څلويښت غوايان

.                       

داوښانو په بډه دوهلو مې اور يدلي وو خو،د غوايانو نه او هغه هم دڅلويښتو غوايانوغلا او رشوت خوهسې هم په دې هيواد کې معمول ګرځيدلىاو بې پردې اخستل کيږي.عامه ذهنيت دادى چې دافغانستان يو مامور به هم داسې نه وې چې رشوت وا نه خلي ،  له ترافيکو نيولې تر حج اوقافه او ددروازې له ساتونکي تر چارواکي پورې .هغه دچا خبره پک مې ليدلى وو خو تر وروځو نه يو بل مشور نکل دى چې دهر شي سره منډه ښه ښکاري خو دميښې سره نه.فکر کووم په منصبونو او لوړو چوکيو به ډير سيدان ګومارل شوي وي خو له خپل نامه ېې ځکه دسيد کلمه ليرې کړې چې اولاد رسول بدنام نه شي ، او که ېې پښه لږه هم کږه شي  نو بيا خو اهل بيت نه شوو.زه به ديو داسې   سيد کيسه درته وکړم چې په لوړ منصب دا څو کلونه په دې نوم پاتي شوو چې اولاد رسول دى  او ورپورې نختل ګناه لري او خپله هم خلکو ته وايي چې خيرا مې قبليږي ډير را پورې مه لګئ ، له همدې ډاره ورسره څوک ګوتې نه ماتوي ،زه هم يو جرآت کووم او ګورم چې خيرې ېې تر اسمانه رسي که نه داڅلور کاله هم ځان دسورې او لمر تر منځ ساتلى .دا سيد دکونړ والي سيد فضل الله وحيدي دى چې ځان ته جامعالکمالات وايي .يو خت ېې دامريکايي ولسمشر بوش او کانډوليزا رايس عکسونه دخپل کار په دفتر کې لګولي وو.ډير ښه او بد صفات لري يو صفت ېې دادى چې کله  تر فشار لاندې راشي نو ژاړي، خو چې دغرور کاسه ېې ډکه وي بيا حبيب الله رفيع هم خپل مامور ګڼي اودعبدالباري جهاني په څير شاغر ته چې دده بادار ېې هم  ملي سرود ته ودريږي ستړي مه شو ته نه راوځي.بهر حال دوحيدي صيب نورې نادودې خو نه درته وايم يوه بيلګه به درته ياده کړم.که دڅارنوالۍ يو هيآت دکونړ مستوفيت ته ورشي او دولايتي تخصيص اسناد وغواړي نو خامخا به پکې دا پاڼې وګوري  .((په څلورو مياشتو کې څلويښت غوايان، زر کلو ګرامه وريجي او زر کلوګرامه غوړي))دې ته وايي سمه حکومت داري چې په هر کلو ګرام وريجو کې يو کلو غوړي وخوړل شي او په خوار ځزاکۍ اخته سپين ګيري پرې څټونه وکړي.زه نه پوهيږم چې دا غوايان چا وخوړل دلته خو په اخترونو کې غوايان حلا ليږي خو والي صيب ېې پيسې نه ورکوي خلک ېې پخپله اخلي او چې والي ېې واخلي هغه خو قرباني نه شوه.زما چې ياد شي  دوه وارې په کونړ کې  پي ار ټي غوايان ويشلي او هغه هم والي صيب دخپلې ترانې ګروپ ته و رکړي وو.پوښتنه اوس داده چې که دا غوايان په ولايت کې حلال شوي وي نو غوښه ېې چا وخوړه او څرمنې ېې څه شوي او که خلکو ته ېې ورکړي وي نو دحکومت په کوم کوډ کې دغوايانو دورکړي امر شته .اوس بله پوښتنه داده چې ايا سيد فضل الله وحيدي دومره سخي سړى دى؟چې خلويښت غوايان ،زرکلو غوړي او زر کلو وريجې په خلکو وخوري .دي خو دخوږې او غوړ په ناروغۍ اخته دي اوچې کله هم کوم ميلمه راغلى، ده ورته ويلي ((زه خو پرهيزيم تاته به له بازاره څه راوړو غرمې ته راسره پاتي شه ))نو ميلمه خو پښتون دى په خبره پوهيږي چې ولايت نه دى  دجلا لا جومات دى.بله خبره داده کوم ميلمانه چې راځې نو  دهغو ټول لګښت دايشيا پاونډيشن او پې بې جي ايف نه ورکول کيږي نو بيا څلويښت غوايان ، دومره غوړي او وريجې چا وخوړې .خامخا به دخلکو سره دا سوال پيدا وي چې ولي مطبو عاتو دا خبره پټه ساتلې .ځواب به ښايي داوي چې رسنۍ هم درباري دي که ېې شک ګڼئ نو دولايت دغونډو ځاى ته په داسې ورځ ورشئ چې څوک پکې نه وي ،هلته به وګورئ چې په سټيج څو مايکونه شپږ ويشت ساعته  پراته دي . دخبريالانو دخبر جوړولو ځاى همدا يو ولايت دى  که دباندې  دنيا هم ورانيږي ورانه دې شي خو چې مايک دوالي صيب له خو لې چپ نه شي.دا دوالي صيب امر دى چې دريځ به بې مايکه نه وي کنه نو معاش پرې بنديږي. دپاتي نورو رسنيو استازي به يا دپاچا صيب له خيرو وريږي او يا به ېې بله لومه په خوله کې وي ګنې نو دا خبرې خو دپټولو نه دي .دلته نو بيا ترده ټيټو ته دنور فساد زمينه برابر شوه که دى غوايان په بډه وهي نو ريسان خو به غنم ،دکوچنيانو بسکټ دځپل شوو خيمې زززززززززززززززاو بلا نور ډير څه خامخا داغريبان په لمن کې وړي ځکه په اداري اصلا حاتو کې ېې هډوکي شپيلول شوي او ده ېې واسطې کړي.کرزي صيب اوس اوس دفساد پر ضد تازه مبا رزه پيل کړې او وايي مصلحت به نه کوي موږ به وګورو چې په دې معمله دپاچا صيب له خيرو وريږي کنه؟که ولسمشر دافغانستان بانک پخوانى ريس ښاغلى فطرت له امريکا نه درشوت او درغلۍ په تور بيرته راغواړي نو دى خو لا تښتيدلى نه دى را ودې نيسي کنه! ،که  دفطرت دډالرو په غلا لاس بر وو نو دده په غوايانو او وريجو،دى، له پاچا صيب نه دې دغوايانو او وريجو پوښتنه وشي او له هغه دې دډالرو ،هغه نورې دشرکتونو نه اخستل شوې پيسې او په هغو پلونو کې شراکت چې اوس نسکور پراته دي هغه خو پريږده.