بی خونده خبری(۶۸): چورون کو بهی کُچ اصول هوتا هی!!!

جولای۲۰۱۲،۰۴
شپی ناوخته وه! له انجینر سره یی پارک ته راغلی وم! هلک را ته نن پوره چاپلوسي کوله ځکه چی ۷-۶میاشتی مخکی می ورته انټریو کړی وه. خپل ورور یی واسطه کړی وو؛ ومی نه مانه! ورور یی له خپل مقام څخه سو استفاده کوله خو بیا یی هم خپل زور استعمال کړ او سړی یی ولګاوه!
دا ځل یی چی ولیدم ویل یی شو حتمی باز بیاید؛ ۹ بجه خو؟ خو وختی لاړم! عینکی می لګولی وی! خلکو را ته برګ، برګ لیدل کیدای شي بله بلا ورته ښکاره شوی وم! ډوډی یی راباندی وخوړله؛ پوره وس یی کړی وو! د خپل نوي پارک صفتونه یی راته زیات وکړل! ما هم ورته سر خوراوه. شپی ناوخته دی! حیران یم چی کورنی جوپه، جوپه دا مهال څنګه پارک ته راځي؟
ویی ګرځولم؛ خپله انجینری یی راته وښودله! دلته حوض جوړوم! هلته د کوټبال میدان؛ جونی به هم کوټبال کوي؛ دغه وسایل می له چین، ایران، پاکستان څخه راوړي! خو اصل کی ټول وسایل روسي دي! چوپ وم! بیا یی چمن ته بوتلم؛ په چمن کی ورسره کیناستم! ما شارټس اغوستي وو! هر طرف ته می جلوی وی!
ریډ بولی یی راوړل؛ لارج سایز! اول می ست کاوه خو وروسته سړی را باندی زورور شو! ومی خوړل! مزدور ته یی د قالینی راوړلو وویل! سره قالین یی هواره کړله! اصلی افغاني وه! زما عکسونه یی واخیستل! عشقي شپه وه خو د .... مور نه وه!
پټی، ښکاره، په توری جوړی کی په شنو جوړو کی؛ په حجاب کی په تاجکی لباس کی جونی وی، انټیانی وی، مرغی وی او...
د پارک زانګو ګانو برخی ته یی بوتلم! ماشومان،پیغلی او ښځی—ماته یی بزنس کلاس سیټ راکړ! مطلب دا چی نور دوه، دوه کیناستل زه یوازی کیناستم! یو ځوان خو اعتراض هم وکړ خو مسول کس ورته وویل چی د مالک میلمه دی! په ما هم اعتراض ښه ونه لګیده!
ټالونو ښه خوند وکړ! اوله جوپه خلک کوز شول؛ دویمه را وختل ماته یی ویل مه کوزیږه! دویمه جوپه او بیا دریمه جوپه!!! ماشومان ډیر وران وو! خو زه هم تری کم نه وم! واو، هی، ګریټ چغی می وهلی! بازار می ګرم کړی وو! لاندی په سپین پوخ کی یوه سپینه ولاړه وه! د سینی کلیویج یی ښکاریده! سور واسکت می یی ولیده! ښه دقیق می ورته ولیدل! خوند یی راکړ!
انجینر بل ټال ته بوتلم! دوی دوری یی هلته راکړی؛ دریم ته یی بوتلم! خپله را سره کیناست! راته ویل یی چی له ځمکی څخه ۲۲ میتره اوچت یو! ټول ښار ته وګوره ښکاري! هو ښار چراغان وو!
ازینکه زیات ګاز خورده بودم ګنګس شدم! ورته ومی ویل چی بس تا میشیم! په یوی چوکی کیناستم لږ استفراق می وکړ ستاسو له زړه دی لری وي!
مخ ته می اوبه واچولی! د خوراک ستونه یی راته وکړل؛ زما ځواب منفی وو خبری می ورسره نشوی کولای! لاړم اطاق ته! ښه ستړی وم! د خبرو وس می نه درلود! شب بخیر مو سره وویل! په تخت کی اوږد وغځیدم! تلویزون می ولګاوه؛ کوم هندی فلم روان وو! نصیرالدین شاه، چنډی پانډی پکی غله وو! سنی دیول په کی موټروان وو! د پولیسو او قاچاقبرو معامله وه! فلم زوړ وو خو بیا می هم نشو بدلولی بیخی ستړی وم!
