راشه ما پوه کړه

مـــا هــم جـــانــانه قـدردانـه په کـــــار وان پـــوه کړهمــــا په د ویـــنو بــهـیدو د خـــــپل افـــغان پـــوه کړه دغــه زمـــا د پـــښتون قــوم دا قــــاتلان کـــومه ديما د مـــرګــــو پــه د کــیسه په د داســـتان پــوه کړهپه کـــــوم ګـناه مې پــاڼې پـــاڼې شول د بــاغ ګلونهمــا د ګـــلاب پـــــه رژیــدو او د زعـــفران پــــوه کـړهستا د قسم وي چې مې دوست ده پاکستان امریکامـــــا په دوستۍ د دښمانـــانــو د افــــــغان پوه کړهکه د جــــګړې دراول غواړې او ســتا دا مــــقصد ويزمـــونږ بې وسې ده امــــریکا او پــــاکستان پوه کړهدا ډلرو غـــــله چې ناست دي په کـــــــورسیو باندې ورشه داغــــله داړه مـــــاران دا غــلامام پوه کـــــړهجـګړه په څه ده دا مسجد او قـــــــران ولې ســـوزېپه ســــــــوزیدو مـــې د مسجد او دقــــران پوه کړهنه په ښـــارو کې امن شته ده نه په کـــــلو غرو کېورشه دخدای په خاطر ورشه زمونږ مشران پوهه کړه په کوم ګناه شو لوټې لوټې دا د څه لپا ره په تباهۍ مې د جانان افغانستان پوه کړه مونږ توپک نه لرو د هــــرخــــــــوا په مونږ ظلم کیږيمونږ بیچاره څـــه وکـــړو ورشه ټـــو پـــکیان پوه کړه د ژاړه ډک غږ د خــوستي ورورکــــــــه نه اوري څوک راشـــه دا زړه مې خدای وهــلې دا نـــــادان پوه کړه