حاضر ځوابي

په يوه ميلمستيا کې يو چاغ سړی، نامتو ډرامه ليکونکي برنارډ شاو ته ورغی او ورته يې وويل: زه چې  ستاسو ډنګروالي ته ګورم، فکر کوم په اروپا کې قحطي راغلې!
برنارد شاو ځواب ورکړ: زه چې ستاسو چاغوالي ته ګورم، فکر کوم د دې قحطۍ ﻻمل تاسې ياست!!!