
رفيع الله زيار
پاکستان په سيمه کې د يوه مار حيثيت لري او په مار باندې پاړوګر هم باور نه کوي، ځکه مار يو وخت نه يو وخت ټک درکوي. پاکستان د شيطانۍ ځاله ده او په سيمه کې داسې سر خوږى دى، چې ټول عمر يې افغانان په وينو لمبولي دي. زموږ ميندې او خويندې يې کونډيانې کړي او لا غواړي، چې د افغانانو د زانګو ماشومان روغه ورځ ونه ګوري.
پاکستان زموږ په قومونو کې پر نفاق ښېندلو بسنه ونه کړه او اوس غواړي، چې د افغانانو د ملي يو والي د له منځه وړلو لپاره مذهبي تعصبونه راپيدا او دا هېواد په کې خپل شوم هدف ته ځان نږدې کړي.
وړمه ورځ د افغانستان لوى څارنوال الکو د ګاونډيو هېوادونو پر استخباراتو د تېر کال عاشورا بريد چې په کابل کې تر سره شو، پړه واچوله. تېر کال د عاشورا په بريد کې تر ( ٦٠ ) پورې افغانان ووژل شول او تر (١٥٠ ) زيات ټپيان شول، چې دا پېښه د ټولو افغانانو لپاره د زغم نه وه.
د افغانستان لوى څارنوال له هغې وروسته د ګاونډيو هېوادونو په استخباراتو تور پورې کړ، چې د ياد بريد په تور يې دوه تنه ونيول. نوموړى وايي، نيول شويو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړى او منلي يې ده، چې دوى ځانمرګي بريدکوونکي له پېښور نه کابل ته د عاشورا خونړي بريد لپاره ليږدولي وو.
الکو وايي، چې دا يوه خاصه توطيه وه او د سيمې استخباراتي کړۍ غواړي، تر څو په افغانستان کې مذهبي تفرقه رامنځته کړي. دده په وينا چې په دې نيول شويو کسانو کې يې يو تن ډېر سپين ګيرى دى، څلور يې لورګانې دي او په بد حالت کې ژوند کوي.څارګرې کړۍ د داسې خلکو له کمزورتيا ګټه اخلي. هغه سپينګيرى يې د لس زره کلدارو معاش په بدل کې نيولی و، چې له پاکستانه ځانمرګي بريدګر راولي او په ننګرهار کې يې خپل بل ملګري ته ورسپاري او هغه يې تر کابله رهنمايي کړي.
په کابل کې د تېر کال د عاشورا بريد پړه په پاکستان کې ( لشکر جنګوي ) په غاړه واخسته. په پاکستان کې اوس هم تر (٢٥ ) پورې داسې جنګيالۍ ډلې موجودې دي، چې د افغانستان پر ضد فعاليتونه کوي او د پاکستان د استخباراتي شبکې اى ايس اى لخوا تموليږي.
پاکستان له پيله تر اوسه پورې نه غواړي، چې په افغانستان کې دې امن راشي. دا هېواد ويره لري، چې که په دې سيمه کې امن راشي، نو ددې هېواد ګټې به په خطر کې ولويږي، چې په دې ګټو کې يې يوه لويه ګټه هم د افغانستان بې سر نوشته اوبه ده، چې وړيا ورته بهيږي.
دغه د مار سوړه له هرې ممکنه لارې کار اخلي او هڅه کوي، تر څو افغانستان او افغان حکومت تر خپل فشار لاندې وساتي. له قومونو راتېره شوه او اوس په افغانستان کې ملي يو والى د مذهبي تعصبونو په رامنځته کولو سره له منځه وړي. ياد هېواد د افغانانو له پاکو احساساتو او د دوى له مجبوريتونو څخه ناوړه استفاده کوي او زموږ پر وړاندې يې کاروي.
د پاکستان چې په افغانستان کې نور ناوړه کارونه له لاسه پوره نه شي، نو د ملکي افغانانو، چې په هغه کې ښځې، ماشومان، بوډاګان او ځوانان راځي پر وژلو هم صرفه نه کوي. هغه بريد چې تېر کال د عاشورا په مراسمو کې تر سره شو له يوې خوا يې ګڼ شمېر افغانان په وينو ولمبول او له بلې خوا پاکستان نيت درلود، چې په دې سره په افغانانو کې مذهبي تفرقه پيدا او ملي يو والى يې زيانمن کړي. ددې تر څنګ يې له دې کار نه يو بل هدف هم درلود، هغه دا چې حامد کرزي د فرانسې له هېواد سره ستراتيژيک تړون لاسليک کړ او بريتنيا ته يې په دې موخه سفر درلود، تر څو د هغې سرهه هم ورته تړون لاسليک کړي، خو پاکستان په دې بريد سره وکولاى شول، چې کرزى خپل سفر رالنډ کړي او هېواد ته راستون شي.
موږ پر افغان دولت غږ کوو، چې د پاکستان سره دې خپل چلند ته يو څه تغير ورکړي، ځکه دوى زموږ پر سرحدي سيمو بريدونه کوي، ته يې په مقابل کې چوپه خوله پاتې يې. ددې تر څنګ په نوموړي هېواد کې جنګيالۍ ډلې د افغان ټول وژنې لپاره بريدونه طرحه کوي او موږ يې يوازې ننداره کوو او بس.
افغانان هم بايد له دې وروسته په خپلو کې نور هم يو موټى شي او چاته دا اجازه ورنه کړي، چې په خپلو شيطاني اعمالو يې تار و مار کړي.