متحده ملي او که (روسي – ايراني )جبهه

دافغانستان په سياسي ډګر کې يو ځل بيا زړه ببولاله تکرار شوه او يوځل بيا خوني دښمنانود ملګرتوب او بښنې غيږې سره ورکړې ، يوازې په دې توپير چې يو څو نوې څېرې او دجنايتونو او دسيسو نوي لوبغاړي پرې ورزيات شول . داځل دوی لومړی په يرغمل شوې ولسي جرګه کې د يواو بل د بښنې وثيقه سره لاسليک کړه او بيا يې ديووالي غږ پورته کړ ، نور نو هماغه بدنامه څېرې ، هماغه تورمخونه ، هماغه دغلامۍ کږې غاړې ، هماغه په وينو سره لاسونه او د سوابقو له مخې هماغه نامتجانس ترکيب . نور نو د شيعه او سني ، اخواني او کمونېست ، دايران پالي ، روس پالي او پاکستان پالي اتحاد يوه هم نوې خبره نه ده او زه يقين لرم چې د امتيازاتو لپاره به دجبهې ژر ماتېدل هم کوم نويتوب ونه لري .
راځﺉ، چې وګوروددې نوې جبهې ګډ ټکي او غوښتنې څه دي . ځيني شنونکي پوښتنه کوي ، چې داجبهه پخپلو کې هېڅ ګډ ټکي نه لري او ډېره غير متجانسه ده ، نو څنګه منځته راغلې ؟ خو زماپه اند د جبهې غړي څومهم او ګډ ټکي سره لري :
1 ـ دجبهې ټول غړي بې ارزښته دي ، یعنې هېڅ ډول ارزښت ته ژمن او قايل نه دي ، بلکې دوی يوازې په ارزښتونو سوداګري کوي . که نه څنګه کېدای شي چې يو بنسټپاله اخوانی او يو بنسټپاله کمونېست ، يو متحجر سني او يو دوګم شيعه ، يو متعصب او قوم پالی تاجېک له يوه متعصب هزاره يا پښتون سره يو ځای شي ؟ يوازې يو دليل شته ، هغه داچې د دوی لپاره د جېب له ګټو پرته بل هېڅ ارزښت نه دی مطرح . پر همدې بنسټ د ظاهرأ متضادو کرکټرونو او عقيدو يو ځای کېدل څه نوې خبره نه ده ، د رباني – دوستم ، رباني – سياف ، حکمتيار – مزاري ، حکمتيار – دوستم ، رباني – حکمتيار ، سياف – محقق ... اﺉتلافونه يې روښانه او تاريخي بېلګې دي .
2 – د جبهې د اکثرو غړو دوسيې له بدناميو ، جنايتونو ، دسيسو او خيانتونو ډکې دي . زه ددې پر ځای ، چې د دوی د جنايتو نو اوږده لړۍ وکاږم يوازې د جبهې د څو غړو نومونه اخلم ، ځکه دا نومونه پخپله د جنايتونو او خيانتونو په سمبولونو بدل شوي ، لکه : رباني ، دوستم ، فهيم ، ګلابزوی ، کاظمي ، علومي ، قانوني ، محمداکبري ، اسماعيل خان ....نو زه فکر کوم دا نومونه شرحې ته هېڅ اړتيا نه لري .
3 – د پرديو چوپړ ، غلامي او جاسوسي . دا ځل هم جبهه کاملأد بهرنيانو د ګټو او غوښتنو پر بنسټ منځته راغلې . دجبهې اصلي هڅوونکي او ملاتړي روسيه او ایران دي . دثبوت ښکاره بېلګې يې دادي ، چې کله يونس قانوني د کورنيو چارو د وزير په توګه د خپل روسي
بادار بارګاه ته احضار شوی و ، نو هلته يې د روسانو په فرمايش له سيد محمد ګلابزوی سره وکتل . ګلابزوی د روسانو ډېر پخوانی او وفاداره اجنټ دی ، چې يو ځل روسانو د حفيظ الله امين له تېغ څخه وژغوره او بيا يې له کارمل سره يو ځای د واک په ګدۍ ګښېناوه ، بل ځل يې د ډاکتر نجيب له ګوزار څخه بچ کړ او اوس غواړي له شورای نظار سره يې يو ځای واک ته ورسوي . کله چې قانوني له روسيې څخه راستون شي ، نو ددې لپاره چې د ګلابزوی راتګ ته ذهنيت او زمينه برابره کړي نو دده په صفتو ‎يې پيل وکړ . د ده وينا ده ، چې : «موږ خو د چا له ښو کارونو سترګې نه شو پټولی ، د کورنيو چارو په وزارت کې ، چې کوم ځای ښه کار ووينم او پوښتنه وکړم چې د چا کار دی ، نو راته وايي : د ګلابزوی کار دی . » او پدې توګه ګلابزوی کابل ته راوستل شو او بيا د پيسو او دسيسو په زور ولسي جرګې ته وټاکل شو او دادی نن د قانوني په څنګ کې ناست دی .
