
جون۲۰۱۲،۱۹
خوشحالي رانه خفه ده، زیری هم چرته کی ورک دی
هر پیغام په وینو سور دی ، هر خبر د غمه ډک دی
پیشګفتار:
ته یو څه کول غواړه خو تقدیر بل څه کوي! ته ښي خوا ته
اراده وکړه خو چپ خوا ته دی بیایی! ته دفتر ته تګ غواړی خو په لاره خودکش نامراد
در برابر کړي! تقدیر، د تقدیر لوبه! د عبدالهادي حماس تقدیر نه دریادوم!
نن سهار په مرګونو پیل شوی وو؛ په کویټی کی یی زده
کوونکی طالب علمان اوځولي وو! ددوی په اړه خو فتوا ښکاره ده؛ بس شهیدان شول! ځکه
چی بی چاره ګان د ملایکو له وزرونو راغورځیدلی ول.
سړی هسی بس جی خپل fate ته حیران شي! داسی به هډو تنکینګ
کوی چی ددی سرزمین په سر ټول کایناتو په مونږ پسی اخیستی دی! سیاستوال زمونږ وژني،
د شاعر قبر زمونږ الوځوي؛ کور زمونږ ولي؛ پیر زمونږ په نښه کوي؛ مولا زمونږ
حلالوي؛ بچی زمونږ بمباره وي؛ فنکار زمونږ را خرابوي! اخِر دا ولی؟ د کومی ګناه
سزا جی مونږ له راکول کیږي؟ د نورو لپاره صغیره ګناه زمونږ لپاره کبیره ګرځي؟ اخر
ولی؟ تا به کی؟ کیون؟ لِماذا؟ Why?
ته یی چی لولی، ته هم نه پوهیږی؛ زه یی چی
لیکم هم ځواب غواړم؛ هغه یی چی اوري هم مشکوک دی؛ هغه بل چی دا کار کوي هم پریشان
وي، په اول کی ورته خوند ورکوي خو وروسته یی بیا سر کوز نیولی وي او اوبه تری
روانی وي؛ بیا عذر کوي چی ما مه په کی شماره!
الفاظ نیشته! کلیمات نه جوړیږي؛ چی اولیکم!
میسیج تر تاسو اورسوم! هډو بیخی کنفیوز یم! نه پوهیږم چی سینګه تاسو سره د ړه(زړه)
بړاس شییر کړم؛ خبر دی چی بی بی غزاله یی وژلی هغه هم په ډَبګری ګارډن مین!
زمونږ د ځوان نسل بربادوونکی یو ځل بیا خپل
لاسونه د خاموش اکثریت په بچۍ سره کړل! دوی پوهیږي چی انتقام اخیستو والا یی
نیشته!
له مولانا سره په فون په خبرو وم جي، چی په
فیسبوک کی ډز شو؛ ګورم چی لیکلی یی دي\"فرزانه له خپل پلار سره په قتل اورسیده\"
د ړه درباهاری می زیات شو! بس ځانله می تسکین
ورکړو جی چی فون ډراپ نشي! مولانا ته می د خبر اووی! مولانا خبر ګپ واخیستو خو زه
ډیر \"(سیریوس)serious\" وم! خبری پری شوی! مولانا لاړ؛ ما انګریزی the news ته یو look(لوک) وکړ. هلته کی هم خبر خور شوی وو! بس اوس می ځان په شا
ته دیوال باندی ور through(ترو) کړ! یو جِګري
دوست له می call(کال) اوکړو که هغه له
سه information وي؛ هغه هم نه وو خبر!
بل له می کال وکړو؛ هغه هم نه وو خبر؛ یاره
ځان له می قار راله چی هلکه سه ډم درنه جوړ شوی! د خلکو feelings(فیلینګز) ولی خدشه دار کوی؟ بس
چوپ شوم جی!
په فیس بوک کی څو نوری ډزی هم اوشولی؛ ماتم
شروع شو؛ د فنکار په یاد کی کمنټونه اولګیدل؛ بحث شروع شو!!! بس سه، سه به یی
یادوم!
خاطره:
موده وړاندی، د ژمي پای وو؛ شپه وه؛ مولانا
زنګ راوواهه؛
مولانا: ویده یی؟
سجاد: نه!
مولانا: یو چیرته دی بیایم!
سجاد: چیری؟
مولانا: د غزالی پټ مجلس دی!
سجاد: څو نفره په کی دي؟
مولانا: ۱۰-۱۵
سجاد: چیری دی؟
مولانا: مهم ځای کی دی؛ ساعت به دی تیر شي!
سجاد: کار لرم، نه ځم!
