دانځورونو یو زرین البم

                                

      دځوان او نوښتګرشاعر انجینرفرید نوښت خلیل لومړۍ شعري ټولګه  ”زه دناکامه تصور په لوري “ تیره میاشت دافغانستان دقلم ټولنی له خوا په نامعلوم تیراژ خو ښکلی صحافت او کاغذ سره په ۱۱۲ مخونو کې له کابله خپره شوه ، په دغه ټولګه کی دشاعر نږدې اوه اویا ازاد شعرونه او ډېر کم غزلونه راغلي دي او تر دې دمه یې دشعر مینه والو هم ښه هر کلی کړی دی .دټولګې ډالۍ داسې لیکل شوې :
 ( یوې داسې نالیدلې هستۍ ته چې یاد يې ددې کتاب په هره کرښه کې پروت دی )
هو ددې نالیدلې هستۍ یاد ددې شاعرانه البم په هره پاڼه کې زموږ سترګو ته راځي .او اړباسی مو چې دیوې کیسیزې تلوسې غوندې ورسره بیت په بیت او پاڼه په پاڼه وړاندې لاړ شو .
   زه هم دهغه دشاعرۍ لوستونکی خو  دازاد شعر زیات  مینه وال او دده دشاعرانه ژبې او ازادې شاعرۍ خوښوونکی یم .
   دده شعر له نوو کلمو ، ماناګانو ، ترکیبونو او انځورونو ( ذهنی او عینی )  څخه جوړ دی او دلوستلو په مهال ترې مخ نه اړول کېږي .او په کی نغښتې رنګینه تلوسه مو تر پایه ورسره ساتي . ازاد شعر که څه هم شاعران يې لیکي او مینه وال لري خو په عوامو کي چې ما څومره په مشاعرو او غونډو کي لیدلي ، دومره مینه نه لري او پاملرنه نه ورته کړي .یوه خو دا چی شاعران کله کله دمن غم لپاره خروار اوښکې تويوي او یا دکوزې اوبه په ویاله کې اچوي حال داچې شاعر باید راته سیند په منګي کې راغونډ کړي . خو لږ تر لږه که شاعر نوښتګر تخیل ولري او تل له نوو خبرو سره مینه وکړي نو شک نشته چې زړونو ته به یې دورتګ لاره هم تر ډېرې اندازې پرانستې وي .
  په یاده شوې ټولګه د ښاغلو لیکوالو : غفورلیوال ، شیرین اغا جهانګیر ، سید عبدالله نظامي ، ګل رحمن رحمانی او خپله د ویناوال یادونې هم راغلي دي .مخکې له دې چې په ټولګه یو څو خبرې وکړو لږ به دازاد شعر جوړښت ته تم شو .
   استادمحمد اسمعیل یون دشعر په اړه دخپل یوه اثر ( دپښتو شعر هندسي جوړښت ) په  دویم څپرکي کې دازاد شعر په اړه لیکي چې په پښتو شاعرۍ کې ازاد شعر ډېر ډولونه لري چې اوسنۍ بڼه یې له ډېرو پړاوونو تېرولو څخه وروسته تکمیل شوې ده ، استاد یون په دې اړه ازاد شعر ته دغه ډولونه ورکوي چې دیوې برخې راوړل به یې بد نه وي .
١- هغه ډول ازاد شعر، چې د دوديز شعري فورمونو په چوکاټ کې نه وي راغلي، په شکلي ډول په کې يو څه بدلون راغلى وي. ځينې مسرې يې له قافيې ازادې، لنډې يا اوږدې وي، په نورو اکثرو مسرو کې قافيه راغلې وي، خو دا قافيه په مسرو يا بيتونو کې يو شان نه وي، څو څو مسرې يا څو بيتونه په خپل منځ کې مشترکه قافيه لري، بيا بېلې مسرې ورپسې لوېږي او په دې ډول يو بند جوړوي. په دې ډول نظم کې اکثره مسرې تقريباً يو متحد وزن تعقيبوي. يانې له ځينو وړو مسرو پرته د نورو اکثرو مسرو د څپو شمېر سره برابر وي. په دې ډول فورم کې د ځينو بندونو د مسرو تر قافيې وروسته کېدى شي رديفونه راغلي وي او ځينې هم کېدى شي هېڅ رديفونه ونه لري. په پښتو ژبه کې ټاکلي شمېر نظمونه او شعرونه په همدې او يا دې ته ورته فورم کې ويل شوي دي. د نيمه ازاد شعر دا فورم يا ډول عام نه دى، بلکې د کارونې ساحه يې ځانګړې او خاصه ده، یون صیب ددې لپاره ښه بېلګه دارواښاد اسحاق ننګیال  ( ښکاري ته ) شعر دی .
یون صیب په همدې دوام دویمه بېلګه په دې ډول را پېژني :
٢- د ازاد شعر بل ډول دادى، چې له مسرو څخه قافيه لرې شوې وي، يو متحد وزن تعقيبوي، يانې د يو قراردادي وزن لرونکى وي. د مسرو د څپو شمېر يې سره مساوي وي، خو يوه ټاکلې موضوع تعقيبوي. ځينې پښتانه ادب پوهان له هغې جملې نه پوهاند ډاکټر مجاوراحمد زيار دې ډول شعر (نظم) ته (مونډى) (٣٨) شعر (نظم) وايي. دا هم د بشپړ ازاد شعر پر لوري يو ګام دى. شاعر دلته د قافيې او رديف له باره ځان ژغورلى دى، خو له غزلو او قافيه والو شعرونو سره يې توپير دا دى، چې دلته يوه ټاکلې موضوع تعقيبېږي. د شعر دوه مسرې کومه خپلواکه او مستقله مانا نه شي خندلاى. د مسرو شمېر يې هم ټاکلى نه دى.
د ښکلا لمبې:
جوړ زما د نظر سيورى
ستا په دواړو اننګو کې
دا چې ناڅي راته وايي
په لمبو کې د ښکلا دې
د الفت د دوک په ګوتو
اړولم راړولم
ستا له پامه چې ياغي شوم
د کږو وروځو په ول مې
د ارام زړګي کوډله
د ماښام د اوښکو تل کې
د کباب زړګي له تاوه
په اميد د ژوند لاهو کړه.
او درېیم ډول یې داسې راوړی  :
 

