينو كې ثبت شوي دي او دې برخې ته پاملرنه شوې ده. په څلورمه خبره كې بيا هم د تابعيت په اړه بحث هغو حساسو او د اهميت وړ پړاو ته نه رسېږي چې زموږ په اداري او سياسي نظام يې اغېز ښندلى دى او ملي ګټې يې متاثره کړې دي، بلكې په دې بحث كې هم هغه مسايل څېړل شوي چې په دولت جوړونه او ملت جوړونه كې د اهميت وړ دي.
دولت جوړونه او ملت جوړونه له ستړياوو سربېره د شخصي ګټو قربانيو ته اړتيا لري. په دې معنی چې اشخاص ښايي په مضاعف تابعيت کې شخصي ګټې وويني، په لويه کچه کېدی شي پر ملي ګټو منفي اغېز ولري، په داسې حالت کې د شخصي ګټو قربانولو ته اړتيا ته او هغه دا چې دوه ګونی تابعيت وانه خلي او يوازې په خپل اصلي تابعيت پاتې شي.

لومړی مبحث: ملي كړه وړه او دودونه (National Manners)
ملي کړه وړه د دولت جوړونې او ملت جوړونې په برخه کې ستره ونډه لري او د دې تر څنګ ملي کړه وړه د ملي ګټو د خونديتوب او د تابعيت د اصولو له رعايت سره نېغ او مستقيم اړيکي لري، خو لا زموږ په ټولنه کې دې موضوع ته ژوره کتنه نه ده شوې او نه هم جدي ګڼل شوې ده. کله چې په ۱۳۸۲ ل کال کې د افغانستان د اساسي قانون لويه جرګه جوړه شوه. په دې لويه جرګه کې د ګډونوالو ملي کړه وړه هغسې څرګند نه شول لکه څومره چې ښايېدل. د ساري په ډول افغانان تل د اتفاق، وحدت او يووالي خبرې کوي، نه يوازې خبرې کوي بلکې د تاريخ په اوږدو کې ‎يې ثابته کړې هم ده، خو د اساسي قانون په لويه جرګه کې ډېر وخت د نفاق او د نه درناوي خبرې او کارونه وشول. د اساسي قانون د لويې جرګې په څلورمه ورځ چې د کاري کمېټو د کار دويمه ورڅ وه. په دغه ورڅ د درېيمې او پېنځمې کمېټې غړيو پر قانون د بحث پر مهال د افغان د کلمې مخالفت وکړ: د درېيمې کمېټې په رپورټ کې ليکي: د هېواد پر هر فرد د افغان د کلمې د اطلاق يو لږ شمېر مخالف وو.(#) همدا ډول د پېنځمې کمېټې په رپورټ کې ليکي: يو وکيل د افغان د کلمې پر ځای د افغانستاني د کلمې وړانديز وکړ.(#)
هغه ټولنه چې ملي کړه وړه په کې د خلکو تر منځ ځای موندلی وي، هلته خلک داسې تصور نه کوي، يا دغه ډول خلک چې يو ډول ذهني ناروغي لري د دې جرئت نه کوي چې د ملي کړو وړو خلاف څرګندونې وکړي.
خبره همدلته پای ته و نه ورسېده، بلکې له هغې وروسته دغه کار د ځينو اشخاصو او کړيو له لوري ډېر تکرار شو او لا تکرارېږي. همدا ډول دغه بحث او دې ته ورته نورو بحثونو د اساسي قانون د لويې جرګې په بهير کې ادامه پيدا کړه او په نورو کمېټو کې ورته بحثونه وشول چې د ملي کړو وړو مخالف وو.
د دغه ډول بحثونو او کړو وړو لامل کېدی شي ډېر وي، خو د جرګې د جوړولو مسوولينو دې موضوع ته د جرګې له پيل مخکې هغسې پاملرنه نه وه کړې لکه چې ورته اړتيا وه. د اساسي قانون لومړي فصل د دولت تر سرليک لاندې د څلورمې مادې په درېيمه فقره کې لولو: د افغانستان ملت له پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن، بلوڅ، پشه يي، نورستاني، ايماق، عرب، قرغېز، قزلباش، ګوجر، براهوي، او نورو قومونو څخه جوړ دی.
دغه فقره د اساسي قانون په هغه متن کې نه شته چې د اساسي قانون د تسويد د کمېسيون له خوا ترتيب شوی او نه هم د اساسي قانون په هغه متن کې شته چې د تدقيق د کمېسيون له خوا جوړ ترتيب شوی و. دغه فقره څرګندوي چې ملي کړه وړه څپڅپانده دي او په کور کې د کورګي جوړولو معضله ده. يا په بله وينا دغسې خبرې او موضوعات د ملي کړو وړو د وحدت او يووالي په لار کې خنډ ګرځي او دغه خنډونه په پای کې د درزونو او چولو لامل کېږي.
