د توکيو تر کنفرانس وروسته به په کابينه کې بدلون راشي

 وروسته له هغې، چې د توکيو په کنفرانس کې بيا د افغانستان لپاره د مرستو ژمنه وشوه، له ولسمشر کرزي غوښتل شوي، چې له اداري فساد سره بايد مبارزه په جدي توګه وکړي.
ځينې سرچينې وايي، چې ښاغلی کرزی په پام کې لري، چې پنځه وزيران او لس واليان له دندې ګوښه کړي.