چارواکي: پکتيکا وﻻيت کې څلور تنه ماين خښونکي وژل شوي

خبر پاڼه
څلور تنه ماين خښوونکي چې درې يې پنجابيان وو تيره شپه د پکتيکا ولايت په جاني خيلو ولسوالۍ کې د ماين ځاي پر ځاي کولو پر مهال ووژل شول
پکتیکا ولایت مقام رسنیو دفتر                     
مخلص افغان د پکتيکا ولايت وياند
۱۳۹۱کال د غبرګولي ۲۱ مه
  تیره شپه ناوخته څلور تنه، چې درې  يې پنجابيان وو د پکتيکا ولايت د جاني خيلو ولسوالۍ د بابو خيلو په کلي هغه مهال د خپل ماین چاودنې ښکار شول چې غوښتل يې نيمه شپه په لويه لار ماينونه ځاي پر ځاي کړي چې د دوي لخوا خښ کړل شوی ماين پرې وچاودېد څلور واړه ماين خښوونکي ووژل شول چې د لومړنيو مالوماتو له مخې درې تنه يې پنجابيان دي، دا په داسې حال کې ده چې څلور ورځې وړاندې  همدې کسان لخوا د يوه ځاي پر ځاي شوي ماين چاودنې له امله د پکتيکا ولايت د یحيی خيلو ولسوالۍ د مټاخيلو په کلي کې شپږو تنو ملکي او بې ګناه هيوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتي وه چې په کې پنځه ماشومان او يو ۳۰ کلن ځوان شامل وو