د اساسي قانون د لويې جرګې ځينو ګډونوالو لوی او ژور ملي فکر نه دی کړی، بلکې يوازې په يوه وړه کړۍ کې يې ځان تړلی دی. د اساسي قانون د څلورمې مادې دويمه فقره څرګندوي: د افغانستان ملت عبارت دی له هغو ټولو افرادو څخه چې د افغانستان تابعيت ولري. همدغه دويمه فقره د درېيمې فقرې اړتيا له منځه وړي، يعني د دې اړتيا نه وه چې په ورپسې فقره کې دې د ځينو قومونو نومونه واخېستل شي، ځکه کېدی شي يو فرد په درېيمه فقره کې په هېڅ قوم پورې اړه نه ولري، ځکه د ټولو قومونو نومونه يادول د قانون متن اوږدوي يا کېدی شي د کوم قوم نوم له ياده ووځي، په دې ډول هغه اشخاص چې د هغوی د قوم نوم په قانون کې نه دی ياد شوی د پرديتوب او بېګانه والي احساس کوي او دغه ډول کار د ملت جوړونې د لارې خنډ ګرځي.
کله چې د ۱۳۸۹ ل کال د سلواغې پر اوومه د هېوادمشر له لوري د ملي شورا پرانېستنه کېده د ملي سرود د اورولو پر مهال ښاغلی عبدالحفيظ منصور ملي سرود ته د درناوي لپاره و نه درېد.
په هر صورت ملي کړه وړه په انسان کې له کوچنيوالي تر بلوغ او ځوانۍ، تر پاخه سنه او زړتوبه بېلا بېل پړاوونه تر شا پرېږدي خو يو له بل سره نژدې او د پام وړ اړيکي لري چې دغه اړيکي ملي کړه وړه په ټولنه کې تلپاتې ساتي.
هانس جي. مورګانتا په خپل کتاب Politics Among Nations كې د بېسمارک ليکنه نقل کړې چې د خپل حال څرګندونه کوي: په سن پيترزبرګ کې پر ۱۸۵۹ کال د لومړي ځل استوګنې په بهير کې مې د روسانو يوه ځانګړنه او خصيصه بيامونده. هغه مهال د څړموني په لومړنيو ورځو کې دود دا و چې د دربار مامورين به د قدم وهلو لپاره بڼ ته وتل، دغه بڼ د پُل ماڼۍ او نوا رود تر منځ پروت و. په دې بڼ کې امپراتور يو ځل دې ته متوجه شو چې يو سرتېری د چمن په منځ کې ولاړ دی. له هغه يې وپوښتل چې ولې هورې ولاړ يې؟ سرتيري په ځواب کې ورته وويل: دا حکم دی.
امپراتور له ځنډ پرته يو مامور د ساتندويانو خونې ته ولېږه چې د دې پېښې ريښه او لامل پيدا کړي، خو يوازې ځواب يې چې واخېست هغه دا و: اوړی او ژمی بايد هلته يو عسکر پيره داري وکړي.
دا معلومه نه شوه چې دا حکم چا کړی. دغه خبره په دربار کې مطرح شوه، خو بيا هم ځواب و نه موندل شو او بالاخره خبره د خدمتګارانو تر غوږونو ورسېده يو سپينږيری او عمر خوړلی خدمتګار وړاندې شو او ويې ويل: يو ځل چې کله له خپل پلار سره د اوړي له بڼه تېرېدم پلار مې راته وويل: تر اوسه لا دلته ولاړ دی چې د ګل ساتنه وکړي او خيال يې وساتي! سپينږيري زياته کړه چې پلار مې ويل: يو وخت د ملکې کاترين پام د دې غوټۍ له ځای سره څېرمه د واورې يوې ټوټې وکاږه چې پر يوې غوټۍ او شګوفې پرته وه، دغې غوټۍ له معمول او وخت مخکې سر پورته کړی و. ملکې حکم وکړ چې دغه غوټۍ بايد مړاوې نه شي. د وخت دربار د ملکې حکم د پر ځای کولو لپاره پر هغه ځای يو ساتندوی وګوماره، چې اوس له هغه زمانې راهيسې ټول کال - ژمی او اوړی يو سرتېری ولاړ وي.(#)
د پرګنو او ولسونو تر منځ دا ډول درناوی په خلکو کې باور رامنځته کوي او تر منځ يې فاصله له منځه وړي.
ښايي يادونه وکړو چې ملي کړه وړه له عصبيت او تعصب سره توپير لري او بايد دغه دواړه سره ګډ او ونه لړل شي. د ملي کړو وړو خبره او موضوع د روان پېژندونکي له لوري راپورته شوې ده او دوی په دې باور دي چې د يوه ملت وګړي ګډ او مشترک خصوصيات لري او هڅه کوي چې دغه خصوصيات له خپلو ځانونو سره وساتي او دا هغه وخت ساتل کېږي چې د وګړو تر منځ ملی روحيه موجوده وي.

