
امرالدین سرحد :ددلته کوروکښې ژوندي نشته،کنډوالي پاتي ديکلي جګړه کښې دي ړنګ شوي جوړول غواړيدوطن زړه دی ژړغونۍ په سلګیو ده پروتنن هره تیګه ،پرښه ،بوټي څه ویل غواړيله ډیرو اوښکو ګریوانونه شول لامده لامد…هله ژړا ډکي دغه سترګي وچول غواړيداژړغوني سپیري شوي دیتیمو څیري له دي ژوندیو په خپل توان څه رحمیدل غواړيدا لوڅی پښي،کمیس شکیدلی،بی تڼیو ګریوانپښو ته پڼي،ګریوان تڼۍ،کمیس ګنډل غواړيددغی خاوری هر خڅوځکی تبرک مونږ ګڼودغه میراث دافغانیت له مونږ ساتل غواړيبل څه نور نشته ،سره یو شي غمځپلو خلکو پلرنۍ خاوره نن له مونږه سرښیندل غواړيپردي هیڅکله مونږه نه ساتي له بدوورځودوي خپل هدف ته په جګړه کښې رسیدل غواړيجګړي وران کړي هم ښارونه ،کلي، شني کروندي اوس وخت راغلی په خپل لاس دا جوړول غواړيځیني لمن وهي جګړي ته غواړي ګټي وکړيځینی نامرده،پلرنۍ کورنه وتل غواړي راځي څې بیا یو ځلی لاړ شو دیوالی په لورتاریخ افغان ته نوي لاره لټول غواړي ۲۳،۶ ۲۰۱۲٬