رباب

 امرالدین سرحد : 
که رباب مې دژوندون درته غږیږي غږ یې وایې ستا دمینې تمنا یم    بس همدا ده چې سندرې ستا په زړه دي ستا دمینې دښکلا کیسه کښې ستایم    نور مې څه له کړی پوښتنه همدا بس ده  خپله ژبه،خپل ګیتار کښې درته وایم    چی دمینې غږدې زړه کښې زما بندی دی  تر وروستي دمې غوښتونکی ستاپه خوا یم   مینه زما ، مینه د تا ، زړونه ملګري نور له چانه کړې پوښتنه چې د چا یم    مینه اور دی چې په وچ درمند بلیږي  زه په خپله مینه پوه توده هوا یم