
وسیم سجاد، مزار شریف
بفرمایش: مولینا
می ۲۰۱۲،۰۴
احتیاط: روهی والو که د سایټ خیر غواړی، نو مه یی نشروی!
پرده اول: د مخدوم صاب بیوګرافی دده له سایټه:
مولوی، صوفی او سوشل دیموکرات مخدوم رهین صاب د خپل خدای داد وزارت په سایټ کی په لاندی ډول معرفی شوی: ډاکټر مخدوم رهین په کابل افغانستان کی زیږیدلی خو معلومات نشته چی په کوم کال، عموما دوی لیکي چی په یوه روشنه او علمی کورنی کی. خو لکه خبره دلته هم ګل جانی ښکاري؛ دده کورنی هم لکه د نورو هغو علمی کورنیو په څیر چی د اولادونو پیدایش په مهمو وقایعو او مراسمو پوری تړي ده.
د لوړو زده کړو په برخه کی مخدوم صاب رهین له دانشګاه تهران څخه په ادبیاتو کی دوکتورا کړی خو یا هم خبره خره په خره ده. معلومه نه ده چی څه وخت او په کومی موضوع؟
د داوود خان د اساسی قانون د مسودی د تسوید د کومی کمیټي غړی پاتی شویدی، او دوخت په لویه جرګه کی یی برخه اخیستی؛ چی په داوودخان چپه شوه، نو په ده هم ټکه غورځیدلی؛ کور کی نظر بند شوی خو زندان ته یی چانس نه دی موندلی. وروسته بیا د پاکستان په لوری تللی ترڅو د شوروی خلاف له هماغو بانډونو سره یو ځای شي چی اشرار ورته ویل کیدل! نو له دیسکه معلومیږي چی سړی اشرار هم وو. خو دی وایی چی له منځ لارو هغو سره یو ځای شوی نو مطلب دا چی یا به له محاذ سره پاتی شوی وي او یا هم له نجات سره! خو دغه دویمه به یی قوي وي!
خو په لاندینیو کرښو کی معلومیږي چی دغه شیانو ده ته کوم اهمیت نه درلود او نه یی هم پری عقیده درلودله. یوازی ده هڅه کړی چی له ورته نهادونو د \"خیز\" لپاره ګټه پورته کړي او بس!!! په همدی خاطر نو دده سر له یو چا سره او پښی له بل چا سره ختلي چی بیا ورته حضرت مجددی په ستوغه فرمایی:\"او بچه، مثل مرغ واری،کوټ، کوټ اینجا و تخم دیګه جای میتی!!!\"
دده دری، پښتو او انګریزی بیوګرافیانی په خپلو کی بلا غټ توپیرونه لري؛ په انګریزی هغه کی یی لیکل شوي چی ده د(NIMA) په نامه کوم اسلامی تحریک هم بنسټ کړیدی چی په پښتو هغی کی یی اته پته نشته!
نیما اسلامی وه خو کار یی ډیموکراسی ته کاوه؛ مطلب هغه وخت یی هم ګوته کړی چی امریکایانو ته وښیي سړی په دغی سری سیاسی ګرمی کی هم د دیموکراسی لمن نه پریږدي. وروسته له مجاهدینو رهبرانو سره ټکر کوي خو خبره معلومه نه ده چی ولی—بیا نو امریکی ته ځي او مقاومت پریږدي!!!
بلا خلک دي؛ دوی بنسټيز کارونه کوي! امریکی ته د تیښتی په خاطر څومره دقیق او سنجیده ګامونه پورته کړیدي!!!
په امریکی کی د نورو علماوو او روشنفکرانو په مرسته کوم بل د دیموکراسی انجمن جوړ کړی چی نوم یی پری(APDA)Association for Peace and Democracy for Afghanistan جوړ کړیدی.
خو بیا هم خبره ګونګه ده چی دغه علما او روشنفکران څوک وو؟ زما په فکر دغه مشران هغه د قوي کوشان ډله کیدای شي چی په امریکی کی د امید اخبار هم چلوي.
او بله دا چی لکه په امریکی کی یی هم د مزی ژوند تیر کړی؛ هوری یی هم برګر او پیزا او یا هم د اخبارونو ویشلو په دنده نه دی لګیدلی!!!