همداراز تاسو به اورېدلي وي ، چې څه موده مخکې احمد ضيأ مسعود ايران ته په يو شخصي سفر تللی و ، هماغه وخت ويل کېدل چې ايران له ضيأ مسعود سره د يوې نوې جبهې په اړه خبرې کوي او دا ده هغه جبهه جوړه شوه . متل دی ، چې : ټول پټی يې وخوړ ته يې لا مږه نه بولې . زموږ ولسمشر اوس هم ګومان کوي ! چې د متحدې جبهې په جوړولو کې يو شمېر هېوادونه او سفارتونه لاس لري .
4 – د جبهې کابو ټول غړي داﺉتلافونو او اتحادونو د جوړولو او بيا ماتولو پهلوانان دي . هم يې دبل په اشارو او پيسو جوړوي او هم يې د نوروپه لمسه ماتوي . همدا ، چې له کومې خوا غوړه مړۍ يا امتياز ورته ښکاره شي بيا نه جبهه وي او نه اتحاد . دا خو لا څه کوې ، چې بيا يې د يو بل ګرېوان ته لاس هم اچولی وي . که نه ، هغه پخواني انډېوالان لکه سياف او محقق چېرته دي ؟
5 – او بالاخره د جبهې د اکثرو غړو نومونه د جنګي جنايتکارانو په لست کې ګډ راغلي او يو مهم ټکی ، چې دوی يې سره يو ځای کړي ، همدالست دی .
اوس به راشو دې ته ، چې جبهه څه وايي او څه غواړي ؟
1 – جبهه وايي ، دوی ځکه سره پنډ شوي ، چې د کرزي حکومت او سياست ناکام دی او ددې وړتيا نه لري ، چې هېواد له بحران څخه وژغوري .
که چېرې حکومت ناکام وي ، نو همدا ښاغلي ، لکه احمد ضيأمسعود دولسمشر لومړی مرستيال او د ده په نشتوالي کې د هېواد هر کاره ؛ اسماعيل خان د اوبو او برښنا وزير ، چې د بې کفايتۍ له امله يې د وزارت بوديجه ونه شوه لګولی او بېرته د ماليې وزارت ته لاړه ، دغه ښاغلي پداسې هېواد کې چې پرېمانه سيندونه او ورسره طبيعي کاسې ، د کال نه مياشتې ځلانده لمر ، بادخېزه سيمې او د سکرو غني کانونه لري ، ونه شو کولی حتی د هېواد پلازمېينې ته برښنا ورسوي ؛ مارشال فهيم د ولسمشر ستر پوځي سلا کار او جنرال دوستم د اعلی سرقوماندانۍ ستر درستيزوال ، چې له برکته يې امنيت تاسې پخپلو سترګو ګورﺉ ؛ يونس قانوني د ولسي جرګې رﺉيس ، چې لويه کارنامه يې د جنګي جنايتکارانو د بښنې منشور و ؛ نو داکسان خو ټول د همدې رژيم کليدي غړي دي . بله خبره دا ده ، چې که دوی د حکومت سياستونه ناکام ګڼي ، نو بيا ولې استعفا نه کوي ؟ دا په کوم قانون کې راغلي ، چې د ولسمشر مرستيال او سلاکاران هم په حکومت کې وي او هم په اپوزېشن کې ؟
اصلي خبره داده ، چې د سپټمبر له يولسمې راهيسې د حکومت د ناکامۍ غټ لامل د همدغو جنګسالارانو او جنګي جنايتکارانو موجوديت دی . زما په اند د ښاغلي حامد کرزي لويه تېروتنه دا وه ، چې له ټاکنو وروسته يې خپله ګټلې پاچاهي يو ځل بيا له همدغو بدنامو څېرو سره شريکه کړه او دبن ناکامه تجربه يې تکرار کړه . ولس ده ته ځکه رايه ورکړه ، چې ده د جنګسالارانو د ورکولو ژمنه کړې وه او بل دا چې د ده خپل لاسونه په وينو سره نه وو . خو ښاغلي کرزي دغو جنګسالارانوته سره له دې چې د ده لپاره يې 1٪ رايې هم نه وې ګټلې ، بلکې په مخالفو ليکو کې هم ورته ولاړوو ، لوړې او مهمې څوکۍ ورکړې او دحکومت د ننه يې ملوک الطوايفي او ملوک الوزيري رامنځته کړه . همدا دليل دی ، چې حکومت يوه ګډه پاليسي او تګلاره نه لري ، بلکې هر وزير يې ځانته ډنګوي . تنظيمي وزيران يوازې د خپلو جېبونو او تنظيمي ګټو تمثيل کوي او له وزارتونو څخه يې تنظيمي دفترونه جوړکړي .