دويم مبحث: ملي روحيه
کله چې د ملت د وګړو تر منڅ ملي کړه وړه پياوړي شي، بيا نو په دويم پړاو کې په هغو خلکو او ملت کې ملي روحيه پياوړې کېږي. په دې کې د کار خبره دا ده چې يو ګونى تابعيت د ملي روحيې د پياوړتيا سبب ګرځي. كله چې شخص د يوه هېواد تابعيت ولري د هغه هېواد له ملي ګټو سره ځان تړلى ګڼي، شخص هر وخت هڅه كوي چې د ملي ګټو ننګه وكړي. دا چې ځينې خلك يو تابعيت لري، خو ملي ګټې ورته اهميت نه لري او هغو ته احترام نه كوي، دا د دې معنى نه ښندي چې يوګونى تابعيت به په شخص څه تاثير ولري چې ملي روحيه پياوړې شي. په هر حال يو تابعيت د ملي روحيې د پياوړتيا او پايښت په برخه كې د پام وړ مرسته كول شي.
ډېری هېوادونه پانګوالو ته تر يوې ځانګړې اندازې  څخه د ډېرې پانګونې پر اساس تابعيت ورکوي يا ورته د دايمې استوګنې ويزه ورکوي. د ملي روحيې لرونکي خلک د دې فرصتونو په وړاندې هم له تدبيره کار اخلي، د دوی د پانګونې اصلي مرکز خپل ټاتوبی وي او خپل وطن ته د نورې ګټې راوړلو په موخه په نورو هېوادونو کې هم پانګونه کوي. که په افغانستان کې حالات وڅېړو خبره پر عکس راوځي، له افغانستان څخه پانګه ايستل شوې او په بهر کې لګول شوې چې دغه ډول کار په خپله د ملي روحيې د کمزورۍ نښه ده.

درېيم مبحث: ملي قدرت
وګړي چې د هېواد اتباع وي د هغه هېواد د ملي قدرت په پياوړتيا كې د حساب وړ عنصر ګڼل کېږي، نه يوازې د حساب وړ جز دی، بلکې وګړي د ملي قدرت يو کيفي عنصر ګڼل کېږي. کله چې وګړي يوه خوله وي او ټوله انرژي او ځواک يې د اقتصادي پياوړتيا، رفاه او د خلکو د هوساينې لپاره ولګول شي هلته نو ملت په ځواک او قدرت اوړي او د خلکو له احتياج او سوال څخه بېغمه کېږي. بالعکس که د وګړيو انرژي او ځواک په نفاق او تفرقه مصرف شي نو دې ته به وخت نه وي چې په اقتصادي انکشاف فکر وکړي او د هغو لپاره کار وکړي. دلته به په ملي قدرت کې د تابعيت موضوع نوره راوسپړو.

لومړی جز: تابعيت او ملي قدرت
مخکې له دې چې د تابعيت او د قدرت پر تړاو خبره او بحث وکړو، ښه به دا وي چې لومړی د قدرت عناصر وپېژنو او په دې توګه به وکړی شو چې د تابعيت اهميت رابرسېره کړو او بيا به وګورو چې دوه ګونی تابعيت پر قدرت په ځانګړي ډول په ملي قدرت څه وړ اغېز لري. کېدی شي په ملي قدرت کې د وګړيو د هرې طبقې تابعيت اغېز ولري، خو د لوړ پوړيو چارواکيو تابعيت په څرګنده د قدرت په کميت او کيفيت تاثير لري.
ډېرې داسې لارې چارې شته چې پر اساس يې د قدرت عناصر کتګوري او تقسيم بندي شي. يوه پېژندل شوې لاره د هدف او موضوع تر منځ توپير دی، چې لومړی هغه يې په اسانۍ د اندازې او درک وړ دی او دويم يې نه دی. دويمه لاره دا ده چې واک په محسوسو او نامحسوسو وسيلو په يوه ګروپ او ډله کې يو ځای او بيا په جلاجلا كاري کتګوريو ووېشل شي. د ساري په ډول دوه داسې کتګورۍ چې په اسانۍ د پوهېدا وړ دي، يعني مرکزي ملي - او ملي بېخبنا چې دغه کتګوۍ د ټولو هېوادونو لپاره مرکزي ټکی جوړوي، ځکه دغه ملي ځواک د نورو کتګوريو په ځانګړي ډول د پوځي ځواک او اقتصادي ځواک لپاره د اساس او بنسټ په توګه کار کوي. دلته موږ د قدرت او ځواک ملي مرکز ته لنډه کتنه کوو او د ملي بېخبنايي ځواک له بحث څخه تېرېږو.

