کونړیان له جګړوکه له جکومتي فساد وژاړي ! ؟

  
لومړۍ برخه
دافغانستان په ختیځ کې دښکلاګانو نندراتون چې هره دره يي دښکلا ځانګړی نوم لري دهیڅ یو ورباندې ښکلانه ده پیروز دنښترو تنکۍ غندلې يي دامریکايي چورلکو په بمونو مړاوې دي درڼو اوبو چینې يي  دڅڼورو زلمیانو په وینوسور رنګې شوي په ښکلو ځنګلونو کې که پخوا بانډه چیانو دماښام تیارې دشونټۍ په  پیلوزو روښانه ساتلې اوس نو دبمونو زورورې ګولۍ په ورځو ورځو دځنګلونو ښکلا په اورسیځي
دجګړو له شره پکې لا خلک په امن کې نه دي خو یوبل داسې څه شته چې دباضمیره کونړیانو وینې په جوش راولي اوله زغمه ووځي  دا په دغه ولایت کې حکومتي فاسده اداره ده دغه ادره دڅو لنډغرو دکورساتنې په موخه فعاله ده هغوئ پکې خپلې مزې چرچې کوي خو دبې وزله جګړه ځپلو کونړیانو زوریده ورته دقمار بازانو په څیر یو ځانګړی خوند ورکوي
لومړی خوبه خپلو بې ضمیره قلموال له چوپړه يي درته پیل کړم په تاریخي اسداباد کې والي څوداسې چاپلوس فرهنګیان ساتلي چې که په فرهنګ هره لوبه کیږي ممثیلین يي همدوئ او والي يي هیرو دی  دغه هیرو اوممثیلین بس دیوه مازیګرني بنډار نه هرڅه لوګی کوي دشرم ځای ورته دا دی چې ددغه ولایت ادبي بهیر چې ګڼ ځوانان ورپکې راټول دي ځای دنشتوالي له امله دبازار په دوکانونوکې کیږي حال داچې دکونړ درادیو ټلویزیون او اطلاعاتو اوکلتور لوې ودانۍ شاړې پرتې دي ددغه تش په نوم سید والي او دده دمطبوعاتي ټیم په شتون کې دپښتو ژبې دنامتو شاعرې او دافغانستان دملي رادیو دلومړنۍ ویاندې خدای بخښلې مستوره شال قبره بې ډبر لیکه دی او که وخت پرې واړوي ان قبر به يي له پیژندو ووځي دسید جمال الدین افغان په نوم کوم داسې څلی چا ودان نکړ چې دهغه دتاریخ یادګار پاتې شي دولتي رسنۍ یواځې دپيرصیب ښاغلي والي په چوپړ کې دی یو مشريي په دې جرم والي له دندې ګوښه کړچې دیوه وکیل سره يي ددغه ولایت درغاونې دبهیر اړوندپه واقعیتونو مرکه کړی وه دا ظلم !وکیلان هم حق نلري چې په دولتي ټلویزیون راڅرګند شي څو وارې کونړیان درادیو تلویزیون امر اصف روفي چې ان دکونړله څلورخواو هم نه دی خبر پسې واخست او داطلاعاتواوفرهنګ وزیرته يي شکایتونه وکړل خو دوالي دربار دومره زورور دی چې دنور کونړ غږ پورته کیده پکې اسانه نه دي دغه ماشوم چې دفساد په چاروکې ښه ماهره دی اوس دڅلورم وار لپاره دپی ار ار له جالي پروسې   راووت او دکونړ درادیو تلویزیون امر شو خیر له والي ګیله ځکه نه کو چې هغه خو دخپل ولایت دحالاتو په تحلیل هم نه پوهیږي درادیو تلویزیون عمومي مشر زرین انځورته وایم مشره ته ولې خاموشه يي ته خو دفرهنګی کړیو یو غښتلی څوک وې ؟
دکونړسیندمشاعره چې هرکال دسلګونوفرهنګیانولپاره کونړته دراتلو پلمه جوړوي او دافغانستان له ښو اوهنري مشاعرو بلل کیږي دکونړپه ملي تلویزیون کې په دې نوم قیچي قیچي شوه چې سمبالګر ځوانان يي کله کله دوالي له سرې کرښې ووځي او دکونړعزت ساتلو یو څه فکر ورسره شته حال دا چې دغه مشاعره دشمشاد تلویزیون بې له ايډیته خپره کړه انځور صیب  کوم یو ه ته ملي تلویزیون ووایو تاسو ته که شمشاد ته؟
دکونړوالي اوس لکه دشمال امپراطور عطامحمد نوراو مطبوعات يي لکه دامریکاله واشنګټنه ادره کیدونکي داسې ښکاري یوه وروستۍ مسخره يي درته وایم څو ورځې وړاندې دهیواد نامتو شاعر عبدالباري جهاني دخپل ملي احساس او هیوادنۍ مینې پر بنسټ اسداباد ته راغی دکونړیوشمیر فرهنګیانو ورته دمشاعرې تابیا ونیوله فرهنګي ځوانانو دکونړوالي ته هم مشاعرې ته دورتلو دبلنې لپاره ورغله ورته يي وویل ښاغلی والي جهاني کونړ ته راځي تاسې هم باید دهغه ښه هرکلی وکړئ ځکه هغه یو ملي شاعر دی والي دا ګڼله چې جهاني به ګوندې ورنه چارتراشو امراخلي په غوسه یی ورغبرګه کړه داسیاسي فعالیتونه دي نه غواړم چې ځان پکې ښکیل کړم له ځانه خبر نه دی چې څوک دې دسیاسي بحث لپاره هم نه غواړي خو څه وکړو دا نظام همداسې دی ته هم پکې والي يي لنډه داچې دکونړ فرهنګیانو دښاغلي جهاني ښه میلمه پالنه وکړه خو دوالي نه ګډون هیڅ اغیز هم نه درلود اوس چې دکونړفرهنګي بهیر له داسې یوه چور تالان سره مخ دی هغوئ چې وس يي لري او یو څه په پوست پاک دي باید نور نو دغه حالت ونه زغمي او دحل په لټه يي شي
دنورو نارواوو په اړه بیا ..............