مولانا: ما هم نه غوښتل چی لاړ شم؛ بس که تا \"هو\" ویل نو زه هم د ټینګی نه وم!
سجاد: ځه بل وخت
به شي!
خو هغه بل وخت را نغی! غزاله لاړه! یار لاړ، خو صحبت یی پاتی : سندری
به یی بیا، بیا اورو!!!
غزاله می لومړی ځل له ناصری سره په تلفزیون
باندی په سری جوړی کی ولیدله؛ ښکلی سنډلان یی په پښو وو؛ سپینه وه؛ د ګوتی نښی یی
په مخ باندی پاتی کیدلی! قد یی برابر وو! په لږ وخت کی یی نازیه اقبال تته کړه! چا
څوک او چا څوک بلله. ناصری ویل چی د غزل د شهنشاه لور دی!
د غزالی بیوګرافي:
غزاله تاسو له به پته وي چی د سوات وه؛ سوات
به حتما وي ځکه دا ډول فنکاران او اداکاران د کوزی پختونخوا په بل ځای کی نه موندل
کیږي؛ سوات ددی ډول شیانو لپاره خاص شهرت لري! د جاوید لور اول ګډل؛ ورو، ورو یی د
سندرو خواته مخه کړه؛ ښه وځلیدله! نوم یی وویست؛ رقم یی وموند؛ نړیوال سفرونه یی
وکړل! ځوانان ددی له اواز نه زیات ددی په ښکلا مین ول.
خو دا چی په سوات کی مارکیټ ډیر پراخ دی نو
ددی بازار هم له واده وروسته سوړ شو! ګل پاڼه میدان ته راغله؛ اسما لتا په ادا
ګانو کی غزاله خرابه کړه؛ اسما لتا ملټی ټلنټيډ(کثیرالاستعداده) وه: هم یی ګډل، هم
اداګانی، هم فلمی نړی؛ هم سندری!!! مومند فمیلی هم بده نه ده! خو ددی هر څه باوجود
دغه دی 12:01
بجی د شپی دي؛ زه په غزاله لیکل کوم؛ ګوتی می ژاړي!!! هومره پری خفه یم څومره چی
په مسعود کبیر او ربانی شهید باندی خفه وم!
موت العالم، موت العالم! نه پوهیږم چی د
غزالی مرګ به په کومه کچه تلل کیږي؟ غزالی په کم وخت کی دغه اعزاز ترلاسه کړ چی
سوداګرو ته لار پیدا کړي! ودونو ته لاړه؛ ځانګړي مجلسونه یی وکړل؛ افغان
تلویزونونو ته یی پروګرامونه وکړل! بلا غټ رقم یی خپل کړ خو اخر....
غزالی قمیت اوچت وو؛ او ښه په شاخ کی ګرځيده!
له مشهور او نوموتي ماډرن سندرغاړي رحیم شاه سره یی چی کله په 2010ز کی \"زه ستا یمه جانانه\" او \"ته ښکلی قدرتی یو ګل د
پسرلي\" \"دا زړه بایللی می پر تا دی\"سندری وویلی نو بیا غزالی له اسمان سره خبری
کولی. د ښکلی مخ او قد درلودونکی غزالی باندی هم د سکنډل بلا تورونه ولګیدل او
ویډیو ګانی یی هم نشر شولی! خو دا ټول کارونه د دشمنانو توطیی وګڼل شوی او بس!!!
غزالی سره د فیملی سپورټ وو؛ دښمنان باید دا
نور ونه وایي چی پښتون فیملی خپل فنکاران نه سپورټ کوي! نازیی بی بی سره هم د کان
غیرت! میړه او هم د پلار اقبال لاس وو!!!
زمونږ ښځو سره زمونږ د سړو لاسونه وي! نو د
غرب دا خبره چورلټ درواغ ده چی وایی چی د هر کامیاب سړي شاته ښځه شِته!
مونږ چی څنګه په نور هر څه کی له دنیا بیل ډول زندګی لرو نو
دلته هم بیل او بل ډول یو! زمونږ د سړیو لاسونه زمونږ د کامیابو ښځو شاته وي! د
پاړسک + پنجابي او پښتون ترمنځ توپیر په همدی کی دی! که پنجابی ښځه شاته کینوي او
خپله سکوټر چلوي خو پښتون شاه رُخ په \"رب دی بنا دی جوډی\" کی د انوکشا شارما شاته په موټر بایک سپور
دی!
