بی خونده خبری(۶۴): صوفی رهین—د ویدا صمدزی مشاور!!!(دویمه برخه)

\"\" 
 می۲۰۱۲،۱۰
پیشګفتار!
دوستان خفه وو چی ولی می له رهین مخدوم سره بی خونده خبری نه وی کړی! یارانو خبری باید د مقام او کام مطابق  وشي! بله دا چی په دی ورځو کی زه د لیکلو په موډ کی هډو یم نه بس هسی می مولانا شا نیولی او تنګول کوي!
مخدومی اخلاقیات:
وزیر صاب په خپله یو پوهنتون دی!!! رِجسترډ اینډ ریکګڼایزډ! د اخلاقو ټولګه ده! نو چی داسی دی نو باید چیزی زیاد از پیش شان آموخت!!! صوفی دی او  صوفیان چی په جذبه کی را شي نو بیا څه، څه نه کوي!!! نشه کوي؛ حورو څخه غیږ تاووي!!! ځکه چی د خدای(ج) په مینه کی ورک وي!!! په کابل کی له پیر عبدالله سره هم تار لري!!! عبدالله نو بیا څه کوي او څه نه کوي؛ بل ځل لیکلو ته اړتیا لري!!!
مخدوم هم پوهاند دی، هم صوفی، هم کابلی او هم مجاهد!!! دغه ټول شیان چی په یو وجود کی راټول شي نو پلیته اروا تری جوړیږي چی کولی شۍ مثال یی په امریکایی وحشی او ډارونکو فلمونو کی وګوری!!!
مخدوم صاب هم فلم ګوري او هم  تسپی تاووي؛ مطلب دا چی همدا کوي او هم هغه!!! پوښتنه داده چی صوفی صاب به دا مهال څه وایي؟ ځواب ساده دی:\" که دلته وای،که دلته وای!\"
دیموکراسی دده د شخصیب برخه ده! د دیموکراسی په سر جنجال سړی له پیښوره امریکی ته هم اړ کړی قرار بیوګرافی! خو دومره دیموکرات ذهنیت باوجود ده \"رهین د قضاوت په تله کی\" تحمل نشو کړای! دی هم دیموکراسی ته هومره چی امریکایان پری باوري دي،عقیده نه لري! ځینی وخت خو دی خپل قریب ټیم ته وایی: با این مردم وحشی که همو برخورد وحشیانه طالبی نشود، اصلاح نمی شود! این بار خو اینها را با سارنوالی! معرفی کردم؛ بار دوم دروازه هایشان را بسته می کنم! این ها به ګپ نمی فامه!!!
رهین باندی تور دی چی د وزارت له اناثو طبقی سره له ډیر سړیتوب او نرمی څخه کار اخلي! پس له وخته یی دربار ته راغواړي! دربار می ځکه وویل چی دی د افغانستان مرډوک—د مطبوعاتو شهنشاه—دی! خو دغه لطیفه اجسام چی دربار ته راغوښتل کیږي هیڅکله د وزارت له پذیرش او سکټریټ سره نه ثبتیږي ځکه یوازی د وزیر د نفوذ ساحه بلل کیږي اوبس!
پښتانه لیکوالان او ادیبان چی وزیر یی د ... رګ معلوم کړی که لږ مثبت فکر وکړي نو د وزیر په اړه به هیڅکله داسی منفی انګیرنی ونشي درلودلی!  
په هیواد کی له ښځو سره ددومره زور زیاتي، تشدد، سوځونی، پوزی پریکونی څخه وروسته خو باید یو اورګان وي چی له ښځو سره زړه سوی، نرمښت او داد شریک کړای شي!
د ژبی پریکونه می ځکه یاده نه کړه چی دغه پښتانه لیکوالان هسی نه زما خبری ثبوت په حیث له ځان سره واخلي او وزیر باندی په څارنوالی کی دوسیه درج کړي—د شیطان غوږونه دی کاڼه وي!
بله خوا له ښځو سره د وزیر او کو د نزدیکت راز چی پښتانه لیکوال یی تصور، فکر او تصویر هم نشي ښکلی دا دی چی وزیر صاب غواړي د ادیبانو، لیکوالانو، او ژورنالیستانو نسل زیاد کړي چی د هیواد لپاره فخر او د وزیر لپاره د اجر سبب شي!!!
اوریدلی به مو وي چی \"با خدا داده ګان ستیزه مکن که خدا داده ګان را خدا داده!!!\"، پښتون چی لطیفه جسم ته د رسید لار نشي موندلی نو وزیر ولی ملامتوي؟
\"از عجایب عشق همین است: تنها همان آغوش ارامت می کند که دلت را به درد می آورد!!!\"
دا چی د کلتور او فرهنګ وزارت ښځی د وزیر په قارونی مال، شیطانی هوښیاری او د ګیدړ په چالاکی!!! غولیدلی نو په دی کی د وزیر صاب نقص، ګناه او تقصیر چیری دی؟ هر عیب در مسلمانی ماست!!!
که تاسو هم غواړی چی له ورته فیوضاتو برخمن شی نو د وزیر سره د تربګنی پرځای د یاری لار خپله کړی؛ کامیابی و سعادت در همین است!!!



