غزل

دخيال انځور وباسم د غزلو په څــــــــــــــــيروپه زړه ناسور ټپونه مې د ګلو په څـــــــــــــيرونو څه که سوځوي د مخ شغلـــــــــې زموږ ټټراورونه تل بليږي د خزلـــــــــــــــــــــو په څيروچاپير کا په ګلونو طوافونه باوراګــــــــــــــــــانځاريږي پتنګان د وير ژړلو په څـــــــــــــــــــيروموږ چـيرته له جانانه د سيالۍ يو زمانـــــــــېريبي زړونه د سترګو د رپلو په څـــــــــــــــيرواغياره که تـــــــــا جوړې دي ماڼۍ په سـاحلود نيا خو ښــــکلي ښکاري زموږ د کلو په څيرولارويه له زړه سـوي دې جار لا نه يې پدې پوهڅه خوند دى د خوبانو د کنځلو په څــــــــــيرواثر د تورو سترګو د بلبل په رنــــــګ کې پروتتيارې يې خپرې کړي د کـــــــــــجلو په څيرو                     مومند محمدي اڅړ