له دی خبری وروسته، انګریزي بیوګرافی مستقیم له بون کانفرانس سره تړل شویده. بس نو په هماغه انتقالي هغه کی په وزارت د کلتور، ځوانانو، توریزم او... نازول شویدی! د 2003 په سپتمبر کی د کابل خلک غلط شوي او دیی د خپلی شوری ریس ټاکلی!
نو په یو وخت کی هم وزیر او هم د خلکو نماینده! په یو تیر دوی کفتری! هم حکومتی کس او هم ولسی غږ خو سړی حیران په دی شي چی اول پوست یی تشریفاتي وو او که دویم!
له دومره خبرو وروسته بیا نو د وزیر انګریزي بیوګرافی، وزیر ته د ورکړل شوو میډالونو او د هندوستان د سفارت لنډه خبره کوي او خلاص!!!
بیو ګرافی دده د مقالو او کتابونو خبره هم راخیستی خو لکه سړی په خپلو کتابونو په انګریزی کی شرمیدلی او په مقالو کی یی وهلی دي. ددغه ډول کسانو کتابونه زما د یوی بی خونده خبری په اندازه وي چی 25 او یا هم 45 صفحی کیږي خو دا چی دوی امکانات لري، دولتی مطبعه یی په لاس کی ده نو مقالی د کتابونو په نامه چاپوي.
\" ده زيا تي مقالې ليکلي دي اوڅو مقالې او کتا بونه يې چاپ شوي دي چې کولى شو د دقيقي نامه ، ګزيده اثارسيد جمال الدين افغا ني ،پژوهش درباره اثار وشخصيت اميرخسرو دهلوى او روابط فرهنګي افغ نستان وهند از ګذشته هاى دور تاقرن هفتم هجري دکتابونو يادونه وکړو .
دجهاد په دوران کې دده د کارو نو له جملې څخه اشک خراسان ، عزاداران ، درجواب خليلى (شعر) او مسلمان امروز (پښتو )دى چې دده په هلوځلو سره چاپ شوى دي.\"
په دغو یاد شوو عنوانونو کی خو ماته جالب او نوی کوم شی نه ښکاریږي. پخوانیو ټولو په سیدجمال الدین افغان لیکل کړي خو هومره جالب نه دي چی عربانو او یا باندنیانو پری کړیدي. د خلیلی په ځواب کی شعر یی هم هومره په تول نشي ختلی ځکه دلته خپله خلیلی هومره وزمین نه دی چی شعر یی وای! او بل ددغه په ځواب او د هغه په ځواب کی شعر ویل کومه لاس ته راوړنه او یا هم شهکار نشو بللی.
که وزیر صاب دغه شیان خپل شهکارونه بولي نو ځينې نور خو حق په جانب دی چی په خپل کتاب باندی دوکتورا او بیا ډبل دوکتورا واخلي!!!
د سیدجمال الدین افغان په اړه که وزیر صاب ځان ستړی کړی وای، مصر ته یی سفرونه ور پسی کړی وای؛ د عروت الوثقی ګڼی یی موندلی وای نو مونږ به ورسره قناعت کړی وای!!!
پرده دوم: میډالونه:
\"د٢٠٠٤ م کال دمې په مياشت کې ددولت درئيس په وړانديز دبيان او فرهنګ د ازادۍ په لاره کې دخدمت مډال تر لاسه کړ.\" دی ته ورته نور میډالونه هم ورته اهدا شویدي. خو بیان د ازادی په لار کی له ده سره دده مرستیال عبدالحمید مبارز لاری جدا کړیدي!!! هغه وایی چی د وزارت دننه دده لیکنی سانسوریدلی. عبدالحمید مبارز وایي:\"زه د مطبوعاتو په ازادی باور لرم او ددی ازادی لپاره به جدی مبارزه کوم!!!\"
پرده سوم: مخدومی کارنامی یی:
دده ترټولو ستره کارنامه د بیان ازادي ده. خو عبدالحمید مبارز، د وزارت د وخت مرستیال بیا نو په همدی خاطر له دندی استعفا کوي!!! نو اوس نه پوهیږم چی د مولا نصرو ومنم او که د خره!!! افغان تلویزون یی د خپلی لومړنی دوری پرمهال د یوی مرکی په سر څو زره جریمه کړی چی بیا وروسته دده دلیل د افغان تلویزون لخوا د لوڅو او له کلتور سره د نه پییلو سندرو خپراوی وړاندی کړیدی!
