
وسیم سجاد، کابل
جولای، ۲۰۱۲،۰۷
نن را ته د انجینر
نیت پاک نه ښکاریده! انجینر مړی، مړی خبری کوي؛ داسی را ته ښکاري چی سړی می له بی
خوندو اړه وي! خو لکه ونه مستقیم په خپل مقام یم، که بهار را باندی راشی که
خزان!!! همارا بهی کچ اصول هی!!! مونږ په خپلو اصولو معامله نه کوو! که مرستیال
والۍ می هم مقرر کړي!!! (خبری می جدی مه اخلی کله، کله سړی جذباتي وي!!!)
انجینر را څخه پوښتنه
وکړه چی تر څه وخته به \"بی خونده خبری\" چلوم! ما په داسی حال کی چی مولنا ته می د سترګو
په کونجو کی سترګی غړولی وویل: تا که زنده هستم!!! بس دا خو زما کالم دی! او کیدای
شوای اوس مهال که کومه اداره وای چی دغه د قلم چلوونکو کارونه یی لیدلی او ارزولی،
نو زه به یی تر ټولو فعال کالم نِکار قلمبند کړی وم—آآآ بیادر!!!
انجینر وایی چی نور
باید له انتقادي برخورده لاس واخلم؛ جبهه
ګیری پریږدم! خو پوښتنه دا ده چی ولی؟
ایا خلکو په تنګ کړی؟
زنګونه ورته ډیر راځي؟ که بل څه دي؟
د بیان ازادي خو هسی
چټیاټ دي! کله چی ولسمشر او یا هم رهین ګورم چی وایی: در ده سال ما توانیستیم
ازادی بیان به همو شاید و باید که ضرورت است داشته باشیم!
خو ته یی په فهیم پسی
ولیکه چی کوم ځای ته دی رسوي! بینوا یی خو اوس د ابد لپاره له وزارتونو او
ریاستونو څخه رټلی ده. فهیم ته از اینجا سلوټ! په کومی وړی چمچی پسی چی هم لیکل
وکړی، محکمی ته د کشیدو اخطار در کوي!!!
خو زه د رته په ګیتا
لاس اږدم؛ سیری ګورو ګرانټ درته په سر نیسم—د دغو کتابونو نومونه می ځکه واخیستل چی باید خپل
فرهنګی اصیل را فراموش نه کنیم!!!
چی زه به لیکل کوم!
او ان شاالله راه خود را ادامه میدهم!!! زه په خپله خبره که ولسوال نه شوم، ټینګ
به ولاړ وم!
انجینر صاب! هغه چی
په ښو لیکل کوي؛ هغه چی کارنامی بیانوي؛ هغه چی د سرکار په صفاتو یی قلم نه
شرمیږي؛ هغه چی د کجیرانو په مرداریو او د مغل په حلوایی تالونو ناست دي؛ زخت ډیر
دي! مه همین اینکه متفاوت هستم—باید
باشم!!!
دا به دی اوریدلي وي
چی مرداري په مرداریو پاکیږي! همدا بی خونده او همدا مرداري!!!
هغه حزبیان چی اوس د
حکومت لوړپوړي دي، دا دلیل وچ نهریانو ته وړاندی کوي چی مونږ ددی لپاره له حکومت
سره یو ځای شولو چی اصلاح یی کړو!!!
هغه بله ورځ می د تور
چای یو غوړپ—خدای(ج) می دی غاړه نه بنده
وي که زیات وو د رڼو اوبو په یو ګیلاس کی واچاوه! ټول ګیلاس مردار شو—تور شو!!!
دوی هم همداسی دي! د
دوی اصلاح کیدل د خوار مولا په اذانه نه کیږي!!!
دوی پریږده چی ذلیل
شي! خوار شي!ٔ!! که فساد نه دره وي؛ که له
جونو سره پیری نه دره وي دومره خو پوی وي چی سجاد یی هسی نه له ګړ بړه خبر نه
شي!!!
زه یو خدایی(ج) خدمتګار
یم! خو پاچا خان نه یم!!! زه یو سپاهی ګُمنام یم خو غواړم چی نامم را از این
کاروان ګمشده ګان بکشم!!!
انجینره! که بیا هم
څه خبره وي، مطمین اوسه چی قلم او قلموال دومره نران نه دي چی په دوی به څه وکړای
شي!!! که څه هم خبری می ضد و نقیض دي خو دا حقیقت دی! محقق او مجاهد نشي سره
برابریدی! هغه چی ...نی یی په دی لیکلو کی سپینی شوي اوس هم له کرزي ډاریږي؛ که د
نړیوالی ټولنی حضور نه وای، ددی امکان وو چی مجاهد او کو یی په دار ځړولی وای!!!
leekwal@yahoo.com