بی خونده خبری(۶۶): ولسمشر له مارشال فهیم د خبرو اجازه اخلي!!!

جون۲۰۱۲،۲۱
پرده اول: د پیل خبری!
ولسمشر موده وړاندی په کومی خبری ناستی کی ویلي ول چی نور نو د اوسنی وضعیت د دوام حوصله نه لري! دری قواوو(مقننه، قضایه، اجراییه) ته به سټراټيژیکه وینا کوي او د راتلونکو دوو کلونو لپاره به جدي ګامونه پورته کوي!
ټول منتظر ول؛ د پارلمان په سړک بیرغونه ولګیدل! نه پوهیږم چی په دی به یی څو ملیونه ډالر لګولي وي! زه خو خوښ وم چی که چهارشنبه به خبری وکړي او رخصتی به اعلان وکړي! چی لږ خوب می پوره شي! خو ولسمشر دغه غلطي ونه کړه! پنجشبنه سهار را سره انجینر میاخیل هم میلمه وو؛ انجینر سهار د خپل کوم کار په موخه لاړ! اوله پنجشنبه وه چی فارغ وم! کومه ځانګړی اجنډا می نه درلوده! غاړه می بنده مه کړی یو شی وو؛ هغه خپل کِنار آب چی طالبان یی بیت الخلا بولی خالی کړی وه او انټی سیفټیک ګاډی مو باید کرا کړی وای!   تلویزون ته ناست وم، مرسل می خبره نه منله، نه چوپ کیدله! خو مور یی ځان پری ومینځه او راغله ریموټ یی راڅخه واخیست چینلونه یی اړول را اړول! خو زه د ولسمشر وینا ته منتظر وم چی څه وخت به پیلیږي! لس بجی پیل شوه!
پرده دوم: له وینا د مخه او وینا!
خواصي په دواړو ژبو اجنډا وړاندی کړه! مموزی به تلاوت کوي؛ ابراهیمی به خوش امدید وړاندی کوي؛ جلالتماب او پس له دی ظل الله به عالمانه وینا کوي؛ یو قاری سناتور چی څیره یی زیاته هغه انډیوال ته پاتی کیږي دعایه وړاندی کوي!
د قاری په تلاوت شوو ایتونو کی تاکید په شورا کیده!
ابراهیمی د فضیلت ماب وینا عالمانه، که په انګریزی پوهیدای نو ساینټیفیک به یی بلله! خو لِلهِ الحمد چی نه پری پوهیږي!!!
قره قل چی سپینی جامی یی اغوستی په دریځ ودرید!
الحمدو لِلاه،....
نظر به کلتور از کلانها شروع میکنیم؛ حضرت صاب، جهادیا، مشران و کشرانو جرګه، معاونین صاحبان! و....
دست اوردها داریم؛ مطبوعات ازاد؛ معارف رونق یافته؛ بیرق در اهتزاز است؛ در سفارت های جهان هستیم
هو دا خو درسره منو! مطبوعاتو دی خو د فحش په خپرولو کی بیخی له پایڅي را ایستلی! بیخی ازاد دي! خو دغه سرنوشت او ملی باور یاره لکه چی طالب څارنوالی ته معرفی کړیدي!!!
سفارتونه خو دی شته خو هغه طیب یار خو پکی هیرا منډیی له اقلیله مخکی جوړه کړیوه په امریکی کی! افغان سفارت= فحشا مرکز!!! کار مار خو یاره پکی هډو درک نه لګیږي!!! کله خو سړی ووایی چی هډو وای نه!!!
معارف رونق یافته خو دولسم پاس قسطنطنیه نه شي املا کولی!
ولسمشر صاب کما فی السابق د شوروی یرغل، داخلی جنګونو او طالب واکمنی ته اشاری وکړی!
د طالب د راتګ دلیل یی وړاندی کړ! طالب ځکه راغی چی کوڅه واکي وه! خو کوڅه واکان یی په ګوته نه کړل! دی معرفی ته به یی بیا له مارشال اجازه غوښته!
په دی مجلس کی هغه کسان شته چی طالب یی تاییداوه؛ زه یی کلک ملاتړی وم! نو مطلب دا چی ولسمشر تدریجی ارتقا کړی:
دیموکرات بیا مجاهد بیا طالب بیا=مجاهد+طالب+دیموکرات! دا څه ډول اروا دی! هر څيز په کی راټول شویدي! خو یو ابتکار یی هم وښود چی ددی خبیثه اروا له وجی—که له شان سره یی ګستاخي نه وي شوي او د سر خیر وي—شوی ده؛ دی په دی توانیدلی چی رقیبان؛ مسلمان+کمونیست په وطن کی سره راټول کړي؛ امریکا نه پیسی اخلی خو د شاه عروس لپاره یی بیا ایران ته ورکوي!
اور+اوبه! واللهِ که شیطان هم په دی چم وپوهیږي!!! ولسمشر له شیطان هم وړاندی! خو چل یی یاره مونږ پښتنو ته له هر بل چا ډیر را کړی!
پرده سوم: له فهیم د خبرو اجازه؛ ویش نه منو!
مارشال فهیم سره یی ورځ مخکی لیدنه درلوده؛ هغه نور څلور ټګان یی هم راټول کړي وو چی په کی  سپنتا، مدبر، ....، خلیلی مرستیال چی دا ټول د منحوس څو ضلعي ترکیب اجزاوی بلل کیږي او په عین وخت کی د کرزي بشپړوونکی هم دي مشوری درلودی!
همدلته کی یی ګوته اوچته کړی؛ مارشال فهیم څخه یی اجازه اخیستی چی هغه خبره وکړم! خبره داسی وه چی د طالب له پرځیدو وروسته مارشال په کوم ګاونډي ملک کی له جاسوسانو او استخباراتو سره ناست وو خو ده  داسی ونه فرماییل! هغوی ورته د د شمال د کریدو ټټر وهلی وو خو فهیم خان ورته ویلي ول چی بدخشان کی لعل ته سنګ ویل کیږي؛ خو په جنوب کی ورته ډبره او تیږه؛ دواړه یو شی دي؛ مونږ ټول افغانستان بولو!
بیا یی نو د طالب مثال ورکړ چی ملا عمر اخند په اجازی له پاکستانی استخباراتو سره د لیدنی په موخه کوټی ته تللی او هغوی ورته ډاډ ورکړی چی له امریکایانو سره په مشوری یی جنوب ورته کره کړی خو طالب استازي ورته ویلي چی نه! ټول غواړو!  
 