که خبره همداسی وي، نو \"امروز، اینه، ارزو، هفت\" دی سمدستی او د ابد، ابد لپاره وتړل شي!!!د بیان د ازادی او ملاتړ یوه جلوه خو ده هغه مهال وښودله چی کله لطف الله مشعل په ځينو رسنیو د ګاونډیو اجنسیو د نماینده ګی او اجنبیتوب تور پوری کړ!!! ده په ښکاره ټکو وویل چی\"دا خو څه دوکانداری نه دی!!!\" د ادبیاتو ډاکټر او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د وزیر په حیث دده خبری د \"ملی\" ګرام له قاعدی څخه ووتلی چی بلا نور تفسیرات او تاویلات یی وزیږول! دلته نو سړی شکی کیږي چی د بیان ازادي!!! او دده سره تړلی دوکتورا څومره یقینی دي!!!
د همدی ازادی په ترڅ کی یی ګوډ \"یار\" تر کابله کش کړیدی! نو جناب مخدوم هم وزیر دی، هم د کابل د خلکو ولسی نماینده دی، هم د هغه کمیسون مشر دی چی رسنی نه پریږدي له قانون څخه سرغړونه وکړي، هم قاضی دی او هم...نو سړی ویلی شي چی مخدوم=پاکستانی پولیس!!!
هم مجرم نیسي!!! هم مجرم ته سزا ټاکي او هم د مجرم څخه پلټنی کوي او هم د مجرم په اړه د قانون د مادو د چتر لاندی فیصلی صادروي!!!
د بیان د ازادی یوه بله بهادري یی په اسد وحیدي پخه کړی او بیچاره یی 11 ځلی په څارنوالانو داړلی دی!!! مطلب دا چی په اسد وحیدی یی خپل یاسین ښه پوخ کړی او پری پوهیدلی چی د چا ځوی دی!!! اسد وحیدی وایی چی هغه مهال چی په چین کی د اولمپک کمیټی ملی سرود ونه غږاوه او پرځای یی د مددی سندره خپره کړه؛ دوی پری خبر تیر کړ چی په نتیجه کی اولمپک شکایت وکړ او مخدوم په څارنوال کلیک کړل!!! خو په ورته پیښه کی چی ((ارمان)) د سیمه ایزو مطالعاتو په اداری پسی ناره کړه چی د پاکستان لپاره کار کوي!!! او د هغوی تالی څټی دي!!! نو مخدوم خپل نقش بدل کړ او د صوفی جامی یی واغوستی!!! ارمان ته یی وعظ وکړ چی خیر است دیګر این کار را نکنید!!!
زه بیخی ګنګس یم چی وزیر صاب محترم له رسنیو څه ډول دفاع کوي؟ څارنوال په رسنیو پسی ده خبر کړی وي؛ پولیس ده ورپسی لیږلی وي؛ جلب یی ده لیکلی وي؛ دا نو څه ډول دیموکراسی ده!
کله چی ده ته ګورم، دیموکراسی ته ګورم او په لاندی کلی کی شیری رحمان ته ګورم؛ نو زړه می دی چی به شیری به ګفته اینها درود بفرستم! هغی په \"جیو\" باندی د تورونو له وجی له دندی استعفی ورکړه! او وزارت ته یی خیرباد وویل!!!
د وزیر صاب له کارنامو څخه یوه هم د ډیرو تلویزونونو او رادیوګانو ثبت او نشرات دي! خو زمونږ خبره داده چی که رهین وای او که مخدوم؛ که هرڅوک وای دا کار به ترسره کیده! خبره په دی کی نه ده چی څومره تلویزونونه راغلي او له چا سره ثبت شویدي! خبره په دی کی ده چی ده په دی اړه څه کړي! ده دغو تلویزونونو ته کومی او څه ډول برنامی وربرابری کړی چی د روان وضعیت په حل کی مرسته وکړي؛ د خلکو اذهان روښانه او نوي نسل ته سمه لار وښیي! ځواب به \"نه\" وي! د مخدوم رهین له لاسه خو هغه دی ملی تلویزون له زوال سره مخامخ دی! په افغانستان کی د ملی تلویزون ځای شمشاد او طلوع نیولی! د بوډا ګانو تلویزون بس ملی هغه دی! که د مړو د جنازو او یا هم د فاتحو اعلانونه اوری نو بیا ملی رادیو نیسی او بس!