٣- ازاده منظومه: د ازاد شعر يو بل ډول، ازاده منظومه ده، چې يوه اوږده موضوع او پېښه انځوروي. دا فورم داستاني بڼه لري، په پېښو کې نورې پېښې هم انځوروي، په دې ډول فورم کې قافيه او رديف موجود نه وي، خو کله کله کېدى شي د خوند لپاره يو نيم ځاى په کې قافيه او رديف راشي. په دې فورم کې د مسرو د څپو شمېر سره يوشان نه وي. په پښتو کې دا ډول منظومې ډېرې دي. د استاد بهاوالدين مجروح ځانځاني ښامار، نا اشنا سندرې هم دې فورم ته ورته دي، د پيرمحمد کاروان او ځينو نورو شاعرانو هم دا ډول منظومې شته.
  اوس راځو ( زه دناکامه تصور په لوري ) ټولګې ته ، په دغه کتاب کې له یادو شوو دریو کته ګوریو څخه بېلګی شته  که څه هم درېیمه به په یو څه کموالی سره وي .خو ( دپاچاهانو پاچا ومړ ) او ( ناهید ته ) شعرونه يې ددغه بېلګو په ډول یادولای شي چې دلیکنې داوږدوالي له امله ترې تېرېږم او که مو کله دغه کتاب لاس ته درغی نو وبه یې لولی ، یوه بله ښه خبره داده چې دنوښت صیب په دغه ازادو شعرونو کې دهنر ترڅنګ له اوسنیو حالاتو سره یو مناسبتي تړاوو شته چې دشعر مخا‌طب دشعر په لوستلو سره پېښې له یوې نوې زاويې نه ګوري .ښه بېلګه يې بیاهم همدغه  د لیبیا د پخواني واکمن ډګروال معمر قذافی شاهي ژوند او حقیرانه مرګ ته کتنه ده. وایی چې قذافي به ځان ته دخپل شاهانه لېونتوب او عربي مغرورانه انداز له مخې دشاهانو شاه ویل چې شاعر همدغه نوم خپل شعر ته هم غوره کړی ، مطلب مې د ( پاچاهانو پاچا ومړ ) شعر نه دی .
   کره کتونکی او لیکوال غفور لیوال دښاغلي نوښت دشاعرۍ په اړه وايي : (( دښاغلي نوښت په همزولې شاعرۍ کې ، چې له بده مرغه دجګړې او سیاستبازیو له امله بیا دشعاري کېدو په لور روانه ده ، دنوښت څرک لږ ښکاري او دا زموږ دګران نوښت ددې مجموعې هڅې تر یوه بریده دهنري نوښت په لور دګام پورته کولو یوه زلمۍ هڅه بللی شو .)) ښاغلی لیوال همدا ډول زیاتوي او وايي : ښاغلی نوښت دذهنی انځورونو شاعر دی ، نویو او معاصرو مفاهیمو دشاعرانه کولو شاعر دی ، او بلااخره دخپل ژوند دهرې شاعرانه خا‌طرې درندانه بیان شاعر دی ))
  دا ریښتیا ده چې دشاعر خبرې هغه وخت په موږ ښې لګېږي چې کله یې خبرې خپلې وي او داسې څه يې وړاندې کړي وي چې وړاندې تر دې مو په دې بڼه نه وي اورېدلې چې دلته دلیوال صیب موخه هم همدا ده .
   که څه هم  په لودیځ یا په نوره نړۍ کې ادب او فردي شخصیت یا اخلاق دومره سره تړلي نه دي خو زموږ په سنتی ټولنه کې دا دواړه سره تړلي دي او دشاعرپه ټولنیز اغېز کې  د شخصیت رول مهم او څرګند دی .سید عبدالله نظامي همدې ټکي ته په پام سره دنوښت په اړه وايي : (( نوښت دډېرو هغو کړتنو ځوانانو په څېر نه دی چې په محفل کې تور ږيري او سپین ږيري نه ګوري خوخپله فلسفه او ببولالې وايي ))