لومړی پارګراف: د قدرت او ځواک ملي مرکز
ملي دولت د ملي ځواک د عناصرو پر بنسټ جوړېږي، چې په درېيو جزونو وېشل کېږي، ملي جغرافيه، خلك او حكومت. دلته موږ د قدرت او ځواک پر شننه او تحليل بحث نه كوو، چې جغرافيې ته تم شو ځکه په جغرافيه کې موقعيت، ټوپوګرافي، کچه او اقليم راځي او بحث اوږد دی. د حکومت بحث هم په دې نه دی چې حکومت ډېموکرات دی که ديکتاتور، نظام فدرالي دی، حکومت شاهي دی، پارلماني دي که رياستي او يا کوم بل ډول، بلکې بحث پر اداري وړتيا او مهارتونو دی، چې هلته يو حکومت څه وړ شوی او ايا د اغېزناکې ادارې جوړښت لري چې خپل موجود ځواک په بشپړ ډول څرګند کړي. خلکو ته خدمات څه ډول وړاندې کوی؟ په اداره کې روڼتيا او شفافيت دی که فساد او رشوت؟ خلک له حکومت څخه خوښ دی که ناخوښه؟ همدغه فکټورونه د حکومت په څرنګوالي کې د اهميت وړ دي، چې بالاخره د ځواک کفيت او کميت ترې معلومېدای شي. په هر حال دلته د ځواک دويم عنصر په لنډو ټکيو کې راسپړو.
د دويم عنصر په توګه خلک د يوه هېواد له ملي مرکزي ځواک څخه ګڼل کېږي، په دغه محسوسه فرعي څانګه کې د خلکو شمېر، د عمر وېش او همدا ډول دغه د شمېر وړ فکتورونه روغتيا، ښوونه او روزنه په خپله لمن کې رانغاړي، د نفوسو په اړه نامحسوس فکتور هم شته لکه مورال. دلته به هر يو په لنډ ډول څرګند کړو.

لوموۍ فقره: نفوس
د هېواد د وګړيو شمېر کېدی شی مثبت او يا هم منفي فکتور وي، ځکه د پوځي ځواک د توليدي چارو لپاره ډېر وګړي ښه دي، خو ځينې وخت ډېر وګړي منفي تاثيرات هم لري لکه هندوستان چې د ډېرو وګړيو د شمېر له مخې د نړۍ دويم ستر هېواد دی خو خپله ډېره انرژي په دې لګوي چې وګړي يې په نس ماړه کړي. بل اړخ ته ځينې هېوادونه د نفوس د ډېروالي لپاره ځانګړي پلانونه لري چې يو يې هم روغو او سالمو اشخاصو ته تابعيت ورکول دي.

دويمه فقره: عمر
عمر هم د وګړيو لپاره په ملي ځواک اغېز لري، د هغه عمر وګړي چې توليدي او کاري ځواک لري د هېواد د ځواک لپاره ګټور تمامېدی شي. له ۰ تر ۱۴ او له شپږشپېتو څخه لوړ عمر کاري او توليدي عمر نه دی، د ۱۵ او ۶۵ کلونو تر منځ عمر کاري او توليدي عمر دی. ډېر خلک هڅه کوي چې د کاري او توليدي عمر پر مهال د بل داسې هېواد تابعيت ترلاسه کړي چې هلته د ژوند اسانتياوې ډېرې وي، خو کله يې چې عمر ډېر شي او له شپږوشپېو واوړي نو بېرته پلرني ټاټوبي ته ستنېږي په دې ډول دوه ګونی تابعيت د هغو هېوادونو لپاره په زيان تمامېږي چې کاري او توليدي ځواک ترې د تابعيت د ترلاسه کولو په پلمه وځي. داسې هم کېږي چې کله توليد ځواک د پيسو ګټلو لپاره نورو هېوادونو ځي، هلته کار او مزدوري کوي خو پيسې خپل هېواد ته لېږي، دغه ډول حالت د هېواد په ګټه تمامېږي.

