
د ګــلو ښـکلي ښایستونه سـتا پــه ستـرګو کې ديد ټــول جــهان خوږه خـوندونه ستا په سترګو کې ديوایــم چې شپه ورځ مـې دســتا ســرګي کـتله اشنالکه یی جنت باغچي ګـــلونه ستا په سترګو کې ديتـــش په کـــتلو زړه زخمي کــړي بـــیا رغـیږي هم نهحــاص د وژلــــو ګــذارونه ســـتا پـه ســـتـرګـو کې ديدا چـــې د ژونـــد او کــــاروبـــاره یـې ایـــستلې یـــمهجــانانه دغـــه فـسادونه ســتا په سـترګـــــو کې ديبې لــه سـکـروټــو او اورونـو یـې لــوګی لــوګی کـــړمداسې عــجیب تک سره اورونه ستا په سترګو کې ديخوستی درځم دغه زخمې زړه مې ټـــکور کـــړه یارهزمـا د خوږ زړه مـلهـمونـه ســتا پــه سترګـــو کې دي