مخدوم صاب ستره کارنامه دا وکړه چی د ملی تلویزون سره یی یو ځای د رادیو هغه هم ولیکه! نو اوس \"ملی رادیو تلویزون\" دی! چی دغه نوښت او ابتکار یی خورا بی ساري ګڼلی شو! دلته نو سړی پوهیږي چی مخدوم واقعا داکتر است! رادیو ته به اوس تلویزون وایی او تلویزون ته به رادیو!!!
مخدوم صاب بله کارنامه دا چی له هغه قانونی بند څخه چی د \"ملی مصطلحاتو\" په کارولو تاکید کوي؛ پخپله سرغړونه کوي!!! که دی \"سرنوشت\" څارنوالی ته معرفی کولی شي نو طلوع، ارزو او په چاپی هغو کی ماندګار،ارمان و امثالهم باندی ولی د \"ملی مصطلحاتو\" په خاطر ګوته نه ږدي؟ دانشګاه، دادګاه، باشګاه، سرهنګ دده د چتر لاندی په ورځ کی د همدی-وزیر ملاتړو رسنیو لخوا اوریدل کیږي خو وزیر چوپه خوله دی، اخر ولی؟ رهین د وزارت نوم په \"اطلاعات و فرهنګ \" ور بدل کړ؛ د ملی ګالری نوم یی ور واړاوه او...
بله مخدومی کارنامه چی باید په اړه یی خبر شی، په هیواد کی د ایرانی رایزنیو چی پوهنتونونو او موسساتو ته په وړیا ډول ایراني کتابونه ورکوي، اجازه ورکول دي!
د هیواد د کلتور د وزیر په حیث ده باید ددی کار مخه نیولی وای؛ د هندي ډرامو لپاره باید سپر شوی وای! افغاني سینما او هنرمندانو ته یی باید کار کړی وای خو در ګفت تو و در....مه!
د وزیر صاب تر چتر او رهبری لاندی، تر ټولو ستره کارنامه چی له ده سره یی د بودجی په مصرف کی هم مرسته کړی؛ د ځوانانو غونډی جوړول دي! خو که وزیر صاب څخه د یو قاضی په حیث وپوښتم چی جِناب تاسو کوم solid output په دی اړه وړاندی کولی شی چی څه نتایج مرتب شویدي؟
مخدوم رهین یوه بله کارنامه چی دی به یی د خپلو خاطراتو په دیوان کی درجوي؛ د ډلیزو ودونو ترسره کول دي چی په تخار، جوزجان او مزار شریف کی یی نمونی پلی کړیدي!!! بودجه یی پری مصرف کړیده! خو وزیر صاب، ایا خبر دی چی دغه جوړی اوس په کوم ډول او څنګه ژوند کوي؟ ځوانانو له دی ډول ودونو څخه سوداګري جوړه کړیدی. کله چی واده کوي په ډلییزه توګه نو پیسی اخلي؛ ناوی او زوم پیسی سره ویشي او خبره خلاص!!! واده، واده لاړ او شی،شی!!! پیسی مصرف شوی؛ خو...
یکی از کارنامه های وزیر صاب که باید یاد اوری کنیم، سایت خود وزارت است! که در چهل سال در این کشور، اینطوری کدام دست اورد نبود! ده د وزارت لپاره چی د حکومت د e-government د پروژی لخوا پلی کیده، سایټ جوړ کړی! خو دغه سایټ ته ورشی او په خپله یی وګوری چی په کی څه حال دی!!! مکمل فلج دی!
له هغی امریکی چی وزیر صاب راغلی او سبا به بیا ورتښتي، که هوری کوم وزارت او یا هم وزیر داسی تش سایټ لپاره ځای بند کړی وي؛ څه حال به پری وشي!!! ما له دغه سایټه لیدنه کړی او زه به یی هغه برخی تاسو ته وښیم چی خالی پرتی دي!!!