درېيمه فقره: روغتيا او ښوونه – روزنه
د وګړيو په برخه کې د هېواد د ځواکمنتيا يوه بله کوچنۍ څانګه د وګړيو روغتيا او ښوونه - روزنه ده. د دغې څانګې وګړي هم غواړي د ژوند د سهولت لپاره يو داسې هېواد ته لاړ شي چې هلته سهولتونه وي، په دې ډول د روغې سټې خلکو او يا هم په پوهه سمبالو وګړيو په دويم تابعيت پسې مټې پورتې کړي وي. همدا ډول موږ د وګړيو په برخه کې د يوه نامحسوس فکتور يعني ملي مورال يادونه وکړه. د ملي مورال د نشتوالي يا کمزورۍ له امله وګړي غواړي د ژوند د سهولت لپاره د بل هېواد تابعيت ترلاسه کړي.

څلورمه فقره: مورال
د ملي مورال څپڅاندي او ويجاړي د نارامۍ او ان د حکومت ړنګېدو لامل ګرځي.(#) ملي مورال هغه مهال ساتل کېدی شي چې لوړ پوړي چارواکي په رښتيني توګه د هېواد او خلکو لپاره کار وکړي او ووايي چې دلته زېږېدلی يم، خاپوړي مې کړي دي، دلته به د خلکو خدمت کوم او بالاخره به دلته خاورو ته سپارل کېږم. د شوروي اتحاد د شوړېدو په اړه ويل کېږي چې ۵۷ سلنه وګړيو يې په راتلونکي باور نه درلود او همدا بې باوري يو له هغو فکټورونو او اسبابو څخه کڼل کېږي چې د دوی د زوال او سقوط سبب شو. د افغانانو لپاره هم په راتلونکي ناباوري بده راتلونکي مخکې ته راوړي او دغه ناباوري له هغه ځايه راپورته کېږي چې چارواکيو په ځانګړي ډول دوه تابعيت لرونکي خلک په هېواد کې د تلپاتې کېدو نيت و نه کړي. دوی کورنۍ په بهر کې دي او افغانستان ته يې نه راولي، ځکه په راتلونکي باور نه لري او دغه بې باوري ټولو وګړيو ته خورېږي او ملي مورال له منځه ځي. د ملي مورال د کاواکۍ او مخ په ځوړ حالت کې ښه حکومتداري له منځه ځي چې په نتيجه کې يې فساد رامنځته کېږي او ملت له تدريجې زوال او سقوط سره مخ کېږي.

څلورم مبحث: نفاق جوړ او حکومت وکړه
د افغانانو ملي کړه وړه، ملي روحيه او ملي قدرت ولې کاواکه او کمزوري دي؟ لنډ ځواب يې کېدی شي دا وي چې د بهرنيو مداخله ده. له دې سره جوخت بله دا پوښتنه رامخې ته کېږي چې بهرنۍ مداخله له څه رامنځته کېږي او دغه بهرنۍ مداخلې څنګه پولې ورانوي او څنګه له پولې هاخوا وفادارۍ پيدا کوي؟ د ساړه جنګ پر مهال ځينو هېوادونو هڅه کوله چې اشخاصو ته دويم تابعيت ورکړي او په دې توګه له دې حربې او وسيلې کار واخلي چې نفاق جوړ کړه او حکومت وکړه. ځينې پوهان په دې باور دي چې لوی هېوادونه اشخاصو ته تابعيت ورکوي او له دې لارې د خپل واک ساحه د خپل هېواد له پولو هاخوا غځوي، په دې توګه د يوه هېواد دننه کشمکش رامنځته کوي او دغه کشمکش په نفاق او اخ و ډوب اړوي او د خپل ځان لپاره ځای ګوري.