ولسمشر هغو کسانو ته چی غواړي افغانستان وویشي اخطار ورکړ! پلارونه مو په همدی ارمان په هدیرو کی خښ دي! خو یاره که دا ته وی او دا دی سیستم وي نو لری نه ده!
اسنتباطونه:
طالب او مارشال دواړه له جاسوسانو سره تړلی دي! خو یو په ارګ کی مزی کوي او بل په غره کی پیری!
خو په اخر کی طالب اتل خو مارشل ملی اتل!
ولسمشر د خبری اجازه باید له فهیم خان څخه واخلي ځکه چی کاپی رایټز ته درناوی لري!
 
پرده چهارم: ستراتیژیک کاغذونه او بودن با فساد نه مبارزه!
ده د ټولو ستراتیژیک تړونونو یادونه وکړه؛ له ترکیی او ناروی سره یی هم کوو خو یاره هغه بله ورځ چی په کونړ یی را دانګلی وو نو دغه ستراتیژیک پارټنرز چیری وو؛ مهم تړون باید له پاکستان سره وکړی؛ له طالب سره یی وکړی!
که له پاکستان او طالب سره ستراتیژیک تړون ترسره نشي نو دغه نور یی په زیان درته بولم! خودت هم میفامي!!!
فساد شته؛ ځمکی غصب شویدي؛ په وزارتونو کی خپلولي، تنظیم پالنه، قوم پالنه پلل کیږي!
 هو یاره لس کاله وشول چی دغه کار کیږي خو دغه جلکی پالنه، زن پالنه دی یاده نه کړه! ولسمشر لکه چی جنډر ته هیڅ په ارزښت قایل نه دی! ولسمشر ویل چی خلک راځی چی په پلانی وزارت کی را ته کس وټاکه ځکه چی هلته مو کار نه کیږي!
هو یاره په دی ته هم خبر یی! خو ولسمشر ددی پیښو د مخنیوی په اړه د کومی تګلاری ذکر ونه کړ؛ یوازی له جرګی یی د مرستی غوښتنه وکړه!
واده ته چا د کور ښځی بولی خو خپله مصروف وو؛ هغه بل ویلي ول چی زه یی بیایم؛ کور والا ورته ویلي ول  چی یاره له  تا یی ساتو!
فساد کی که له دوی مرسته وغوښتل شوه نو ... فساد خو همدوی جوړ کړی! داسی څوک شته چی له ولسمشره دا پوښتنه وکړي! چی فساد ورکوی که زیاتوی یی! خو که ورکه وی یی نو ته او خدای دی چی ورکول دی ته ویل کیږي!
ده په امریکایانو هم غږ وکړ چی رفقا حکومتی چارواکو او خپلوانو ته به یی نور تړونونه نه ورکوی! چهار سال میشود که سر این موضوع چنه زدیم!
خو یاره تا خو مدیریت هم لوستلی دی! ماسټري هم لری! کله چی یو چا تجربه پیدا کړه او هغه هم لس کلنه او بل بیا یو کلنه ولري نو قرار داد به څوک وړي؟ یقینا نو لس کلن! نه یو کلن! د چارواکو شرکتونو لس کاله مزایدی وړي او بیا یی هم وړي! قرارداد ورکونکی ته تجربه مهمه ده نه څوک والی!
 
