بلژيک دعوا کوي، چې د نړۍ تر ټولو لوی الماس يې موندلی

د بلژيک د الماسو د راکېنستلو شرکت وايي ، چې دوی د نړۍ تر ټولو لوی الماس موندلی دی . د شرکت وياند وايي ، چې دوی دا الماس د لېزوتو د لېټسنګ په کان کې موندلی ، چې وزن يې 478 قيراطه او ارزښت يې 12 ميليونه ډالره اټکل شوی دی . د وياند په وينا دالماس بڼه ګرده او بيخي بېداغه ده ، چې له دې سره د الماس ارزښت نوره هم زيات شوی دی .