پېنځم مبحث: له پولې هاخوا وفاداري
كله چې شخص دوه تابعيتونه ولري نو د دې احتمال او وېره ډېرېږي چې له پولې پورې غاړه هغه شخص وفادار پاتې شي، د هند اساسي قانون له هغه شخص څخه ځينې امتيازونه اخلي چې د پولې پورې غاړې وفاداري ښيي. ښايي خبره واضح شي چې کله شخص له پولې پورې غاړې وفاداري او روابط ساتي نو هلته د ملي ګټو خلاف تصور پورته کېږي، پر عکس د هېوادونو تر منڅ اړيکي او دغه اړيکي ته نېکه بڼه ورکول د نړيوالو اړيکو په دايره کې راځي. ډاکتر هوشنګ عامري په خپل کتاب اصول روابط بين الملل کې دغو اړيکو ته اشاره کوي او وايي: د هېوادونو تر منځ متقابل اړيکي او اعمال چې د ملي ګټو د ترلاسه کولو او ساتلو په مخه وي هغه د نړيوالو اړيکو په نامه يادېږي.(#)
شخص هغه وخت له پولې بهر وفادار کېدی شي چې يو اړيکی او يا هم پلمه موجوده وي، تر هر څه لومړی ټينګ اړيکی تابعيت رامنځته کولی شي، خو له دې سربېره ماديات او پيسې هم دغه اړيکي رامنځته کولی شی، د ساري په ډول هغه شخص چې د هر هېواد يا ډلې لپاره د پيسو په مقابل کې جګړه کوي هغه ته Mercenary وايي. دغه ډول شخص کېدی شي د خپل هېواد د ملي ګټو خلاف کار و نه کړي او له خپل هېواد څخه ډېر لرې د بل هېواد لپاره يا په يوه هېواد کې دننه د يوې ډلې لپاره جګړه يا څارګري وکړي، يا کېدی شي دغسې شخص د خپل هېواد د ملي ګټو خلاف کار وکړي. په هر صورت د پولې هاخوا وفادارۍ کې د شخص دوه ګونی تابعيت د تحرک يو عامل شمېرل کېدی شي، يا په بله وينا په دوه ګوني تابعيت لرونکي شخص کې له پولې هاخوا د وفادارۍ احتمال ډېرېږي.
اشخاص ډېری وخت له پولې هاخوا وفاداري پټه ساتي او نه غواړي چې نورو خلکو ته رسوا او معلوم شي، دغسې اشخاص غواړي چې خپله وفاداري تلپاتې او همېشنۍ وساتي، خو کله کله ځينې بيا د تجربې د شريکولو لپاره د ماموريت او کار له ترسره کولو وروسته خپل يادښتونو له خلکو سره شريکوي.
اصل دا دی چې په نړيوال ډګر کې هېوادونه يو له بل سره متقابل اړيکي ساتي نه اشخاص له حکومتونه سره، که اشخاص له حکومتونه سره اړيکي ولري، هلته بريدونه نړېږي او له پولې هاخوا وفادارۍ رامنځته کېږي. په افغانستان کې اشخاص او احزاب له بهرنيو هېوادونو سره اړيکي ساتي او د دغو اړيکو د مباحت لپاره وايي چې که حکومت اړيکي ساتلی شي نو اشخاص يې هم ساتلی شي.

شپږم مبحث: حاکميت، استقلال، برابري
حاکميت، استقلال او برابري درې ټکي دي چې تابعيت په ځانګړي ډول دوه ګوني تابعيت ورسره نېغ اړيکي لري. موږ په دې بحث کې په هغو نورو احتمالونو او خطرونو نه راڅرخو چې له دوه ګوني تابعيت پرته هم راپورته کېدای شي، بلکې يوازې په دې موضوع بحث کوم چې څنګه دوه ګونی تابعيت په دې برخه کې ګواښ جوړولای شي. په بله وينا دوه ګونی تابعيت دغه انګار ته يو ښه ببوزی کېدی شي چې انګار په لمبو واړوي او ناورين رامنځته کړي.
وګړي د هېواد د حاکميت په ټينګښت کې غوڅ او پرېکنده نقش لري، خو دغه نقش او رول هغه وخت تت او پيکه کېدای شي چې وګړي او اتباع ملي ګټو ته ژمن نه وي، د ملي تعهد او ژمنتيا کرښې کېدی شي هغه وخت کږې شي چې يو شخص دوه تابعيتونه ولري، له همدې امله د نړې ډېری هېوادونه لوړ پوړيو چارواکيو ته بريدونه ټاکلي چې څه وړ تابعيت ولري. دغې موضوع ته بيا هم په پېنځم څپرکي کې کتنه کېږي.
استقلال هم کېدی شي د دوه ګوني تابعيت له مخې زيانمن شي، د ساري په ډول که چېرې يو شخص د دوه ګونی تابعيت لرونکی وي او په يوه هېواد کې لوړ پوړی چارواکی وي، د دواړو هېوادونو تر منځ د معاملې په نتيجه کې يوه يې ته زيان اړولی شي او دغه کار د هېواد استقلال ته زيان اړوونکی تمامېدای شي. هېواد د نړيوالې ټولنې واحد ګڼل کېږي، خو څه ډول هېواد: له هېواد څخه مطلب د هغه جغرافيايي يا ځمکنی واحد دی چې د داخلي نظم لرونکی او بهرنی استقلال ولري، يعني په بهرني سياست کې خپلواک وي. د يوه هېواد لوړ پوړي چارواکي چې کله دويم تابعيت ولري نو هلته استقلال له ګواښ سره مخ کېږي.
د برابري خبره هم کټ مټ د حاکميت او استقلال په څېر زيانمننونکې ده. کله چې يو شخص دوه تابعيتونه ولري نو د دوو هېوادونو له امتيازونو او مزاياوو څخه ګټه اخلي او هغه چې يو تابعيت لري يوازې د يوه هېواد له امتيازونو څخه ګټه اخلي. کېدی شي د مکلفيتونو پر مهال خپلې پښې سپکې کړي او وتښتي، ځکه نو برابري او مساوات له منځه ځي.