 
پرده پنجم:د قوتونو جوړول د وښو په زور!
ولسمشر ویل چی قوت ها را میسازیم؛ کاه میخوریم! خو قوت ها را تقویه میکنیم! سنګ را پشت شکم بسته میکنیم!
ولسمشر په یو وخت کی مداري، صحابه او د وښو خوړونکی چی په درناوي سره یی نوم نشم اخیستلی! همدغه علت دی چی مارشال فهیم سر له اوسه په اوربشو خوړلو پیل کړیدی! خلک هسی ورپسی بد رد وایي چی دوی کار نه کوي! زه څه خبر وم چی ولسمشر لومړی له خپل لومړي مرستیاله څخه دغه تمرین پیل کړی!
استنباطونه د معلوماتو په زور کیږي؛ که معلومات دقیق نه وي نو استنباط به غلط راوځي!
یا کیدای شي د و لسمشر خبره کنایه وي! په دی لسو کلونو کی حکومتي چارواکي ډیر سخت پړسیدلي؛ چاغ شوي؛ کولیسټرول یی زیات شوی! هغه وچ معنوي هم خیټه کړی چی خدای(ج) خبر د چا به وي! دوی اوس غواړي چی په دی ډول سره به رژیم بروند وقوت ها را تقویه کند!
دغه تسلسل به بیا له فهیم څخه ددفاع وزیر خواته غځیږي! هغه به په وښو خوړلو پیل کوي! همداسی به بیا ادامه پیدا کوي؛ په ولایتونو کی به ګل اغا شیرزی؛ جګدلک او....بیا به ترافیکو او غټ پوړو پولیسو ته ادامه ....
خو ولسمشر که له کوم یونانی طبیب سره پری سر جنګولی وای نو کیدای شي چی د کونجاړی خوړلو مشوره یی ورکړی وای! ځکه چی ښه ترکیب دی! هم صحی دي او هم پروټین لري! باز خو میفامین که پروټین کجا درد به خور است! که نه پوهیږی له .... څخه یی وپوښتی!!!
پرده ششم: ولسمشر او اعترافات یی: خره په خره!
ملت جرم های ما را بخشید؛ ملت اجازه داد که با تمام جرم های که داشتیم بیایم!!!  ما باید برایشان کار کنیم! طالب د کوڅه واکی د بدیل په خاطر راغی؛ مارشال له جاسوسانو سره په یو تغر ناست وو! بهرنیو مداخلی کړیدي! او هغه هم زمونږ په واسطه! مشارکت ملی را میخواهیم ولی قومی نی! لس کاله وروسته پوی شولی! شما خو میګفتین که مصلحت ګرا استم خو بعد از این نی! تلفات نظامی زیات شده! ریس د افغانستان بانک برایم در پیش روی سپنتا کتبی اطمینان داد که کابلبانک مشکل ندارد! از امریکا میخواهیم که ریس ګریخته ما را بیاره! آ تمام ګریخته ها را!
 
 
 پرده هفتم: د غونډی توپیر له نورو هغو څخه:
دا ځل ولسمشر د غونډی پیل د مجددی په لاس مچولو و نه کړ! د غونډی پای هم د مجددی په دعا و نشو! بس همدا یی توپیر وو! نوری ټولی پخوانی خبری او مداریتوب وو!
دعا:
ولسمشر ته دعا وشوه چی الله دی ورته هدایت وکړي! نوره معامله د خدای(ج) او کرزي ترمنځ ده! مونږ نه خو اوبو ورخ وړی دی!
leekwal@yahoo.com