پردیسې کې

پــــردیسې مې زړګی دومـــره نــری کړې
خدای قــسم ده که چــرګـان حلالوی شم
پـــه پـــردي وطن یې قــدر رامـــعلوم شو
زه د بــوټې نه ګـل کــله پـــرې کــوی شم
وس قـــدرت مې د جـــهان وربـــاندې وکـړ
زه زړګـــی د جـــانـان کــله بــــیلوی شم
زه چــې کــــله د شرین جـــانان بــیلیږم
نو د یـــار اوښـــکو ته کــله زه کـتی شم
تـه چې پاتې یــکتنها شي او زه لاړ شم
خوستی کورته په ډاډه زړه کله تلی شم \"Photo: