خوست يو هېر شوی ولايت

له ډېرو ورځوڅخه خوست ته د تګ په انتظاروم . خبرونه مې تعقيبول خو له بده مرغه دلارې دخلاصېد ډاډ نه اورېدل کېده . يوه شپه مې په خواشېنۍ سره لا دا هم واورېدل ، چې دايسار شويو مسافرينو ترمنځ درې ماشومان ديخنۍ له امله مړه شوي . شپې ډېرې ووتې او لاره همداسې ستونزمنه وه ، آخر مې زړه نا زړه د خپل تره له زوی سر ه د خوست پر لوري حرکت وکړ . تر ګردېز پورې لاره پخه وه ، تر سټو کنډو پورې کندې کندې وه ، خو بيا هم ګوزاره کېده .
موږ چې کله له ګردېز څخه تېر شو ، زما دتره زوی په لاره کې د خطر له امله د موټر دولتي نمبر پلېټ خلاص کړ او د پای پاک لاندې يې پټ کړ . د سټولمنې ته چې نږدې شو پر ډبره ناست يو کس موږ ته د درېدو شپېلکی وواهه ، د موټر له درېدو سره يې پوښتنه وکړه ، چې ولې نمبر پلېټ نه شته ؟ د تره زوی مې ورغبرګه کړه ، چې موټر دولتي دی او له وېرې مو پلېټ پټ کړی . د پوستې والا ، چې ښايي پخپله يې هم له وېرې ملکي کالي اغوستي و ، په ملنډو وويل: « داسې ولې نه وايې ، چې زموږ له پنجايي ( 50 اف ) څخه ځان خلاصوې !» مانا دا چې نوموړي له ډريورانو څخه په بېلابېلو پلمو رشوت يا باج اخېسته .
په هر صورت له سټو کنډو څخه ورواوښتو ، خو اصلي ستونزه له کنډو هاخوا د خوست پر لوري پرته وه . لار ډېره خرابه وه ، يو نيم ځای سړک له اصلي سطحې څخه تر يو متر پورې ژور پروت و او ځای پر ځای د خټو لوی لوی منډونه منځته راغلي وو ، ګاډي له زنځيرونو ( چينونو نو ) پرته پر لارنه شو تللی . دواورې د ويلې کېدو له امله نيمايی اوبه پاس پر سړک او نيمايي کښته په سيند کې بهېدې او په سلګونو موټر د کنډو دواړو غاړو ته کتار ولاړ وو.
د لارې د بندېدو يو لامل که د لارې خرابي او خټې و ، تر دې مهم لامل يې وارخطايي او د ترافيکي نظم نشتوالی و . د ځنډېدو او شپې پاتې کېدو له وېرې هر ډريور غوښتل زر له سيمې ووځي ، همدا چې د تنګو لارو پر سر به موټر سره ورغلل نو يو بل ته مخامخ به يې اوږده کتارونه سره جوړ کړل . بيا به چلوونکي او سورلۍ په ساعتونو لګيا وو ، موټر به يې يوې خوا بلې خوا او څوک هم پر شا تمبول ، څو لاره خلاصه شي . ځيني سورلۍ به د شپې د پاتې کېد و له وېرې ، له موټرو پلي شول او هڅه يې کوله د سټو بلې ډډې ته په پښو واوړي . د دوی تر منځ ځیني ښځې هم لیدل کېدې ، چې له چادريو او جګو بوټو سره يې خواري درلوده د سټو پر خټينو لارو وخيژي . ځای پر ځای موټر په خټو کې نښتي وو او سورلۍ به تمبه وې ، چې موټر په ټېلو ټمبو له خټو راوباسي . موټر به راووت خو د سورلۍ مخ ، لاسونه او کالي به هم د کتو نه وو .
يوشی چې ډېر هېښنده و ، د موټرو له دومره اوږدوکتارونو او په خټو او تيارو کې د ايسارو شويو لارويو او مسافرينو سره د مرستې او يالږ تر لږه امنيتي ډاډ لپاره يو پوليس او سرتېری هم نه ليدل کېده . بې حکومته باچاهي وه ، خلک په خپل سر لګيا وو او هڅه يې کوله خپلې ستونزې په خپله اوارې کړي . د موټرو د اوږدو کتارونو تر منځ دتېلو يو ټانکر ، چې څو ورځې دمخه وسله والو مخالفينو سوځولی و ، هم ولاړ و . د ايسار شويو کتارونو او سوځېدلي ټانکر په لس کيلومترۍ کې يوې خوا ته د ښواک ولسوالي او بلې خوا د سټو کنډو پر سر امنيتي پوسته پرته وه او تقريبأ په 30 کيلومترۍ کې هم د ګردېز ښار و ، خو سره له دې د حکومت ، پوليسو او اردو هېڅ نښې نښانې نه ليدل کېدي .
دا په سټو کې کومه عادي خبره نه وه ، د سلګونو موټرو او لاريو په منځ کې په زرګونو مسافرين او په مليونو ډالره سوداګريز توکي ايسار پاتې وو ، په همدې لار کې د تېلو ټانکر سوځول شوی و ، تنکي ماشومان د يخنۍ له امله مړه شوي وو ، دکوچيانوغواوې اونور مالونه د لارې پر سر مړه پراته وو . آيا په يوه ولایت يا سيمه کې هره ورځ تردې مهمې پېښې روانې وي ، چې نه والي ترې خبريږي او نه يې امنيتي چارواکي د پوښتنې وخت لري ؟ آیا ولسوالۍ اوامنيتي پوستې ددې لپاره دي ، چې خلک لوټ کړي او خپل پنجايي نغد کړي ؟
ستونزه دومره غټه نه وه ، چې د چارواکو زور نه ورباندې رسېده ، بلکې يو يا دوه بولډوزر او يو ډلګی پوليس بس وو ، چې په زرګونو لاروي له ستونزو او اندېښنو وژغوري . بولډزر کولی شول په آسانۍ سره د لارې ستونزمنې برخې اوارې کړي او دوه يادرې تنو پوليسو په وار سره کولی شول ترافيک تنظيم کړي او دلارې د بندېدو مخه ونيسي .