په یو ځای کی پولیس راځي له نصیرالدین شاه چی غل دی ورڅخه د چانکی پانډی په اړه پوښتي، مجله ورښیی د چانکی عکس ور ښکاره کوي! وایی پیژنی یی؟ نصیرالدین شاه وایی نه! پولیس ورته وایی چی که ودی مونده خبر مو کړه ځکه چی ۵۰،۰۰۰ انعام پری دی چی وړونکی یی شی! نصیرالدین وایی حتما! شیبه وړاندی چانکی پانډی د نصیرالدین مخی ته ناست وو! پولیس ځي! نصیرالیدن بیرته خپل میز ته راګرځي! چانکی ورته وایی چی ولی دی ورته ونه ښودم؟ نصیرالدین وایی چی چورو کو بهی کچ اصول هوتاهی! پیسی خو رنډی هم ګټي. د لاس ښیره (با معذرت اګرspelling غلط باشد!!!) ده.نصیرالدین یوه بله خبره هم چانکی ته کوي: د هغه چا زړه مه ماتوه چی له تاسره مینه لري!!! دلته راته خپل حرامي سیاستوال ذهن ته راغلل! دوی می له نصیرالدین سره چی د غله رول ادا کوي پرتله کړل! دوی خو بیخی اصول نه لري! پرون ورته دوستم هیرو وو؛ له ترکیی یی راغوښتی وو خو نن یی په دوستم د ملی خیانت داغ پوری کړی وو! ضیا مسعود له کرزي سره په ارګ کی وو! ویکی لیکس وایی چی ۵۲ ملیون یی کونج ته کړي؛ قره قل یی دفاع وکړله چی درواغ وایي!!! په هغه چا یی چی پرون لمن اچوله هغه نن دده خلاف ولاړ وو؛ مخالفه جبهه یی جوړه کړیوه! مړی مولوی ارسلا رحمانی را یاد شو! هغه آبله ورځ له مجاهدینو سره مرستیال څه شی وو؛ له طالب سره بیا هم مرستیال وو او دلته بیا یی له قره قل سره خبره پخه کړیوه!
د فرانسوي ږیری لرونکی سپین ږیری کمونیست را یاد شو چی ځواني یی لینن ته په سجدو تیره کړی وه او نن یی څڼیور ته  اکاډمی کی په رکوع ولاړ وو! بریتور تڼی را یاد شو، هغه قیام او طعام یی را یاد شول!
د پښتنو هغه چاکلیټي مشر را یاد شو چی په هرو ټولټاکنو کی شپه د مخه استعفی ورکوي؛ حسب معمول د خپل مُحسن خلاف خبری کوي؛ بیا یی په وزارت ونازوي—پښتون هیر او شکایت بند!!!
کارل مارکس پغماني را یاد شو! هغه بله ورځ یی المتوکل علی الله کافر ګاڼه خو نن یی له امریکایانو سره تړونونه درلودل!
هغه د سپینی ږیری لرونکی حرامي مولا را یاد شو چی هغه بله ورځ یی په پبي کی خلک د روس خلاف جهاد ته دعوتول! خو نن توسن د لوکس کور موندلو لپاره هر ډول فراډ ته تیار دی! ولو که اسلام او اصول یی هم ترپښو لاندی کیږي!
د نصیرالدین په اخری خبری کی زور وو: هغه چی له زړه درسره مینه لري؛ زړه یی ما ماتوه!!! مونږ دغه قره قل که هر څه دی؛ له زړه ورسره مینه لرو؛ دفاع یی کوو خو دی بیا هم په مونږ د چنګیز پاتی شوني درانه تلي!!! له خام کله سره مو په یوی تلی کی اچوي!!! د بچه های پیش خدمت سره مو برابروي اخر دومره ظلم ولی؟
فلم روان دی! سنی دیول هغه کالا(تور) بدمعاش نیولی! ذلیل کړی یی دی! هیرو سني خپل وروستي فرایض اداکوي!  زمونږ فلم هم روان دی خو کالا بدمعاشان ټول په واک، ځواک او ... ناست دي! غواړي نور مو هم ذلیله کړي ځکه چی پوهیږي مونږ ...ه یو!!!
خو ځه نور که څه نه لرو—بګوان خو شته!!! زه خوارکی به نور څه ووایم؟ څه زور می رسیږي؟!!! زه خو ځان لیکوال نه بولم هغه چی دي د هغوی قلم هم د چرګی له...نی څخه ټيټ قمیت لري!!!
leekwal@yahoo.com

\"\"