اووم مبحث: ملي تعهد او دوه ګونی تابعيت
د همدې بحث په لومړي څپرکې کې مو د تابعيت د پېژندنې په اړه يو ځای ولوستل چې تابعيت له ځانګړي دولت سره د شخص سياسي، حقوقي يا معنوي اړيکي دي او د دغو اړيکو پايښت ژمنې ته اړتيا لري چې دغې ژمنې ته ملي تعهد وايو. ملي تعهد د پوځ په ليکو او لوړ پوړيو چارواکو کې ډېر ښه مطالعه کېدی شي. هغه اشخاص چې يو تابعيت ولري ممکن ملي تعهد پکې له هغو پياوړی وي چې دوه يا مضاعف تابعيت لرونکي وي. جرمني دوه ګوني تابعيت نه مني، که د جرمني تابعيت څوک واخلي بايده ده چې لومړي تابعيت له لاسه ورکړي. هېوادمشر حامد کرزي د وزيرانو لړ ليک ولسي جرګې ته وړاندې کړ، به دغه لېست کې هغسې کسان وو چې دوه ګونی تابعيت يې درلود له هغو څخه يو هم رنګين دادفر سپنتا و چې د بهرنيو چارو د وزير په حيث معرفي شوی و. معرفي شوي وزير ولسي جرګې ته وويل چې تابعيت به له لاسه ورکړي، خو دغه کار به وخت اخلي. د جرمني د قانون له مخې اټکل کولی شو چې ښاغلي رنګين دادفر سپنتا به د افغانستان تابعيت نه درلود، دلته د خلکو روحيات او ملي کړه وړه زيانمنېدلی شي چې د چارواکيو تعهد له نظام او وطن نه وي او بالاخره دغسې عمل د هېواد په هر اړخ تاثير او اغېز کولی شي چې په لويه کچه پر دولت جوړونې او ملت جوړونې تاثيرات لري.
 