ویدا صمدزی ته د مشاورت دنده!!!
ویدا صمدزی، افغان ماډله او مِس افغانستان! هغی چا چی د ښکلا په ډګر کی د افغانستان نوم اوچت کړ! د قانع بریتور د مجلی نوښت په بنا: صمدزی ځان پښتون نه ګڼی او د پروان په عفیان شریف کی شجره راوباسي؛ کارته پروان کی اوسیدلی او د کورنیو شخړو پرمهال د هند له لاری او د IOM په همکاری امریکی ته رسیدلی! دوی ماسټری لري او د ښکلا په برخه کی یی هم میدان ته را دانګلي؛ تور مخی او وزه یی صمدزی ته دسبب له مخی د ښکلا د ملکی لقب ورکړل شویدی کنه د قانون مطابق یی نشو ګټلی! د سبب له مخی ځکه چی دوی غوښتل نړیوالو ته افغان ښځی ور وښيي چی داسی هم کولی شي!!! ویدا جانه وایی چی دغه کار ته یی ټول وړ او مناسب دلدادی د قوي کوشان له لاری له رهین صوفی مخدوم چی دری سړي کیږي اخیستی ده! ب د ویدا په وینا صوفی صاب یو فرهنګ پال او مهربانه سړی دی! ماته یی دهر ډول مرستی د راکړی ژمنه راکړه! خو چی ما د ښکلا په مقابله کی ګډون وکړ نو یو سلسله فاشیستو ملایانو زما خلاف غږ پورته کړ! بس ویدا جانی چی د صوفی صاب دوعا درسره وي په فاشیستانو پسی مه ګرځه؛ دوی والله که خپل ځان ته هم څه کړي وي! دوی سوځي ترقي دی نه شي زغملی!!!
 
\"\"
 
له وزیر څخه ګیلی:
نه پوهیږم چی دغه پښتانه لیکوالان او غم لړلي روشنفکران به دغه عنوان دُرست ومني که یا! خو له ماسره بل ښه یی نشته! په همدی اکتفا وکړی!
د ګیلی ټکي په ځای که تور، شک او یا...ټکي وکارول شي نو په وزیر به یی اغیز څه وی، نه پوهیږم!
پښتانه لیکوالان چی وزارت یی نه په رسمیت او نه هم په ذهنیت پیژني، په وزیر تور لګوي چی:

  • د الفت په غونډه کی یی ډوډی نه وه کړی!!!
  • د پوهاند حبیبی لپاره یی چی د بی بی سی په پیلوزي کی د غونډی جوړولو کی کومه وعده کړی وه پرځای نه کړه!!!
  • د رشاد له مړي سره کندهار ته نه لاړ!
  • هڅه کوي چی افغانستان د فارسي ژبو مثلث ته ننباسي!!!
  • د مور میری سلوک کوي
خو د وزیر استدلال بیا منطقی او په وزن برابر دی!!!
  • الفت خو تاسو وواژه ما چی غونډه هم پری برابره کړه، شکرونه وباسی!
  • حبیبی د تاسو او زمونږ ترمنځ یو متنازع فیه شخصیت دی؛ په دی اړه ډیر بحث له سرګردانی پرته بله کومه نتیجه نشي ورکولی!
  • تر جنازی خو کابل پوری ورغلي وو؛ مونږ له خپل څادر سره پښی غځوو.
  • افغانستان یو فارسي ژبی هیواد دی! هڅه نه کوو عملا دا کار کوم او هیله ده چی تاسو هم په دی لار کی د خنډ او ځنډ پیدا کیدو پرځای همکاري وکړی!!! مونږ لار در ښیو، تاسو ځان کندی ته کش کاږی، بیا به داسی ټیله درکړم چی...
  • مور، میری خبره مطرح نه ده! باید د خپل وزن مطابق وتلل شی!!!
  • رهین صاب وایی چی: یی بړی،بړی شهرون می چوټی،چوټی بات رهتی هوتی هی!!! تاج محمد وردګ په وخت کی چی کله په کابل کی چاودنی کیدلی نو د وردګ صاب استدلال دا وو چی په امریکی کی هم ورته کارونه ترسره کیږي!!! اووملیونی ښار کی که کوم یو اخبار بند او یا هم څارنوالی ته معرفی شي دومره ستره خبره نه ده!!!
انټی-رهین ته فری مشوِره!!!
د پښتنو لیکوالو ښیراوی سرچپه دوعاوی خيژي! ګوری تاسو په مخدوم پسی \"رهین د قضاوت په تله کی\" چاپ کړ خو الله ورته شان والاپه نصیب کړ او دوی دوری وزیر او یوه دوره سفیر پاتی شو! وزیر خوښیږي چی تاسو یی په خلاف اقدام وکړی ځکه په دی کار سره دده والا شان اوچتیږي او سرچپه د ک......تاسو ته رسیږي!!!
تاسو سرتاسري له وزیر سره په ستونزه کی یاست! خو نه هغه پوهیږي چی ولی او نه تاسو ورسره خبری کولی شی! تاسو له وزیر سره لا تراوسه د ګډ مفاهمت ټکي ونه موندل! خو بیا هم د غه لاندی خبری درسره نوټ کړی:
  • ویل کیږي چی  جنرال یحيی اقلیم اختر ته د جنرال راني خطاب کاوه؛ او جنرال رانی بیا دومره صلاحیت درلود چی وزیر لری، جنرال مقرر او .... نو خبره ښکاره ده چی رهین جنرال یحی  نه دی. نو ځکه نشي کولی چی کومی ښځی ته د جنرالی رتبه اهدا فرماید. که دی چاته رتبه ډالی کولی شي نو هغه به د ملک الشعرا او... وي. غوره به وي چی تاسو دغه ملک الشعرا ومومی او مسله ورسره د بحث لاندی ونیسی! که هغه مو قانع کړای شوه نو رهین سر له اوسه بیا ښویدلی بولی!
  • دویمه دا چی په دی وړو، یوی، دوو لیکنو رهین خبریږي هم نه ځکه رهین هغه څه چی تاسو یی لیکی پوهیږي نه؛ نو مجبور دی چی ترجمان ونیسي او د ترجمان لپاره بودجه د وزارت په پالیسی کی نشته بیا چی هغه د پښتو ترجمان وي بیخي یی نه درسره مني!
  • رهین پسی که مو وس کیږي دغه په پارلمان او حکومت کی چی تاسو پری ویاړی او ځینی وختونه خو ور باندی ګریوانونه هم څيری کوی، په دوی باندی ورپسی لابي وکړی!
  • وحیدی او یارانو ته! په وزیر باندی د طبیب په لارښوونه په متقابل عمل لاس پوری کړی! بګیرش که نګیرت باندی عمل وکړی! په ده باندی په څارنوالی کی عریضه وکړی؛ سم د بشردوست غوندی ددوسیو فایل ورپسی پیدا کړی او وایی چوی! د سفما ملاتړ هم درسره دی!
  • انتقادي غونډی، منډی پری برابری کړی؛ اوس هغه دی د خاموش اکثریت تلویزونونه هم کم نه دي؛ ګردي میزونو ته یی راکاږی! یو تلویزون په سړي باندی ورځ تیاره کولی شي تاسو په دومرو ډیرو کی خو بیا....
  • که بیا هم نه کیده او خبره خره په خره وه نو خودکُش خو شته! چیرته به یی ورته راونیسو!!! ځکه پوهیږو ګرانو: زنده ګی وقتی به بُن بست میرسد که نه حق خواستن داری و نه توانایی فراموش کردن ان!!!
  • نظر دادن مفت است؛میتوانید نظرتان را اضافی کنید تا به مشکل راه هل مفید پیدا شود!!!



اخطاریه:
\"Karzai and Co. په تحقیق سره هغه کسان دي چی اشِدا علی البشتون او د کفارو سره مهربان دي؛ دوی امریکی ته سجدی کوي او د هغوی فضل غواړي! \"
هغه چی اوس هم درهین تر چتر لاندی په دندو بوخت دي او فکر کوي چی دوی د رهین د اصلاح هڅه کوي، په خورا درنښت هیله کوو چی سړی و خپلو غلطیو ته متوجی کړي چی پوهیږو نشي یی کولی، بیا دی نو خپل نوبت ته شیبی شمیری هغه که په هره کچه وي او پښتو ته یی هر څومره خدمت کړی وي!!!
leekwal@yahoo.com