 دنورو ژبو له ادبیاتو نه یو څه دیو څه اخیستل او دتجربو زده کړه نه یوازې چې دشاعرلپاره دشاعرانه تخیل په بډاینه کې مرسته کوي بلکې دغه مطالعه له شاعرسره مرسته کوي چې خپلې څنګه سیقل او دوړاندې کولو لپاره يې تر لیکلو وړاندې دلیکلو دډول او انداز په اړه یو الهام ورکړي . دنوښت صیب په دې ټولګه کې مو ځای ځای د دري ژبې دنوماندو شاعرانو لکه فروغ فرخزاد ، سهراب سپهری او نورو ... په شعرونو هم سترګې لګي  چې ښاغلي نوښت پښتو کړي او راته څرګندوي چې دی ددري شاعرۍ ښه مینه وال هم دی او مطالعه کړې یې ده .دی دخپلې شاعرۍ په اړه راته داسې وايي : (( کوم کتاب چې ستاسې په مخکې دی زما شپږ کلنه شاعري ده په دې کتاب کې تر ډېره زما دزړه خبرې دي چې تر ډېره دخپګان ، غم ، درد او تنهایۍ په حالت کې دقلم په مهربانۍ په دې کتاب کې ځای په ځای شوې دي . په دې کتاب کې راغلي شعرونه چې تاسې یې ګوری هغه زما دژوند ترخه واقعیتونه  دي چې زه یې ځورولی یمه او زه یې مبارز رالوی کړی یم .))
   هو ددغه مبارز دغه مبارزه دیوه هیومونست شاعر په توګه له دردونو ، خواخوږۍ او خوږلت نه ډکه ده ، خپله ( زه دناکامه تصور په لوري ) شعر دافغانی اوسنۍ ټولنې یو ډېرریالیستي واقعي انځور دی چې رنګیني او خوږلت هم لري . دده له هر نظم سره روان موازي عینی او ذهني انځورونه په ډېر ښه ډول موږ ورسره اخیستلای شی او د فطرت له ښکلاوو یو ډک البم راباندې ګوري چی زه یې دنوښت یوه ځانګړتیا ګڼم . 
    په کتاب لیکنه مهمه او لازمه داده چې لومړی باید لیکوال په خپل کتاب دنورو لیکوالو لیکنې دهغوی دعلمیت اولیاقت درجې ته په پام سره راوړي او وروسته یا تر ټولو وروستۍ یې باید خپله دلیکوال خبره وي او معمولا دشاعر یا لیکوال بیوګرافي ( پېژندپاڼه ) دکتاب په وروستۍ پښتۍ راوړل کېږي خو په دغه کتاب کې لیکوال خپله لویه لیکنه دسریزو په مینځ کې له ددوو نورو سریزو وړاندې راوړي او بله داچې خپله لیکنه یې تر ټولو لویه او له ځینو شاعرانه خا‌طرو مالامال ده ، خپله دده پېژندپاڼه هم په مینځ کې راغلې چې باید یوه اړخ ته وی .
   ښه ادبي اثر هېڅکله دستاینو محتاج نه وي ، زه همدغه اثر په پښتو ادب کې یوه غوره او په ځای زیاتونه ګڼم چې هم به دازادې شاعرۍ ښکلا پالي او هم به په واقعي مانا دشعر دمینه والو شاعرانه ذوقونو ته سرور وربښي ، ما دګران نوښت ناچاپ نوي شعرونه هم لوستي ، دی له شعره تر شعرهره فاصله په نوښت وهي ، له زړو خبرو ځان ساتی او نوو ته يې دشعر دهوسۍ سترګې له شاعرانه تلوسې نه ډکې وي .
  په دې هیله چې ددغه ټولګې شعرونه تر تاسې هم ورسېږي او په خبرو مې یو څه باور وکړی ! نور مو تر مینځ نه خنډ کېږم ، دګران ورور نوښت دلا نوښتیزو هڅو او نوښتونو په هیله .
دهغه یو بیت دحسن ختام په توګه ومنئ .
دقبر خوله مې دشعرونو په کتاب وتړئ
چې مې دخارو په ځای واخلي ټول مزار غزلې

۲۰۱۲ جولای  ۱۷ جلال اباد



\"\"