
اېمل افغان
کله چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د امریکایانو او د دوی د داخلي ملګرو په مرسته نسکور شو په دې وخت کې جوخت ورسره د ولسمشر حامد کرزي او د ده د پلویانو اداره د جرمني(بن ښار) کې د موقت وخت لپاره جوړه او په افغانستان کې اعلان شوه اوبيا په هيواد کې د جمهوري رياست لپاره ټولټاکنې دولس په وړاندې د وزيرانوټاکل،اساسي قانون او بيارغونه يوڅه کار وشو او هم ورسره هلکان او انجونې د ښوونځي او پوهنتون په لور روان شول،مطبوعات او رسنۍ هم په درز کې روانې شوې يودم په ټول هيواد کې راډيوګانو او ټلويزيونونو په خپل کار پيل وکړو، ترڅنګ يې ورسره سينما ګانې هم فعالې شوې او ځوانانو هم په رښتيا په لومړيو کې له دې کار سره ډېره ليوالتيا وښودله تردې پورې،چې د سينما د ننوتلو لپارد ټيکټونو د رانيولو لپاره د دروازې په خوله کې دومره بيروبار به جوړ و،چې چاته به په يواسانۍ رسيدل نه ځکه د طالبانو په واکنۍ کې موسيقي او مطبوعات دومره په کش او درز کې نه وو يوازينې راډيو چې خلک به يې د هيواد له تازه پيښو خبرول هغه د بي بي سي او امريکا غږ راډيوګانې وې.
د دغې لسکلنې دورې په پيل کيدو سره په لومړيو کې وليدل شو هغه ځوانان او سيمې چې د کار وړتيا او اکثريت و هغوی ته خپل حق ورنکړل شو او په همدغو سيمو د امريکايانو بمبارۍ هم پيل شوه، چې غت غت بمونه د دوي د دوستانو په اصطلاح په دغه خاوره او ځوانانو وغورځول شول نو دوی هم دې ته اړشول چې د خپل ناموس، خپلې خاورې او د شپنيو تلاشيو په وړاندې له خپل ځان دفاع او يو عکس العمل وښيي، کوم کارونه ،چې په هغه وخت کې ترسره شول او اوس هم کيږي دا د يو منظم پلان او فکر په بنا طرحه شوي او عملي کيږي،چې په يوولسو کلونو کې د دغو سيمو د ځوانانو په سرنوشت هر رنګه لوبې وشوې، څوک د القاعده، طالب او څوک د پښتون په نوم وټکول شول او دغه وګړي هم د خپل ځان د ساتلو لپاره دې ته اړ شول،چې له ورانکارو ډلو او د افغانستان له دښمنانو سره يې لاس يو کړ او په پرديو هيوادونو کې تربيه شول،چې اوس بيرته خپل هيواد ته له وسلو او بمونو سره دغه ځوانان راليږل کيږي او په دغه خاوره کې خپلو ځانونو ته د نورو په لمسون چاودنې ورکوي، چې په پايله کې ورسره مالي او ځاني زيانونه هم خلکو ته اړوي.
که موږ لږ نور هم د ځانمرګو په ژوند رڼا واچو ددوی ترشاه ټولې هغه بهرنۍ لاسوهنې او کړۍ لاس لري او د همدې لپاره يې تربيه کوي چې په داسې کړنو لاس پورې کړي اکثره ځانمرګي،چې کله نيول شوي د ډېر کم عمر خلک دی، له پرمختګ او پوهې نه لرې ساتل شوي او دومره يې ذهن هم پرمختګ نه دی کړی، ترڅو د داسې ناوړه اعمالو په وړاندې له دې کار نه لاس واخلي اوهم په دې فکر وکړي،چې دا کار کومه راتلونکې نلري اوبل دوی،چې په کومه سيمه او مرکز کې تربيه کيږي دوی ته درس ورکول کيږي او ورته وايي په افغانستان کې چې کومه اداره او خلک کار کوي د هغوی په وينا دا ټول کافر او له اسلام اوښتي خلک دي دوي نور هم په جذبه کې ورسره راشي خو زه وايم دلته مسلمانان ژوند کوي، جوماتونه شتون لري خلک خپل عبادتونه د تيرو دورو په پرتله ډير کوي اسلام په ملا او القاعده پورې نه دی تړلی دا د هر مسلمان دنده ده،چې خپل خدای ته خپله غاړه خلاصه کړي او خپل جنت او دوزخ په خپله وګټي نه د ورانکارو ډلو په مرسته.
د ځانمرګو ځوانانو په اړه که موږ يو مثال راوړو د افغانستان په پرتله د ځمکې پرمخ لوی او رسيدلي اسلامي ملکونه شتون لري، مکه او کعبه هم هلته شتون لري ساينس او تخنیک هم هلته پرمختګ کړی د کفارو په وړاندې ښه مبارزه هم کولی شي او د کفارو فوځونه او لښکريې هم په هيواد کې د تل لپاره ميشت دي ولې د هغې سيمې ځوانان په داسې کړنو لاس نه پورې کوي، که د اسلام او دين ګټلو خبره وي په اسلام کې خو ځان وژنه نشته اسلام د پرمختګ او ترقې دين دی نه د ځان وژنو او وطن ورانولو دلته د چاودنو په نتيجه کې داسې وګړي خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې د وژل شوي شخص ترلاس لاندې يوه کورنۍ ژوند کوي په کورنۍ کې شل او يا پنځه ويشت نفره د ده په مرسته روزي پيدا کوي همدغه سړی و،چې خپلو اولادونو ته د ښوونې او روزنې تربيه ورکوي زما په فکر له دې نه به بل غټ جهاد اوځان وژنه نه وي په اسلام کې چې يو سړی خپل اولاد په اسلامي چوکاټ کې تربيه او په خيټه ماړه کړي.
خوکه چيرته موږ خپل هيوادوال د ځانمرګو په ناوړه پيښو کې له لاسه ورکړو نو د دې شل کسانو سرنوشت به بيا کوم جنګسالار او یا بل رهبر په غاړه واخلي د هغه په کورنۍ کې چې کوم ماشومان ژوند کوي دا ټول بې سرنوشته پاتې شول، دا بيا د هيواد راتلونکي لپاره يو سردرد جوړ وي.
راځې د هيواد مشرانو، کشرانو،طالبانو ، جهاديانو، خلقيانو، پرچميانو، پښتنو، تاجکو، هزارو، ازبکو له خپلو هيوادوالو او خپلو مشرانو د وروری لاسونه راچاپير کړو او خپل ملک اباد او ګلزار کړو له بهرنيو او په اصطلاح د هيواد له دښمنانو د دوه روپيو په وړاندې څه نه جوړيږي که موږ په خپل منځ کې جوړ شو دا زه تاسو ته ويلی شم،چې موږ به هرڅه ترلاسه کړو او که دا لړۍ همداسې روانه وي نو فکر نه کوم،چې د زده کوونکي، ملا، طالب، القاعده او د رهبر پښې نورې په دغه خاوره کې ټينګې شي يو يو به همداسې په ترتيب سره ترور او وژل کيږي، د سر سړي به مو رانه اخلي افغانستان به بې پلار او بې موره پاتې کيږي لکه څنګه يې چې موږ وينو نن پلانی ووژل شو او سبا دا بل وژل کيږي دا نوبت دی، چې په چا د افغانستان د دښمنانو نقشه راغله بيابه يې په ځان مني خو راځي چې دا نقشې له ځان نه لري کړو او خپل ژوند ته دوام ورکړو.