واده او مرګ:
په 2010ز کی غزالی له جهانګیر نامی بریتور سره واده
وکړ! د جهانګیر او اسفندیار په بریتونو کی دومره توپیر نشته! خو کال وروسته سره
بیل شول! جهانګیری طلاق ته تیار نه وو خو غزاله کورټ ته لاړه او سماعت یی اوشو چی
په نتیجه کی جهانګیر طلاق او غزاله بی بی د \"سندرو میدان ته د دوهم موزیکال ژوند\" لپاره په تیاریو بوخته شوله!
اوس مهال هم داسی اوازی شته چی زرایع ابلاغ
لخوا نه دی تایید شوي چی د غزالی په مرګ کی هغه اُجرتي قاتلان لاس لري چی ددی میړه
جهانګیري لخوا په شا ټپول شوي وو.
طالبان په دی پیښه کی دخیل نه دي! ښه خبره
ده؛ طالبان کیدلی هم نشي!!! ځکه طالبان هم دی ډول شیانو ته د ټینګي نه وي! کوم
خوند چی خدیجه کی وو، نه په قدوری نه په شرح وقایه کی وو!!! طالبانو د تحریک
پرمهال د نغمی بی بی کسټونه له ځان سره ګرځول! ځکه له دی ډول سندرو یی انګیزه
اخیسته؛ وینه یی په جوش راتله! خلقیانو هم ځان ته \"خیژه په مورچل باندی، بیا
به دی اوده کړم په اور بل باندی!!!\" غږولی! یوه خلقي
سندرغاړی وه خو بله بیا طالبي!!!
پښتون او فنکار:
کارغه یی هم خوري او هو وزرونه ډډ نیسي!
پښتانه هم داسی دي! که زمونږ په کور کی وریجی پخی شي نو ماشومان په کی دلچسپی نه
ښيي خو که له چم ګاونډ نه راشي، نو بیا ورباندی لکه مچان غوپی وهي! غزاله زمونږ
وه! خو له لاسه مو ورکړه! نه ورته چا پریزډینشل ایوارډ ورکړ او نه هم چا په ستاین
لیک ولمانځله؛ بده یی لا دا چی ورپسی خبری هم کوي!!! بد یی هم وایي!
دا به درواغ وي چی وویل شي معیاري سندری یی
نه دي ویلي! که معیاري سندری یی نه ویلی نو ولی مو کمپیوټرونه او موبایلونه تری ډک
کړیدي؟ مونږ د فنکار قدر نه کوو!
د پښتنو فنکارانو توبه ویستنه او
تسلیمی!!!
موده وړاندی نازیی ویل چی نوره بس مدرسه
جوړوم؛ دا څه می چی ګټلي، ټولی په طالبعلمانو په اسلام اباد کی لګوم! جنت ګټم! حج
ته ځم او نور توبه یاره توبه!!!
ګلزار صاب خو وار له مخه لاسونه اوچت کړي وو؛
حج ته هم تللی وو خو لکه په طوافونو نه کیږي! ږیره یی هم پریښودلی وه چی دغه ټولی
توبی یو ځل بیا ماتی کړی! بس لکه ورته د ټینګی نه وو! بیا یی پری ودانګل!
زمونږ اسماعیل ورور او عالم زیب مجاهد هم له
ورته پیښو سره مخامخ شوي وو! مسافر سی ډی هاوس بیخی خالی وو! نشتر اباد خالی وو!
بریتو سید رحمن شینو ورک وو!!!
مطلب دا چی په دوی پسی لکه چا قدم ور اخیستی
وو ځواني یی د چینجو خوراک کړی! دا ټول ولی په پښتنو پسی لګیدلي؟! مولانا ته می
جمعه وړاندی کیسه کوله چی وینا ملک په هندوستان کی په خپل لوڅ بدن لوی \"ISI\" ولیکل! بیګ باس شو کی یی رومانس او عشقیه
کارونه ترسره کړل! خو پاکستاني علما دین نه فتوا ورکړه او نه یی هم کافره وګڼله
ځکه هلته ایین وو؛ د ایین مطابق فتواوی کفر دی!
خو دا زمونږ سر خوړلي بیا نو دی کاروته د
ټینګی نه دي! یو ټيوب کی تاسو په یو تلویزون باندی د وینا ملک او مفتی بحث لیدلی
شی چی له مولا یی چرګه جوړه کړی خو بیا هم ورته بهن جی! بهن جی وایی!
خو سبا به بیا څوک دی ته هم نه وي حاضر چی د
غزالی جنازه وکړي! هر مولا به نن شپه بیا په دی اړه کتابونه ګوري چی که په حاشیی
کی چیری اجازه شوی وي!!!
په اسلامی او کمونیستی غواییتوب کی لاندی
کسانو سر خوړلی دی:
1.