اتم مبحث: د هېواد د سياسي اداري نظام د ثبات لپاره د دوه ګوني تابعيت پولې او بريدونه
پورته مو پر دولت جوړونې State Building او ملت جوړونې Nation Building له بېلا بېلو اړخونو د تابعيت تاثيرات وڅېړل او دې بحث ته رالنډ شوو چې ښايي د ملي ګټو د خونديتوب او د هېواد د سياسي اداري نظام د جوړښت او ټينګښت لپار د تابعيت په برخه کې پولې او بريدونه وټاکل شي. په پېنځم څپرکي کې به دغه پولي او بريدونو د نورو هېوادونو په قوانينو کې لږ په تفصيل او شرحه مطالعه کړو.
د ملي ګټو د ساتلو لپاره په کار دي چې د پرګنو او وګړيو تر منځ ملي کړه وړه او دودونه ټينګ کړل شي او دغه کار هغه مهال شونی دی چې چارواکي د پولې هاخوا وفاداري و نه لري، بلکې ملي تعهد ولري او په دې ډول د خلکو تر منڅ ملي روحيه تانده پاتې کېږي. د همدې دليل پر اساس په کار ده چې دولتي مامورين، چارواکي په ځانګړي ډول لوړ پوړي چارواکي دوه ګونی تابعيت و نه لري. د دولتي مامورينو او لوړ پوړيو چارواکيو د دوه ګوني او مضاعف تابعيت په نتيجه کې پر حکومت د خلکو باور کمزوری او له منځه ځي او ملي مورال زيانمن کېږي او له امله يې ملي قدرت ختمېږي او د حکومتونو د ړنګېدو لامل ګرځي.
په ۱۳۷۰ لسيزه کې د ډاکتر نجيب الله د حکومت له ړنګېدو وروسته د حضرت صبغت الله مجددي او پروفېسر برهان الدين رباني د حکومت په راتلو سره د قانون له موادو په پام کې نيولو پرته يو شمېر بهرنيو ته افغاني پاسپورټونه او تابعيتونه ورکړل شول او په دې ډول د وخت حکامو د وطن شېرازه ونړوله او د بې باورۍ فضا يې رامنځته کړه، ملي روحيه يې مړه کړه او د خلکو ملي تعهد ته يې شا کړه. فرانسيس فوکوياما په خپل کتاب دولت جوړونه State Building كې ليکي: د برلين د دېوال له ړنګېدو يعني د ۱۹۸۹ او ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱ پېښې تر منځ زماني واټن کې د نړۍ ډېری بحرانونه په کمزوريو يا ناکامو دولتونو کې وو. د سوماليې، هيتي، کمبوديا، بوسنيا، کوسوو، روانډا، لايبريا، سېراليون، کانګو او ختيز تيمور په ګډون ډېری دولتونه د بحرانونو ښکار شول... د سپتمبر ۱۱ بريد په نوې بڼه يوه ستونزه وبرېښوله. د افغانستان ناکام دولت دومره کمزوری و چې د نړيوالې ټولنې د واحد څخه پرته شخص يرغمل کړ، د القاعدې ترهګر اورګان او د نړيوال ترهګر اورګان د ډګر لپاره يې وکاراوه.(#)
فرانسيس فوكوياما د کمزوري او ناکام حکومت په ډول په خپل کتاب کې د افغانستان يادونه څو ځايه کړې ده او اشاره يې دې ده چې افغانستان په کورنۍ جګړه کې ښکېل شو او کمزوری او بالاخره يې حکومت ناکام او ړنګ شو. دغه موضوع که د ملي تعهد او ملي روحيې له اړخه وګورو، خبره راته ښه روښانه کېږي او د اشخاصو تمايل او تکيه په بهرنيو هېوادونو ډېره په کې ښکاري چې له خپل وطن او خلکو سره يې مينه په کرکه بدله شوې او شخصي ګټې ورته د پرديو او ګاونډيو په ګټو کې نغښتې او ډېرې ښکارېدې. له همدې ځايه دا پوښتنه راپورته کېدی شي چې ملي تعهد او ملي روحيه تر مضاعف تابعيت پورې اړه نه لري، بلکې هغه اشخاص هم د ملي تعهد، ګټو او ملي رحيې خلاف کار کولی شي چې يو تابعيت لري. دغه پوښتنه پر خپل ځای سمه ده، خو د دې لپاره مطلق دليل نشي کېدی شي د تابعيت موضوع دې له پامه وغورځول شي، بلکې په کار دا ده چې د ملي ګټو د خوندويتوب لپاره هر اړخ په پام کې ونيول شي.

د څلورم څپرکي لنډيز:
له قانون جوړوونکي تر څنګ د ټولنيزو علومو پوهان هم هڅه او کوښښ کوي چې د ملي ګټو د خونديتوب په خاطر د لوړ پوړو چارواکيو لپاره د مضاعف تابعيت مخالفت وکړي. دا چې بېلا بېل هېوادونه تابعيت ته له بېلا بېلو اړخونو ګوري نو ځکه دا به ستونزمنه وي چې په ټوليزه کچه د دوه ګوني تابعيت د له منځه وړو هڅه وشي. په هر حال د ملي روحيې، حاکميت، استقلال، برابرۍ او ملي تعهد لپاره بايد د مضاعف تابعيت پولې او بريدونه وټاکل شي.
د حکومت په کچه په لومړيو کرښو کې د دوه ګوني تابعيت اشخاص ځای پر ځای کول کېدی شي حکومت د کمزورۍ او ناکامۍ پر واټ برابر کړي، دا چې د دغسې حالت مخنيوی مو کړی وي په کار دا ده چې قانون جوړوونکي دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي او موضوع له هره اړخه مطالعه کړي.
د دولت جوړونې او ملت جوړونې لپاره د اصولو او پرنسيپونو پيروي په کار ده او د دې تر څنګ بايد له جديت څخه کار واخېستل شي او تر ټولو مهمه لا دا چې په قانون کې بايد شخصي تمايلاتو او غوښتنو ته ځای ور نه کړل شي، که چېری دغو ټکيو ته پاملرنه وشي واکمنان به توانېدلي وي چې يو پياوړی هېواد ولري.


اخځليکونه: