
غزاله لا دخپلې ځوانۍ شلم پسرلي نه وو بشپړ کړې چې دښایست او ښکلا دښمنانو یې په نرم او سپین وجود باندې دتور ټوپک ګولۍ و ورولې.
د معمول نه خلاف په دغه شپه دملګرو سره مو بنډار وو چې نژدې دشپې څه کم ۱۲ بجې دپاکستان جیو تلوزیون کې دغزلې دمرګ بیړني خبر خپور شوو خو ډيرجزیات ورسره نه وو ماهم انټرنیټ راواخیستو او په ویب پآڼو کې مې دغزلې دمړینې خبر لیدو خو یوازې مې په خبریال ویب پآڼه کې بیاموند چې له دې سره هم ډير جزیات نه وو خو شپه وو تیره شوه سهارهم وختي مې ویب پآڼې ولیدلې او زیات جزیات مې ترلاسه کړو چا یې پړه په وسلوالو اچولې وه او چا یې په پخواني میړه جهانګیر خان باندې.
مابه چې انټرنیټ کتلو هرې خواته به دغزلې دژوند او مړینې تصویرونه اچول شوې وو چې خدای شته ډير راته زړه در دونکي بریښیدل، که څه هم چې زه دغزاله جاوید دغزلو دومره مینوال هم نه وم خو د غزلې دحسن دښکلاء څخه هم نشوم منکریدای.
په کوزه پښتونخواکې خو ځينو لیکوالو او دغزالې د دیرې او ډنډې ملګرو یې ویډیوګانې هم خپرې کړې وی چې لیدل یې زما تر وسې پورته خبره ده، زه نه یوازې دغزلې دمړینې ویډیوګانې نشم لیدالای بلکې د رباني، مسعود، ملا دادالله او صدام حسین ویډیوګانې هم نشم لیدلای بس دامې نازک او ویرجن طبیعت دی.
خو دغزالې مړینې له ځان سره په فیس بوک او په ویب پآڼو کې بېلابېل غبرګونونو له ځان سره درلودل خو ډيری اکثریت ځوانان،پښتانه، مسلمانان او ددې مینوال پرې خفه وو خو دګوتو په شمېر خلکو داسې کمینټونه ورکول چې اسلام مبارک دین څخه ناسمې پوهې له امله به یې پداسې حال کې دځان پرته ورته بل څوک مسلمان هم نه ښکاري ویل به یې چې دغزلې په مړینه مه خفه کیږي ښه شوه چې مرداره شوه او.....
کله چې کور ته راغلم نو خدای شته چې دغزالې مړینې او ددغه داسلام دین څخه د ناپوهو لیکوالو نظرونو راباندې غم ساعت په ساعت زیاتیدو او پړ مخه پروت وم له ځان سره مې فکرونه کول دپښتون قوم باندې تپل شوې جنګونه، دپښتون قوم نا داني او بیا دپښتون لخوا دپښتون د ټکولو ویرونه وول چې زه یې ارام ته نه پریښودم او دغزالې مړینې خو به دغه لنډۍ راپایدوله او ان دشپې په خوب کې مې هم له ځان سره زمزمه کوله
اول مې فکر درته نه وو
اوس مې دزړه سترګې کږي درپسې دینه.
او یاهم
دپښتنو په وطن مینه کوي
هیڅ نه ویریږي له ټوپکه جلۍ
ما دشپې ډير تلویزینونو ولیدل خو د ژوندون تلویزیون پرته مې په نورو پښتنو تلویزیونو کې دغزلې په اړ مې کوم پروګرام ونه لیدو یوازې له ژوندون سره پاتې شوم او هغه هم دغزالې وروستۍ او اخري کنسرت چې د کوچني اختر شپې لپاره په ژوندن کې ۵ شپې دمخه ثبت شوې وو
ماته ډيره په زړه پورې داوو چې نن غزله خاورو ته سپاري خو ددې دخولې که ژوند ورسره یاري وکړي خپلو پښتنو ته به دخفګانونو پرځای خوشحالوونکي نوې نوې سندرې وایي......................؟
غزالې د روژې په اړه ویل چې پیښور کې روژه سخته یې خو زه دلمانځه پر وخت لمونځ کوم او نوره روژه په خوب تیروم دغو خبرو راته دهغو پښتنو لیکوالو کمینڼونه را یاد کړل چې غزاله یې کافره بوله.
زه ددغه اسلام ټیکه دارانو ته وایم چې په اسلام کې زنا کول، غیبت کول،شراب ځښل،دمسلمان زړه ازارول، قتل کول او ناحقه مسلمان وژل ټول ناوړه عملونه او کبیره ګناهونه دي او موسیقي او سندرې خو ددې څخه په ښکته کچه دی چې منکراتو ته شاید ورسیږي او کنه نه ملایانو نو قاضی حسن حقیار خو یې درسر داسې نه مني لکه تاسو یې چې وایي..
په هرصورت که موږ داسې فرض کړو چې غزالې سندرې ویلې، نڅاء یې کوله او...................کول نو اوس پوښتنه داده که یو مسلمان دا کارونه وکړي نو په دغو عملونه کافرشو؟؟؟ ایا په اسلام کې ددې د وژنې حکم شته؟؟ او یا په بل کوم اسماني دین کې یې وژل وراء دي؟؟؟
نه ملا صاحبان به یې هیڅکه هم ثابته نه کړي او موږ هم داسمان نه یو را غورځيدلي اسلام کې پيدا شوې یو، اسلام مو لوستې دی او اسلام مو دژوند طریقه ده خو دملا په څير نه چې داسلام نه یې چاړه جوړه کړې خپله پرې خربوزې خوري او موږ ته یې په خیټه رامنډي.
په اسلام کې هرڅه معلوم دی ( الحلال بین والحرام بین) نو ملاصاحب ته اړتیا نشته چې له ځانه فتوا ورکړي. په اسلام کې د یوکس ژوند اخیستل او په هغې پریکړه کول دمحاکمو او حکومت واک دی نه دکوم اخوند او ملاء...
دغزاله د خپل پلار سره یوځای په ډيره مظلومیت کې د وسلوالو لخوا مړه شوه چې د اسلام له نظره دیوکس مړینه په ناروا سره دبل چا لخوا چې د ژونې حق یې پرې نه لري پدې صورت کې دغه مړینه شهادت دی او دغه مسله په اسلام کې ثابته ده. دغزلې اعمال، سندرې او کړنې هم دالله پورې اړه لري او مهربان خدای خپل حق بنده ته بخلي شي خو دبل بنده حق چاته نشي بخلای او دغزالې معامله او حساب هم دالله سره ده نه دکوم بل چا سره خو مرګ یې مظلومیت او شهادت دی.
ما له ډيرو خلکو وپوښتل داسې څوک مې پيدا نه کړل چې په غزله دی خفه نه وي خو د اسامه په مرګ مې هم ډير پوښتلي وو خو داسې څوک نه وو چې پرې خفه وي!
دغه لیکنه دغزالې په هغه مرکې ختموم چې ژوندون تلویزیون کې یې کوربه ته دښکلا په اړه ویلي وو چې ښکلاء ژر ختمیږي خو اواز تر ډيره پاتې کیږي.
پښتنوکه غزله له لاسه ورکړه خو دغزلې خوږ غږ او مظلومیت به یې تر ډيره په زړونو او فکرونو کې پاتي وي. ( روح یې ښاد ا ویاد یې تل)
رحیم ګل صالح