د مسكو فساد كه تجاهل!

 د مسكو فساد كه تجاهل!
په افغانستان كې د مسكو ناكامي له افغانستانه د مسكو د نابلدتيا او ناپېژندګلوۍ له كبله ده.
په افغانستان كې د روسيې ځانګړى استازي ضميركابلوف له طالبانو او افغانستان څخه ډېر غلط انځور ايستلى او د همدې غلط انځور پر بنا يې طالبان پښتانه ګڼلي او د افغانستان ستونزو ته يې د قومي سياتونو پر بنا لورى وركړى دى.
کابلوف ويلي چې اوس خو طالبان يوازې سیاسي ادرس دی، دا په حقیقت کې پښتانه دي چې له اوسني وضعیت څخه ناخوښه دي او پر دې باور دي چې افغانستان اشغال شوى هېواد دی او دلته چې کوم بهرني سرتېري دي، دوی یې دین او مذهب ته ګواښ دي .‬
روسيه او افغانستان له اوږدې مودې اړيكي لري، خو كه چېرې د دغو اړيكو سير ته وكتل شي، نو له حسن نيت څخه نيولې تر بېوفايۍ او دښمنۍ پورې لوړې ژورې په كې ليدل كيږي چې دغه لوړې ژورې ډېرى وخت له افغانستان نه د مسكو د ناسمې پېژندګلوۍ له كبله رامنځته شوې دي.
پر افغانستان د شوروي پوځونو له يرغله څه موده وروسته د مسكو واكمنانو اعتراف وكړ چې دغه كار لويه تېروتنه وه او تر هغه وروسته د مجاهدينو د حكومت پرمهال په افغانستان كې د روسيې پاليسي هم د قومي سياستونو پر بنا په تېروتنې ولاړه وه او اوس هم مسكو د افغانستان په اړه تېروتنه كوي.
تر هرڅه لويه تېروتنه دا ده چې مسكو عمداً د افغانستان ستونزې د قومي سياستونو پر بنا توجيه كوي، په داسې حال كې چې تل دلته دولت د ملت پر بنا په ملي سياست او پاليسۍ اداره شوى دى.
مسكو اوس هم په افغانستان كې سياسي او ايډيالوژيكو جريانونو او بهرنيو پراختيايي پروژو ته د قومي سياستونو پر بنسټ ګوري او فكر كوي چې طالبان د پښتنو يوه قومي ډله ده او په سيمه كې بهرني ځواكونه ځانته ګواښ ګڼي. په داسې حال كې چې طالبان هم مهال له افغان دولت سره هم مخالفت كوي چې مشر يې يو پښتون او د ملاعمر له سيمې څخه دى.
حقيقت دا دى چې طالبان او طالبانيزم له افغانستان څخه بهر په پاكستان كې د رامنځته شوې يوې فاشيستي او اميراياليستي طرحې عناصر دي چې مذهبي ايډيالوژي يې ورته وسيله ګرځولې ده.
د طالبانيزم اصلي مشران او طراحان د پاكستان د استخباراتي شبكې جنرالان او د مذهبي مدرسو استادان دي چې دا ټول بهرني ايډيالوژيك عناصر دي.
طالبان د پاكستان له ستراتيژيك سره موازي پراختيايي حركت دى چې له افغانستانه پورته پياوړي استعماري هدفونه هم لري، چې په كې د منځنۍ اسيا د دولتونو پرځول او د پاكستان په اقمارو كې يې راوستل او د روسيې له فدراتيف او چين څخه د مسلمانانو جلا كول او د پاكستان په اقمارو كې يې راوستل دي.
كله چې كابلوف له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړيكو خبره كوي، په حقيقت كې پخپله په دې اعتراف كوي چې ټول طالبان پښتانه نه دي او نه طالبانيزم د پښتنو په ګټه كومه ستراتيژيكه پروسه ده.
كله چې كابلوف له نورو ترهګرو ډلو څخه خبر دى او په ښكاره هدف يې د چيچنيا، انګوشتيا، قفقاز او منځنۍ اسيا طالبان دي، نو بيا څنګه په واقعيتونو سترګې پټوي او طالبان ټول پښتانه ګڼي. كله چې كابلوف له هغو نورو ترهګرو ډلو خبر دى چې د طالبانو په ملاتړ له پاكستانه جنګيږي، نو بيا څنګه كېداى شي طالبان د طالبانيزم له پروژې جلا په يوه قوم پورې محدوده سياسي پروژه وګڼل شي.
پر دې بنا، يا خو مسكو په رښتيا هم د خپلې سيمې له حالاتو خبر نه دى او يا دا چې له لويديځ سره د خپلو لانجمنو اړيكو له كبله عارفانه تجاهل كوي. خو د مسكو د دې تجاهل بيه افغانان او په تېره پښتانه وركوي او په دې توګه په ناغوښتې توګه د خپلو ناسمو پاليسيو له كبله ځان د نورو نښه ګرځوي.
له خدمتګار څخه په مننه .