
په وردګو کې هزاروو يوځل بيا د کوچيانودتګ مخنوي په موخه (۱۷) کوچيانو ته مرګ ژوبله واړوله
(رحيم ګل صالح)
دتیرو څو کلونو راپدېخوا دوردګو ولایت دبهسودینو او بامیانو ولایتونو کې د کوچیانو او ځایې اوسیدونکو هزاره میشتو ترمنځ دڅړځایونو پرسر شخړې، چې دځینو خاصو کړیو لخوا دکوچیانو څخه داصلي استوګنو او څړځایونو دنیونې په موخه رامنځته شوېده له ځان سره یې تراوسه پورې زړه بوګنوونکي پیښې رامنځته کړې دي او کوچیان چې دکلونو کلونو راپدېخو په هزاره جاتو کې خپلې مېنې او څړځایونه لري دهزاروو لخوا یې مخه نیول شوې او په سل ګونه میلیونه افغانۍ زیانونه یې کوچیانو ته اړولي دي، ځمکې یې دهزاروو لخوا غصب شوي او دکلونو کلونو دځمکو په اجارو یې هزاروو خیټې اچولې دي.
مرکزي حکومت هم دنوموړي موضوع په اړه ترځينو فشارونو لاندې دی او تل یې دنوموړې موضوع دحل په اړه اساسي ګامونه ندې پورته کړي او یوازې د کوچیانو په نه تګ یې اکتفاء کړېده.
دنوموړي موضوع په اړه جوړ شوې ځانګړې دایمي کمیسیون دښاغلي سباوون ترمشرۍ لاندې چې په چوګاټ کې دبېلابېلو وزراتونو استازي لري خپله ددې مانا ورکوي چې نه غواړي دغه حقوقي موضوع چې کوچیان یې په لاس شرعي قبالي لري حل کړي ، کنه نو دمحکمې په شتون کې ددغې ستونزې لپاره تش په نوم دکمیسیون ټاکل څه اهمیت لري.
د معلوماتو له مخې هر کال دوردګو ولایت د جلګې او بهسودینو په سیمو کې د هزراوو او کوچیانو ترمنځ شخړې رامنځته کیږي، پداسې حال کې چې اصلي مسله به بامیانو کې ده خو دایران او دځینو اخوندانو لخوا نوموړې موضوع ته هرکال پراخ سیاسي کمپاین کیږي او دغه شخړې قربانیان دمیدان وردګو سیمې ګرځي، تیرکال دسیمې اوسیدونکو ته داسې کتابونه او پیغام پاڼې هم لاس ته ورغلي وی چې په ایران کې چاپ شوې وی او له امله یې دسیمې اوسیدونکي دکوچیانو پرخلاف جنګ ته هڅول شوې وو، نوموړې موضوع دهزاره مشرانو لخوا ښه په کلکه حمایه کیږي چې په تیرو کلونو کې دمحقق لخوا دغبرګون په موخه دشونډو تړل، د ولسمشر دویم کریم خلیلي لخوا په بهسودینو کې دهزاروو دفاع په موخه خیمه وهل، په ملي شورا کې دهزاروو دغبرګون له امله دشورا څخه وتل او په همدې توګه دهزاره میشتو لپاره په تیرو دریو کلونو کې د خساري د جبران په نوم د دولت بودجې څخه نژدې(۴۰۰) میلونه افغانیو ورکول خپله ددې مانا ورکوي چې حکومت دهزاروو څخه ملاتړ او دفاع کوي کنه نو په هېواد کې دنافذه قوانینو په رڼا کې باید یرغلګر او جابرین بایدمجازات او محکمه شي خو دلته برعکس هرڅه سرچپه دي ددې پرځای چې مجازات شي نور هم حمایه او ملاتړترې کیږي. ترڅو په اینده کې هم جګړې ته مخه کړي.
تیرکال په برچي دشته کې د بشرحقونو دکمیسیون مشرې سیما ثمر په مشرۍ دهزاروو مشرانو ترمنځ په هزارجاتو سیمو کې دجنګ دتدابیرو لپاره پلانونه په لاره اچول شوې وو او په همدې موخه په غرونو کې وار دمخه مرچلونه جوړ شوې وو چې شمشاد تلویزیون او رسنیوو له لارې خلکو ته په ډاګه شول.
سږکال هم دمحقق لخوا په سیمه کې دهزارګانو لخوا داسې ګروپونه جوړ شوې دي چې هر نفر ته (۱۵۰۰۰) افغانۍ ټاکل شوې او نوموړي کسان دغرني هوان، دهشکې او پيکاء سربېره په درندو وسلو سمبال شوې دي.
پرون مازیکر ۴ بجې دکجاب په سیمه کې دهزاروو لخوا دکوچیانو په کیږدیو باندې هوان مرمۍ فیر شوي چې له امله یې دحیدرخان کوچي په وینا ۵ کوچیان شهیدان او نژدې ۱۲ کسان ټپيان شول چې دټپيانو روغتیایي حالت هم نازک بلل شوې دی او اند ټپیانو کوچیانو ته دهزاره میشتو پولیسو او مسولینو لخوا روغتونونو ته دوړولو اجازه هم نه ورکول کیږي.
دولایت ویاند شاهدالله شاهد هم په بهسودینو کې نوموړي نښته تایدوي خو دتلفاتو په اړه معلومات نلري، خو زیاتوي چې دجنګ دمخنوي په موخه یې ملي اردو او پولیسو یو ګډ ځواک په سیمه کې بیګا شپه ځای پرځای کړې دی.
دبلې لورې یوتن کوچي همیشه ګل په وینا چې سیمې ته راغلي ځواک هم دیو تن هزاره جنرال لخوا رهبري کیږي او په وینا یې چې نوموړي ځواک نه یوازې داچې دشخړي مخنوی به وکړي بلکي په طرف کې واقع دی.
په وردګو کې دکوچیانو مسول حاجی امان هم تاید کړه چې په دغه نښته کې د۵ پنځو کوچیانو دمړینې سربېره ۱۲ کسان ټپيان شوې هم دي.
ډیره په زړه پورې خو داده چې دحصه اول بهسود، مرکز بهسود او جلګې په ولسوالیو کې هم ولسوال، هم دامنیې قوماندان او هم دملي امنیت مدیران ټول هزاره ګان دي او د پيښې په اړه یو طرفه قضاوت کوي همغه خبره ده ترڅو چې ریښتیا راځي دروغو به کلي وران کړې وي.
له ولایتي مسولینو مې هم هیله ده چې دحقیقتونو په درک سره خپل ملي مسولیتونه دچا له ویرې ترپښو لاندې نه کړي ځکه هرڅه ځي خو تاریخ پاتې کیږي.
(له ټولو ژورنالیستانو مې هیله ده چې د کوچیانو غږ په اوریدو سره خپل ملي مسولیت ادا کړي ، داپداسې حالت کې ده چې تیرکال دهزاروو پنځه کورنۍ له ګډه شوې نه وي چې ټولو تلویونونه او رسنیوو دومره انعکاس ورکړو چې دواقعت څخه لرې وو)