بخت زمینه
2.
مقصودي، په تلویزون خبر ویونکی
3.
خان قره باغی
4.
غزاله
نور خو بیا له وطنه ویستلو ته هم اړ شویدي!
چی کوم بادشاه خو په دی سلسلی کی هغه دی امریکی ته هم مهاجر شویدی! ګلزار عالم
کراچی ته تښتیدلی وو! عالم زیب مجاهد(مشهور به جانان) هم ځان اخوا دیخوا کړی وو!
اخر ولی؟
وهابیانو په نامه چا د عبدالرحمان بابا قبر
ته بم کیښود! هغه بله ورځ یی اجمل خټک الوځولی وو! خو هیچا هم اقبال ته بم کینښود!
اقبال کوتر باز وو، روژه یی نه نیوله او د لمانځه مزه یی هم نه وه! د مرګ په وخت
کی یی هم –ځوی په خپل کتاب کی لیکي چی پلار می ویل—چی کټ می د کوترو له ګوډنخی سره
کیږدی ځکه چی بوی یی خوند راکوي!!!
سندر غاړي او پښتو ته خدمت یی!!!
زه په سالنګ کی ډیر پخوا له دوستانو سره په
میله وم! شین کاوبای می اغوستی وو، چشمی می لګولی وی! جلوی می ورکولی، زیړ شرټ می
په ځان وو! بس نو زه وم! لاړم چی له دوکانه څه راونیسم! اورم دوکان چی د نازیه
اقبال سندره پکی لګیدلی ده! دوکاندار هم ورسره سر خوروي! دوکاندار کټر پاړسک وو!
خو له نازیی بده نه منله! همدلته وو چی ذهن ته می دا خبره راغله چی میوزیک یا
موسیقی یا غنا د ټولو ژبه ده! ګډ پوهاوی له همدی څخه پیلیږي! پاړسک له پښتو سره
متعصب خو له نازیی یی بد نه وړل! موسیقی سرحد نه لري!
نو دلته می په ستورو شک پیدا شو! هغوی به
دومره خدمت و پښتو ته نه وي کړي که ګنهګار نشم لکه چی دغو سندرغاړو چی کړی او کوي
یی! دوی مینه خوره وي!
اردو هله اردو شوله چی کله نصرت فتح علی خان
وویله! مهدی حس وویله! که دوی نه وای نو اردو به بکره وه!
که زمونږ دغه سندرغاړي نه وای، دغه لیکوالان
او دغه نور بلاګان د پښتو په خوراوي کی پاتی راغلي وو!!!
ګورو به چی رهین به څه ګلان شیندي؟
رهین صاب چی کله ظاهر هویدا مړ شو، نو تور
کوټ یی اغوستی وو او په جنازه کی یی ګوټکه،ګوټه کیده! خو مالومه نه ده چی ایا د
غزالی جنازی ته به پیښور ته لاړ شي؟ کوم مرستیال به ولیږي؟ فرهنګی آتشی ته به کوم
پیغام ورکړي او که یا؟ په تلویزون به کوم راپور تیر کړي که یا؟ هویدا یی خو سم لکه
د ملکی الیزبیت د لمسی په شان ونازاوه!!!
غزاله که هر څنګه وه، خو بیا هم د پښتنو په
زړونو کی یی ځانګړی ځای درلود! او څومره بختوره چی مرګ یی له سعودي ولیعهد سره یو
ځای شو!!! ظاهر قدیر صاب خو ولیعهد د مرګ په خاطر بیخی لیک پارسل بند سعودی ته
لیږلی ترڅو تسلیت و تمنیات خود را با ال سعود شریک سازد! یاری به یی دلته معلومیږي
چی څه کوي؟
مونږ ټول خفه یو، او دا به د پښتو میوزیک
خاندان لپاره نه جبرانیدونکی تاوان وي! خپله غمشریکی د میوزیک خاندان له سر لاري استاد ګل زمان او
کو سره شریکوم!!!
اِنا لِلهِ و اِنا اِلیه راجعون!!!
خو غزالی! راهت ادامه
دارد! غزاله مړه نشوه؛ غزاله ژوندی ده! د غزالی یاد به تل وي! غزاله
یوه ایده بود! خو لوستونکو! دغه اخوانیان په مونږ پسی ښه نه ځي! دا ځل چی په مصر
کی یی ټول ټاکنی وګټلی، زمونږ په کور دغه غم را نازل
شو! شهادتت مبارک!!!
یادښت: که دی لیکنی د ځینو
احساسات پرهرژلی کړي او یا هم وژلي وي نو له ځان سره دی وساتي!!!
leekwal@yahoo.com