که څه هم ډېر چانسونه له لاسه وتلي او ډېر وخت ضايع شوی ، خو بيا هم پدې هيله چې کېدای شي چارې سمې ته برابرې شي ، زه له ولسمشر کرزي نه غوښتنه کوم ، چې لومړی بايد ټول مصلحتي او تنظيمي وزيران له کاره ګوښه کړي او پر ځای يې يوازې د اهليت او وطنپالنې پر بنسټ نوي کسان وګوماري . اوس به ښاغلي کرزي ته ثابته شوې وي ، چې دا جنګسالاران او تنظيمي مشران هېڅکله د خپلېدو نه دي او نه هم سمې لارې ته راځي ، وايي : زده کړی خوی په ځنکدن هېريږي . بله دا چې د ځان لپاره يوه ښه کاري ډله جوړه کړي ، ځکه د يوه پياوړي مشر او ليډر ځانګړنه همداده ،چې د کار تکړه ټيم ولري .
2 – متحده جبهه وايي ، چې د بحران د خاتمې لپاره دوی غواړي رياستي نظام په پارلماني واړوي ، ګواکې د بدمرغيو ټوله ريښه يوازې په همدې رياستي نظام کې ده ، حال دا چې د درې ګونو ځواکونو تر ټولو دقيق تفکيک په همدې رياستي نظام کې موجود دی . دوی ډېره علاقه لري ، چې له ولسمشر څخه پارلماني ګوډاګی جوړ کړي او يا د جمهوررﺉيس تر څنګ يو لومړی وزير هم ودروي ، چې بيا به د پخوا په څېر موږ يوازې د دوی د بزکشۍ ننداره کوواو بس. د افغانستان په څېرهېواد لپاره داسې کمزوري بنسټونه له انارشۍ پرته بله ثمره نه شي درلودای .
3 – جبهه وايي ، چې بايد مرکزي واک په ولايتونو ووېشل شي او واليان هم انتخابي شي .
څرنګه چې له بده مرغه لا هم په سيمو کې همدغه جنګسالاران واکمن دي ، وسلې او پيسې پرېمانې ورسره دي او له همدې برکته په ولسي جرګه او مشرانو جرګه کې هم ناست دي ، غواړي له همدې لارې يو ځل بيا ولايتي واکمنۍاو امارتونه جوړ کړي او لکه پخواپه براعلی توګه له بهرنيو هېوادونو څخه وسلې او پيسې ترلاسه کړي ، پخپل سر تړونونه لاسليک کړي او دولايتونو ټول عوايد پخپلو بډو وهي . همدااوس ، چې دوی د ولسمشر خبره چندان نه مني ، هلته خو به يو توت ارزښت هم ورنه کړي .
د متحدې جبهې دوه اصلي وړانديزونه يوازې اويوازې د افغانستان د بې ثباتۍ او وېش لپاره طرح شوي ، هغه څه چې زموږ ګاونډيان يې په ډېره لېوالتيا لار څاري . نو زه په ډاډ سره ويلی شم ، چې متحده جبهه دافغانستان د وېش او غلامۍ لپاره د روسيې اوايران يوه ګډه دسیسه ده .