Administration Publishing Affairs: Youths
په دی برخه کی یوازی او یوازی دغه د انګریزی \"Youths\" لیکل شویدی!
Administration, Finance, and Tourism Office: Under construction
دغه بله برخه هم خالی دی!
Administration Youth Affairs: Under Construction
دغه برخه هم خالی دی!
Ministry Strategy: Under Construction
د ستراتیژی برخه چی له ټولو مهمه برخه ده، ولی یی خالی پریښودلی؟ مطلب دا چی ته منحیث وزیر هیڅ ستراتیژی نه لری!!!
About Us:
په \"دری\" کی بلا شیان لیکول شویدي؛ که یو خارجی ورته مراجعه کوي نو هیڅ شی په کی د کار وړ نشي موندلی!!!
Press Releases: Under Construction
د مطبوعاتی اعلامیو برخه یی خالی ده! نو هلکه د معلوماتو وزارت لکه چی کوم بل یو دی؟
Media Law: Under Construction
نو چی د کار لاندی دی، نو دغه قانون چی ته یی عملی کوي؛ حتما دی په جیب کی دی!!! یوه بله ډرامه می په دی برخه کی ولیدله؛ کله چی د پاڼی پښتو هغی ته لاړم ترڅو د رسنیو قانون چی په انګریزی کی نشته چی دلته یی وګورم، کلیک می پری وکړ! کلیک سره ولیکل شول: د رسنیو قانون، په دی می بیا کلیک وکړ چی ګورم \"بینوا\" پاڼه خلاصه شوه او هغه څه په کی راغلل چی\" بینوا\" له قانون څخه راخیستي وو! بینوا پښتو سایټ هغه دی چی رهین مخدوم یی د زړه له کومی ورڅخه کرکه لري؛ که وس یی ورسیږي نو خودکُش هم ورته اخلي خو دلته یی چی یی IT او د وزارت مامور څه شی نه دي موندلي نو \"په سیاست کی همیشنی دوست او همیشنی دښمن نشته\" باندی عمل کړی او پاڼه یی له سایټ سره \"Hyperlink\" کړیده!!! خو په \"دری\" برخه کی لیکل شوي چی د قانون برخه \"در دست ساخت\" دی! نو بیا می بینوا ته له زړه دعا ووتله چی ځه یاره که دوی نه وای نو د مطبوعاتو قانون به مو برقی څنګه لوست!!!
مړی په تختی شرمیږي!!! بده یی لا دا چی د سایټ په یوه کونج کی د پاڼی په اړه رایګیری شوی چی څومره ښه او څومره خرابه ده! چی زه یی کاپی کټ مټ تاسو ته وړاندی کوم!!!
Please rate our new website
Excellent (28%)
(95 votes)
Good (23%)
(79 votes)
Fair (49%)
(164 votes)
نو ایا وزیر صاحب، دغه مرستیالان صاحبان یی، دغه ریسان یی لکه چی نه په انټرنیټ پوهیږي او نه هم لکه چی کمپیوټر کارولی شي! او یا هم دومره بوخت دي چی هیڅ وخت نه لري چی خپل سایټ وګوري؟
رهین مخدوم صاب! It is easy to criticize others, but it is difficult to improve yourself!!!
دغه بره خبره به دی اوریدلی وي که یا؟ انګریزان وایی چی انتقاد اسانه دی، خو ځان رسول سخت کار دی! لږ یاره په خپل وزارت کار وکړه بی له هغی هم سترګی دی خو څلور دي!
وزیر صاب په خپل وار او واک کی د رسنیو قانون ته په لس کلنه دیموکراسی کی 5 ځلی تغیر ورکړی او بیا یی هم زړه دی چی ګوتی په کی ووهي! دی ډول بدلونونو ته Bureaucratic Control ویل کیږي!!!
قانون خو باید هر اړخیز وي، solid وي؛ د وخت د اړتیاوو مطابق وي؛ نو ده له دی قانونه څه جوړ کړیدي؟ په تشناب کی پلانول او بیا هغه په سپینه پاڼه کښل همدی ته ویل کیږي!!! تشنابی فکرونه او پلانونه باید دا ډول تغیر، تعدیل او تبدیل ومني!
فکچر ابهی تګ باقی هی!!!
leekwal@yahoo.com