خو نه ! له بده مرغه دود داسې راغلی ، چې حکومت به خپل کار کوي او خلک خپل کار ، مانا دا چې حکومتي چارواکي به خپل جېبونه ډکوي او خلک به ستونزې ګالي . که نه د پکتيا او خوست له واليانو بايد پوښتنه وشي ، چې د سټو کنډو لاره درې اونۍ بنده وه ، دوی پدې برخه کې څه کړي ؟ آيا لږ تر لږه يې ځانونه د خلکوله ستونزو خبر کړي ؟ آيا دلويو لارو پر سر د زرګونو لارويو ايسارېدل د ولايت په کچه ډېره عادي پېښه ده ؟ آيا په يوه شپه کې د دريو ماشومانو مړه کېدل د دې ارزښت نه درلود ، چې د پکتيا او خوست واليانو پام وراړولی وای ؟ د نړۍ په نورو سيمو کې دغسې پېښو ته جمهورريس اووزيران پخپله ځان رسوي ، خو زه له محترمو والي صاحبانو پوښتنه کوم ، چې که پخپله ورتګ ورته کسر شان ښکارېده ، لږ ترلږه يې کوم بل چا ته د تپوس هدايت ورکړی و ؟ همداراز د کابل له چارواکواو په ځانګړې توګه د کورنيو چارو له وزارت څخه هم بايد پوښتنه وشي ، چې څومره يې له ستونزې ځان خبر کړی او څه ګامونه يې اوچت کړي ، ځکه چې دلارې پرسر د خلکو د امنيت مساله مطرح وه .
يوه بله خبره ، چې غواړم د چارواکو پام ورته واړوم ، داده چې خوست اوس هغه پخوانی ، وروسته پاتې او غير مهم ولايت نه دی . خوست اوس د نفوسو ، ستراتېژيک موقعيت ، اقتصادي او کلتوري ودې له مخې يو مهم ولايت ګڼل کيږي او که مبالغه ونه کړم ښايي تر هرات ، ننګرهار ، کندهار او بلخ وروسته د اقتصادي او کلتوري وړتيا له مخې پنځم ځای ولري ، خو تر ټولو زيات د خوست ستراتېژيک موقعيت ډېرمهم او دپام وړدی . که چېرې د خوست ودې ته پاملرنه وشي ، د شمالي وزيرستان ، جنوبي وزيرستان ، کرمې اېجنسۍاو آن تر بنواو دېره اسماعيل خان پورې دسيمو اوسېدونکي ځان ته راکښلی شي او په دغو سيمو کې افغاني هويت او د افغانستان نفود ته ډېره وده ورکولی شي . د بېلګې په توګه ، که په خوست کې ديو نړيوال هوايي ډګر لپاره – لکه څنګه چې ولسمشر کرزي يې د جوړولو ژمنه کړې وه – کار وشي نو دابه د خوست ، پکتيا او پکتيکا سربېره د ټول وزيرستان ، کرمې ، بنو او دېره اسماعيل خان د اوسېدونکو لپاره آسانتيا او د افغانستان لپاره مالي عوايد او تر هغې زيات د سياسي او کلتوري اغېز زمينه برابره کړي . د کندهار ، هرات ، بلخ او ننګرهار په ولايتونو کې دا چانس ځکه کمزوری دی ، چې په ګاونډ کې يې د کوېټې ، مشهد ، تاشکند او پېښور په څېر نړيوال هوايي ډګرونه پراته دي .
نړيوال هوايي ډګرخو پر ځای پرېږده ، له بده مرغه زموږ چارواکو تر اوسه دګردېز- خوست لويې لارې ته ، چې کنډواله ترې جوړه شوې ، هم پام نه دی اړولی . حال دا چې ډېرو داسې سيموته ، چې د اهميت له مخې تر خوست ډېرې وروسته دي ، پاخه سړکونه غزول شوي . دا هم بايد زياته کړم ، چې که دکابل – ګردېز - خوست – میرانشاه لاره پخه شي ، نو دا به له کابل نه د کراچۍ بندر ته تر ټولو نږدې او اقتصادي ترانزيت لاره وي . دا خبره بايد هېره نه شي ، چې د وزيرستان له سيمې څخه د ترانزيت لارې تېرېدل او سيمې ته نږدې د هوايي ډګر جوړېدل به د خلکو لپاره ډېر کارونه پيدا کړي ، له تمدن سره به د دوی مينه او آشنايي زياته کړي او پدې توګه به د جنګي کلتور او ترهګرۍ دودې مخه ونيول شي ، ځکه ترهګري او ناامني د بهرنيو لاسوهنواو دسيسو تر څنګ ژورې اقتصادي ريښې هم لري .
په پای کې زه د افغانستان له چارواکو هيله کوم ، چې له ستراتېژيک پلوه دغه مهمې سيمې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او په کارپوه ، تکړه او با احساسه واليان او مسوولين ورواستوي .